نظــر

پکتیکا او پکتیکاوال – نالوستې حقایق اوهیرې کارنامې يې

داکتر امیرمحمد منصوري

خلاصه

دغه لیکنه  د اوسنۍ پکتیکا  په جغرافیی کې د میشتو ولسونو د یو شمیر داسې تاریخي کارنامو یادونه ده  چې ډیری یې د تاریخ په پاڼو کې ثبت شوی ‎نه خو په یادونو کې لا زوندۍ دي. لیکنه تر ډیره حده د یوشمیر محدودو پیښو او حقایقو بیان دی چې په اوله ، دوهمه او یا دریمه خوله له هغه چا څخه چې د پیښو شاهد وو اوریدل شوی او را نقل شویدی. یو شمیر نور یې بیا د معتبرو اسنادو او ځانی مشاهدی  له مخی لیکل شویدی.  دا چی دغه ټولګه یوازی د لیکونکی تر ځاني تجربي او حلقو  پورې محدوده ده، نو د ولس او مربوطه جغرافیی د ټولو نا لیکل شویو کارنامو او پیښو یوازی یوه نمونه بلل کیدای شی. له دغو ټولو سره بیا هم هیله کیږی چې دغه لیکنه به نورو څیړنو او زورو لیدنو ته لار هواره او ځوان لیکونکی او څیړونکی به دغه کار ته وهڅوی.  لکه چې ښکاری د پکتیکا میشتو ولسونو د جغرافیوی موقیعیت، تاریخ،  او یا هم دواړو له مقتضیاتو  سره سم په ډیرو ناغوښتل شویو معضلو کې په  ارادي یا هم غیر ارادی توګه برخه لرلی وه او تر ډیره حده یې لویې کارنامی کړی. ډیری له دغو سر ښندنو څخه کیدای شی د هیواد  د بین الدولی معاملو لپاره، په خاصه د ګاونډیو هیوادونو سره، د معتبرو تاریخی پېښو په توګه ثبت شی او د هیواد د منافعو لپاره د شواهدو په توګه ګټه ځینی واخستل شی او یا لږ تر تږه له نورو (همسایه ګانو) سره د معاملی لپاره د هیواد او پکتیکا والو په ګټه وکارولی شی.دلیکنی مهمه نتیجه له ماضی څخه د عبرت اخیستنه ده چې باید د سبا لپاره په یاد وی. بله دا چې د پکتیکا والو د قربانیو حق پر ځای شی. دا هم مهمه ده چې دغه حقایق د تاریخ په پاڼو کې د ثبتیدلو له لاری په بین الدولی معاملاتو کې د معتبروشواهدو په توګه د هیواد او هیوادوالو په ګټه و کارول شی. د ستونځو د حل لپاره د هغوی واقعی او علمی تحلیل هم یوه لزومه ده چی د پکتیکا والو د ستونځو په حل کې مرسته کولای شی. پکتیکا او پکیتکا وال – نالوستی حقایق اوهیری کارنامی یې
مقدمه    د هیواد ولسونو او مختلفو اقشارو په محلی او ملی سطحه د هیواد په ډیرو تاریخی پیښو او کارنامو کې یو ځایی او یا هم انفرادی توګه خپل مسؤلیت تر سره کړی او د قرباینیو له لاری یې د دین، وطن او ولس حق ادا کړی  وی. د پکتیکا په موجوده جغرافیه کې میشتو ولسونو هم دغه کار په پوره امانتدارۍ سره تر سره کړی دی.  استعماری قوتونو  او له استعمار څخه د را پاته ناخوالو یوه ستونځه هم دا ده چې هغه ولسونه چې د استعمارچیانو له خوا د نقشی پر مخ  د خط ایستلو په وسیله سره جدا کړي نو ستونځې یې اوږمهاله او کله ډیرې پیچلې هم وي. د پکتیکا سیمه او ولس له پاکستان سره د ډیورند د په لاس ایستل شوې کرښې په اوږدو کې تقریبآ ۳۰۰ کیلو متره اوږ سرحد لري.دغه اوږد سرحد چی هيڅکله هم منل شوی نه  او د عمل جامه یې نده لرلی، نو د ولسونو لپاره یې د ستونځو تر څنګ یو شمیر ګټور فرصتونه هم لرلی دی.  د اداري واحد په توګه د پکتیکا ولایت اوږده سابقه نلري اما د وخت حاکمانو ته یې تل اهمیت درلودلی وو. د ولایت په حیث تر تشکیل مخکې دورو کې د اداري واحدونو په حیث د دوو لویو ولسوالیو ( کټوازاو اورګون) او د یوې حاکی (ګومل) منظوري د دغې سیمې د ستراتیژیک اهمیت ښکارندویي کوي چې لږ تر لږه مرکزي حکومت یې اهمیت درک کړی وو. سره لدې چې د موجوده پکتیکا ولایت نیمه برخه د غزني د ولایت او بله برخه یې د پکتیا د ولایت مربوطی وی، اما پکی میشت ولسونه دومره سره ګډ او نزدی وو چې په اداری واحدونو کې ویښلو نشو سره جلا کولای- ګډې لارې، ګډ مهارجتونه، یو شان معشیت، ګډې ګټې، ګډی ستونځی، مختلط منطقوي جوړښت، نژدي روابط، تر یوه حده ګډه ګومل، اونور یې داسې طبعي ځانګړتیاوې دی چې تر اداري واحد یې د نزدیوالي اغیز او رول ډیر زیات دی.دغه سیمه د تاریخ په اوږدو کې ، د دوښمن د تیریو،  پر دوښمن د  غلبو، د دوښمن د مکر او تیر ایستنې پالیسیو شاهده ده. د دغې سیمې ولسونو د پخواني برم څخه را پا ته  غرور په وجه کله کله د انګریزانو په لاس د لوی ایستل شوي خط وجود هیر کړی وي او د دین د دفاع او اسلامي خاورې د دفاع لپاره یې د دوښمن له دوښمن سره هم ډغرې وهلې دي. په لاندې پاڼو کې د پکتیکا د سیمې او د پکتیکا والو په یو شمیر داسی کارنامو غږیږو چې سره لدې چې د یوه قوم د قرباینو ښې نمونی دی او باید ور باندی وویاړل شی اما تر ډیره د تاریخ له پاڼو پاته، نالوستي حقایق او هیرې کارنامې بلل کیږي. له دغه ځایه څخه دا چې د سیمې او ولسونو دغه ډول کارنامې او قربانۍ په یادونو کې لا زوندۍ دي نو لازمه ده د تاریخي حقایقو په حیث معرفي شي او د محلي او ملي امتیازاتو لپاره وکارول شي او لږ تر لږه د عبرت ، ویاړ او اهمیت له اړخه کار ځینی واخستل شي. د دغې لیکنی اساسې هدف د پکتیکا او پکتیکا والو د ښې پېزندنی لپاره معلومات نشرول دي. هیله کیږی چې د سیمی او ولسونو د قربانیو مؤثق معلومات به په محلی او ملی سطحه د خیر او ګټی رسونی لپاره وکارول شی. هیله کیږی چی د دې لیکنی منځپانګه به نور محققین هم زورو څیړنو ته و هڅوی او پدې هکله به نوری لیکنی هم وشی.

