نړۍ

اوباما: روسیه به اوکراین کې د لاسوهنې بیه ورکوي

نن ټکی آسیا: د امریکا ولسمشر بارک اوباما روسیې ته د اوکراین د کریمیا ښار د هوايي ډګرونو د اشغالولو پر سر خبرداری ورکړ، چې د خپلې دې لاسوهنې بیې ته دې تیار اوسي.
ولسمشر اوباما یوې خبري غونډې ته ویلي په اوکراین کې د روسیې لاسوهنه په ژوره توګه د اندېښنې وړ ده.

نوموړي ویلي د اوکراین له ملي حاکمیت څخه هر ډول سرغړونه نه د روسیې، نه د اوکراین او نه د اروپا په ګټه دی. اوباما دغه څرګندونې وروسته له دې کړې چې روسیې د اوکراین په ختیځ کریمیا کې پوځیانو او پوځي الوتکې ځاى پر ځای کړې او داسې راپورونه هم شته چې ښيې، روسي ځواکونه په سېمه کې په نظامي تمریانو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x