د پکتیکا او پکتیکا والو په اړهد پکتیکا ولایت د هیواد په جنوب ختیځ کې پروت  دی. د سیمې د لویې  برخې  ارضي میلان یې له شمال څخه د جنوب خواته دی. د ولایت ختیځه نیمه خوا په طبعي ځنگلونو پټو غرونو پوښلې، خو لویدیځه نیمه خوا یې (د کټواز سیمه) بیا  د غرونو د سلسلو تر منځ یوه هواره سیمه ده چې په شمالي سرکې  تنگ  مرتفعات او جنوبي خوا یې پراخه هواره سیمه جوړوي.  د غرونو دوه لوړي څوکې ، چې دواړه یې په یوه نوم  “د غومبر خولۍ” په نوم یادیژي یو بل  ته مخامخ،  یوه د سروضې او بله د اومنې په ولسوالیو کې واقع دي، چې جگوالی یې تر 3300  متره زیات دی.  د پکتیکا،  گومل، اورگون او د کټواز د نومونو څرک د تاریخ په اوږدو کې حتی د ریگویدا تر سرودونو پوري رسیږي،  چې دا څرگندوي  چې  دغه سیمي به  د زړو اریایانو د موسمي اوسیدو مېلي، څړځایونه  او د مهاجرتونو لاري  وي. سیمې ولسونه او تاریخ یېد «برمل، زرمل ، فرمل او ګومل» د یوه ولسي کیسه ایز روایت له مخې، لومړي دری وروڼه او یوه یې خور وه، چې هر یو یې د زرمل (اوسنی زرمت)، فرمل (اوسنی اورګون)، برمل او ګومل په سیمو کې میشت شوی وو او له دغه ځایه دغه سیمې په دغو نومونو شهرت لري.  د پکتیکا  په سیمه کې مختلف قومونه، لکه ګیانخیل، وزیر، ځدراڼ، سلیمانځي، سیدان، پیرکوتیی، دیګان، اندړ، فورمولي او  نور میشت دی چې لویی قبیلی یې خروټي او سلیمانخیل  دي. داسې ښکاري چې اکثریت دغه قبیلې چې کله له خپل اصلی ټاټوبي، یعنې د غور له سیمې، څخه را کوچیدلي وو نو کوچیانی ژوند یې درلود چې د و خت په تیریدو سره د پکتیکا په سیمه کې  داسې میشت شوي چې د ولایت په ختيځه غرنۍ برخه کې خروټي او نور قامونه او په لویدیځه هواره سیمه کې یې د سلیمانخیلو قامونه میشت شوي دي.د گومل  د نوم او جغرافیی  څرک په مختلفو تاریخي روایاتو کې ترلرې لیدل کیږي. په  ریگویدی سرودونو کې د “گوماتی” د سند په غاړه د اریایي قبیلو تر منځ د جگړې یادونه شوې او د محقیقینو په نظردغه د گوماتي سند همدغه د گومل د سند  تاریخي نوم دی. د گومل دره د تاریخ په اوږدو کې د «خراسان» (د اوسني افغانستان جنوبي، مرکزی برخې او هلمند د سند حوزه) او «دمان» (د اټک د سند حوزه) تر منځ د تلو راتلو لاره وه چې لا تر اوسه هم د موسمي کوچیانو د کډو  مسیر دی. د «دمان» او «خراسان» نومونه لا تر اوسه هم د سیمې د کوچیانو په خولو کې دی او په همدغه پورته یاد شویو سیمو باندي یې اطلاق کیږي. وایی چې  د سلطان محمود غزنوی لښکرې هم د گومل د درې له لارې هند ته تلې او راتلې. لکه چې په یوه تاریخي لنډۍ کې یې داسې یادونه راغلې ده: که د خانو لښکرې راغلې زه به گومل ته د خپل یار دیدن ته ځمهملک خانو چې اصلي نوم یې خان محمد وو، د سلطان محمود غزنوي په لښکرو کې د غلجیو د یوه لښکر مشر وو او د خپلې میړانې له لارې یې داسې شهرت موندلی وو چه پیغلو به په لنډیو کې یاداوه. د ګومل نوم په ډیرو متلونو او ولسي کیسو کې هم یاد شوی دی، مثلآ دا متل چې  ” اوبه د ژوب نوم د گوملې” د دې حقیقت بیانوونکئ دی چې ګومل په تاریخ کې هم د سیمې له ډیرو مشهورو نومونو څخه وو.  همدا راز دا متل  چې ” که ګومل وچه ده خو دود یې روان دی”  د دې سیمې د جامع او  منل شویو عنعناتو د قوت ښکارندوی دی.  دا متل چې “تر وزلی ورور پری ایښی گومل ښه ده” هم مختلف تعبیرونه لري.  او پدې متل کی چی “د مړی پور له ګوملی ده” هم د دې سیمی د یو ډول ځانګړو عنعناتو رازونه پټ دی. بالاخره دا متل چی ” مړ یې توراڼئ کړ په ګومل یې کډی ځی، خدایه زور غواړی بدی”  دا بیانوی چی که ګومل د برمنو، سوبمنو لار او یو طبعی مسیر وه خو د بی مرکزه ټولنو د ناسالمو رواجونو له لاسه د غمجنو کډو لار هم وه. د گومل دره تر ډیره پورې په طبعي ونو نیمه پوښلي غرونو، چې په ځینو سیمو کې گڼ او نور یې بیا ډیر یوه دوی دی، تشکیلوی. خاوره یې ډیره حاصل خیزه او هوا یې د باغونو او میوه دارو ونو لپاره ډیره مناسبه اوښه ده. د اورگون نوم او سیمه هم یواوږد تاریخ لري، چې یادونه یې د ریگویدا تر سرودونو را وروسته په اوومه میلادي پیړۍ کې د چینایي زایر او سیاح “هیون تسانگ” په یاداښتونو کې هم راغلی دی. هیون تسانګ، چې زموږ د هیواد ډیری سیمې یې د بودایي معابدواو بودایي دین د مراکزو او دیني زده کړو د تر لاسه کولو لپاره لیدلې وې، د اورګون د سیمې یادونه یې هم پخپلو یاداښتونو کې راوړې ده. هیون تسانګ په خپلو یاداښتونو کې د «اوه رګونه» نوم یاد کړی دی او غالبآ به  د اوسني اورګون په سیمه کې کوم بودایي معبد او مرکز موجود وو چې نوموړی سیاح ور څخه لیدنه کړې وي.  د اورگون د نوم په هکله یو شمیر روایات موجود دی چې نورو ژورو څیړنو او مباحثو ته ضرورت لری. ځینې  وایي چې د اورگون نوم د “هر گوند” له کلیمي سره اړیکه لري او دا ځکه چې مختلفې طایفې پکې اوسیږي. داسې ښکاري لکه  چه د اورگون کلمه د  ” اوه رگونو”د  کلمې اړول شوی شکل وي ، چې معنی یې (اوه) (رگونه) دي. د اوبو د «رګ» اصطلاح اوس هم معمومله ده او تر مځکه لاندی د اوبو د سیر، تګلاری یا چینل معنی لری.  ویل کیږي چې دا سیمه تر مځکې لاندې د سطحي اوبو غني منابع لري او داسې ښکاري لکه چې له اوو خواوو به د غرونو لاندی اوبه دلته سره را ټولیږی، د «اوو» «رگونو» چې بیا به «اورګون» شوی وی، په نامه یې شهرت موندلی وی. د کټواز د نوم څرک  په لیکلو اثارو کې لږ تر لږه تر لسمی میلادی پیړی پوری لیدل شوی دی. منهاج الدین سراج جوزجانی په خپل مشهور کتاب طبقات ناصری کې د «کته واز» دسیمی نوم اخلی او دهغی سیمې د دوو پهلوانانو نومونه یادوی  چې د سلطان علاو الدین غوری په لښکر کې یې دغزنی د ښار د نیولو په وخت کې مهم رول درلودلی وو. د کټواز سیمې جغرافیوي جوړښټ او نوم  ته په کتو سره داسې ښکاري چې د «کټواز» د نوم اصل به له دوو سوچه پښتو کلمو څخه را منځته شوی وی یعنی  «کښته خواته فراخه شوی سیمه».  د کټواز سیمه هوارې برخې لري چې د ختیځ او لویدیځ لخوا د غرونو د لړیو تر منځ پرتې دي، چې دغه ډول ارضي جوړښت یې د دې سبب شوی چې  ترمځکی لاندی د اوبو ښې  زیرمې و لري.  د کټواز په سیمه کې د نفتو زیرمې کشف شوې وې چې په ۱۳۵۰سمې لسیزې کې یې کومې  فرانسوي کمپنۍ ته د استخراج قرارداد ورکړل شوی وو، عملي نه شو او د شورویانو غوبل هر څه سره ګډ وډ کړل. د پکتیکا د ولایت مرکز ښرنې په سیمه کې د پتني د غونډۍ په نوم د بودایي دورې یو معبد ته ورته غونډۍ موجوده ده ، سره لدی چې د معبد کوم اثارپکی ندي پاته، خو د جوړښت او شکل له مخې ښکاري چې  د ګردیز په سیمه کې د بالاحصار د غونډی په شان به د  زنبیلشاهانو له دورې سره اړیکې لري.  ځینې ولسي روایتونه هم د دی خبری اشاری کوی چه دغه غونډۍ به یو بودایي معبد وو. دغی سیمې ته نژدی د مټاخان په سیمه کې دې ته ورته دوه نوری غونډی شته چې د ولسی روایاتو په حواله د زمبورکشا هانو په دوری پوری اړه لري. ولسي روایتونه وایی چې د هغه وخت درې خوندې وې چې هرې یوې یې په دغو غونډیو باندې خپل محل جوړ کړی او په سیمه یې فرمان روایي کوله.  دې ته ورته یوه بله غونډی د یوسف خیلو په سیمه کې هم وه چې غالبآ به د دغو دریو غونډیو غوندی اهدافو لپاره او یا د بودایی معبد لپاره کاریدلې وه. له بده مرغه  چې یاده شوې غونډی شپږ اووه کاله مخکی،  ظاهرآ د آمینتی ملحوظاتو له مخې، له مځکی سره داسی هواره شوه چې سره لدی چې د زمانی ترخو یې مقاوت نه وو مات کړی،  خو د بی رحمه عسکری بلدوزرو په غوغا کې یې چا د ژړا آواز هم وا نه وریده.د پکتیکا د سیمې په زړه پورې طبعي ښکلا او ښایسته  پاکه هوا او اوبه یې  د ډیرو لپاره د ژوند یو ارمان بلل شوی، لکه چې په یوه نیمه  منظوم محلی متل کې وایی: یوه مې دی سره وزه وای او نو ر مې هیڅ څه نه وای،  خو چې کور مې په سروضه وای! د پکتیکا  ولایت درې مهمې سرحدي  لارې (د وازیخوا له لارې له کویټې سره، د سروبي له لارې له واڼه او دیره اسماعیل خان سره او د اورګون له لارې له میرانشا او پیښور سره) لری چې ګمرکی عایدات یې یو وخت د ولایت ټول مصارف پوره کول او د هیواد د ملی عایداتو لپاره یو مهم عایداتی مدرک کیدای شی. له بده مرغه پدی اخیره لسیزه کې یې لا تر اوسه هم د تنظیمولو لپاره کومه اراده هم نه ښکاری او داسی ښکاری چې مرکزی حاکمان خو لا ور باندی خبر هم نه دی. برسیره پردې  د مرکزي اسیا او هند د بحر  (د کراچی له لاری) تر منځ تر ټولولنډه ترانزیتی لاره هم په افغانستان کې  د پکتیکا له لارې څخه شمیرل کیږی.د پکتیکا د ولس په ډیرو ناخوالو برسیره، د سیمې د طبعي زیرمو او خدای ج ور کړي نعمت په نسبت د اوسیدونکو بیرحمانه چلند د ولس د بدبختیو یو مهم عامل دی چې د راتلونکی نسل لپاره د یو بد مرغه خطر د زنګ آواز ځینی اوریدل کیږی.  د سیمې د بی مثله ښکلو طبعی ځنګلونو ونې په بیرحانه ډول له منځه وړل کیږی. د سیمې د غرونوارتفاعات داسی دی چې د هند د سمندر مرطوب تاوده  بادونه ور سره لګیږی او د الله ج په حکمت سره د طبعی ځنګلونو د را شنه کیدو سبب شوی دی. په دغو ځنګلونو کې یو شمیر داسی ونی لکه منځی او شنی پیداکیدی چې د کیفیت نمونه یې د نړی پر بل هیڅ ځای کې نه ښکاری.

له بده مرغه دغه ځنګلونه د ولس د لوږی، بی روزګاری او تر ډیره حده د نا آګاهۍ/ناخبرۍ له امله پاک خواپاکی جارو شول او تقریبآ دغه ډول ونې پکې ختمې شوي دي. داسې ښکاري چې اقلیم هم له خلکو سره دوښمني را اخیستي وي او یا به یې له خلکو څخه د دوی د بې رحمۍ د غچ اخیستنی اراده کړې وي، چې دغه ډول ونې نورې نه شنې کیږي او که شنې هم شي، نو د پالنې او ساتنې  غم او نیت یې له چا سره نشته.بله لویه بدمرغی د مځکی لاندی اوبو څخه بیرحمانه او غیر اقتصادی ګټه اخیستنه ده. په ټوله ، خو په خاصه د کټواز او سروبی په سیمو کې، له درې څلور لسیزو را هیسې د زورو څاګانو کیندل او د هغو له اوبو څخه د کروندې لپاره ګټه اخیستنه شروع شوی ده. سره لدې چې ولسونه اوبه د زړه په وینو د مځکې له تل څخه را باسی او کروندې ورباندې خړوبوي، خو محصولات یې بیا تر مصارفو کم وي. یوه وجه یې له منابعو څخه غیر فني ګټه اخیستنه ده ، خو بل دلیل یې د محصولاتو لپاره د بازار نشتوالی دی. عمده زراعتی محصولات یې وچې او شنې میوې دي؛ لکه زنغوزی، انګور، هندواڼې، مڼې، سبزیجات او نور.

داچې نه بازار لري او نه د هیواد نورو مارکیټونو ته لارې لري او د صادرولو لپاره یې نه مرسته شته او نه مشوره، نو دغه محصولات اکثرآ په ډیر نازل قیمت خرڅیږی، چې اکثر وختونه د ولسونو لپاره د نور اقتصادی تاوان عامل هم وی. په اوږد مهال کې یې بله اساسی ویره دا ده چې که له دغو اوبو څخه  په دغه ډول بیرحمانه ګټه اخیستنه دوام وکړی، نو یو وخت به دا هم ختمی شی  او د وچکالی د دوام په صورت کې کیدای شی چې تر مځکی لاندی د خلا د را پیداکیدو سبب شی چې د لوی بشری ناورین د رامنځته کیدو ویره هم ځینی کیدای شی.

د پکتیکا مشاهیر، مفاخر او تاریخی اماکن  د پکتیکا ولایت سر ه لدې چې د ټولنیزې ودې او هوساینې له اړخه د هیواد یو تر ټولو غریب او له نظره لویدلی ولایت بلل کیږی، اما په نزدې او لرې تاریخ کې یې داسې نومیالي په خپله غیږ کې هم روزلي او لوی کړي چې په کارنامو یې ویاړ کیدای شي.

په لاندی کرښو کې یې د ځینو یادونه کوو.سیدال خان ناصر چې د میرویس نیکه سره یې د ګرګینیانو په ضد پاڅون کې وڼډه لرله او وروسته بیا د شاه محمود هوتکی د وخت مشهور سپهسالار شو،  یو با تدبیره افسر او پیاوړی جنګیالی وو چې هیوادوال یې په کارنامو ویاړي. سیدال خا ن په قوم ناصر وو او پلرونه یې  د پکتیکا  ولایت د اوسنۍ وازیخوا د سیمې اوسیدونکي وو.

د وازیخوا  ناصرو د میرویس نیکه اواز ته لبیک ووایه او کندهار ته ورغلل  اوبیا یې  هلته استوګنه غوره کړه. د ایران تر نیولو او بیا د هوتکیانو تر سقوط وروسته د سیدال خان ناصري  کورنۍ د کابل شاوخوا سیمې ته ولاړل او هله میشت شول. د کابل د ښار د خیر خانی په سیمه کې یوه مشهوره لیسه د سیدال خان ناصر په نوم نومول شویده.

وایي کله چې سلطان علاو الدین جهانسوز د خپلو وروڼو د وژنې د غچ اخستلو لپاره له غور څخه په غزنی د حملې کولو لپاره راغی، نو د غزنی واکدار پاچا، سلطان بهرامشاه، د ګیلان سیمې ته هیئت ور ولیږه چې له  حملې څخه واوړي. بهرامشاه ځواب ور ولیږه چې « ته زما زور نلرې، زه لوی لښکر او فیلان لرم». علاوالدین په ځواب کې ورته وویل چې « که ته فیلان لری، زه خرمیلان لرم». زه به د خپلو وروڼو انتقام خامخا اخلم.

علاوالدین خپل دوه پهلوانان، چې د لښکرو مشران هم وو، را وغوښتل او ورته ویی ویل چې ما بهرامشاه ته داسې لافې کړې دي، اوس به نو تاسې له فیلانو سره مقابله کوی. دغه پهلوانان چې یو یې سام حسین او بل یې سام پنجی نومیدل، د اوسنی پکتیکا د ولایت د کټواز له سیمې څخه وو. کله چې جنګ و نیښت، نو هر یو د دغو دوو پهلوانانو څخه له یوه یوه فیل سره مخامخ شول. دوی هر یو د فیلانو تر ځل لاندی ور ننوتل او د هغو په زړونو کې یې توری خښی کړی. سام پنجی تر فیل لاندی شوو او له فیل سره یو ځای ومړ، او سام حسین په فیل بریالی شو. د بهرامشاه لښکر ماتی وخوړه او علاوالدین د غزنی ښکلی ښار، چې په اسلامی ادب کې  «عروس البلاد یعنې د ښارونو ناوې» بلل کیده، ونیو او ویې سوځاوو.

د هیواد له ډیرو نوم ورکو عالمانو او د پښتو ژبی د ادیبانو او په پښتو ژبه د لیکوالانو څخه یو هم نواب ګوملی دی. نواب ګوملی په پښتو ژبه د خلقت په نوم د قرآن عظیم الشان د څو سورتونو یو تفسیر لیکلی وو چې بیا د انګریزي هند د ډیلی په مطبعه کې چاپ شوی وو. د خلقت یوه نسخه ما لیدلې وه او را سره وه خو را څخه بې در که شوه.  نواب ګوملی له لومړنیو لیکوالانو څخه وو چې د سید احمد لودین، چې په کاکا مشهور وو، پشان یې د پښتو د لیک دود لپاره د هیجایي طریقې رواجول غوښتل. نواب ګوملی د خلقت په سریزه کې د هیجا په طریقه د دوه حرفي، درې حرفي او نورو کلیمو د لیکلو طریقې بیان کړې دي.

نوموړی برسیره پردې چې یو عالم او لیکوال وو، د انګریزانو پر ضد په جهاد کې یې هم لویه وڼډه لرله.   نواب ګوملی د پکتیکا د ولایت د ګوملی د ولسوالی اوسیدونکی وو چې ذوذات یې اوس هم هلته اوسی او د نواب کلی په نوم شهرت لری.

د ولایت په مربوطاتو کې یو شمیر متبرکه اماکن او زیارتونه، چې د ډیرو خلکو د توجه وړ دي، هم شته؛ لکه: اسماعیل ګړندی، ماما ګړندی، غني آبا، دیوانه بابا، حیات آکا، شاه بیک آبا ، باباجی صاحب، او نور، چې هر یویی د ملنګی او قلنګی تر څنګ د ولیتوب د مرتبو او برخو څښتنان بلل کیږي.د ولس په مړو او تیر نسل کې  شاشی کمرانی، خان فتح خان، بیرګټ نعمت، با جان پرکمشر، پرکمشر انګور وزیر، جنرال عبدالحکیم کټوازی، ریس خمارالدین، علاقه دار جمه ګی، ملک منصور، ملک سیف الدین، صاحب جان خان، مولوی محمداعظم، تحصلدارعبدالکریم، کاکا مبارک، د شاوزه خلیفه صاحب، ملک دوست محمد زاولیخیل، د ګیان مولوی صاحب او یو شمیر نور د سیمې او ولس یو شمیر مدبر، بزرګان، زړه سواندي، میړني، دلاوران، سخیان او د قوم او ولس د خادمو مشرانو نومونه دي چې د قوم له مشاهیرو څخه شمیرل کیږي. د موجوده  نسل په مړو کې یوازی د شورویانو د تهاجم په وخت کې د لومړنیو شهیدانو نومونه لکه  شهید قاضی ولی محمد، شهید انجنیر جمعه ګل، شهید جګړن شیرعلی، شهید معلم غازی مرجان، د سلیمانځو ملا صاحب او نور یادولای شو. د شهید ځوانیمرګ داکتر عید محمد چې د ولایت، سیمې او حتی هیواد په سطحه یوازینی ځوان متخصص داکتر او د سیمی یوه هستی وو،  د طبابت په څانګه کې یې دوکتورا (پی ای ډی PhD) لرله، هم یادول لازمی بولم..ډاکتر عیدمحمد پنځلس کاله مخکی چی کله د دوکتورا له تحصیلاتو سره هیواد را شتون شو سره لدې چی په مرکز(کابل) کی یا شخصی سکتور کی د هر ډول امتیازاتو او مقام بیشنهاد ورته کیده خو ده د خپل ولس د خدمت لپاره په پخپل ولایت کی خدمت شروع کړ خو زموږ د بدقسمتي له امله د ولس او هیواد د خدمت ارمان د پوره کولو په ځای خاورو ته ور سره یوړ.په زوندو کې بیا د پیاوړی رسام او د قرآن عظیم الشان د ښکلی خطی نسخی تیاروونکی استاد ګلمیر نوم  یادولای شو.استاد، که څه هم ډیر هنری کارونه تر سره کړی خو نوم ورکی رسام او خطاط دی او غالبآ چا یې نوم هم ندی اوریدلی.

د پکتیکا والو نالوستې خو په یادونو کې زوندۍ کارنامې او قربانۍد آزادي په جګړه کېد سپهسالار نادر خان تر مشري لاندې پداسې حال کې چې د پکتیکا میشتو مجاهدینو واڼه ونیو او د ټل چاوڼۍ محاصره او د انګریزانو لخوا د تخلیی په درشل کې وه چې د کابل لخوا د انګریزانو د سولی د خبرو وړاندیز ومنل شو او پدې ترتیب مجاهدینو ته د متارکی او حتی د په ښاتګ لارښونی اعلان شوی. که څه هم ولسونو د جهاد د دوام ناری وهلی خو مرکزی حکومتی یې غږ نه اوریده. سید رسول (۱۴۰۵ هش) لیکي چې کله چې د وزیرستان مجاهدینو انګریزان پسې اخیستي او په اصطلاح لوری یې ځینی ورک کړی وو، خو د کابل حاکمانو له انګریزانو سره د سولی معاهده کوله. په واڼا کې ملک هفته خان د ملا حمزالله په مشوره یوه جلسه جوړه کړه چې د جهاد دوام یې غوښت. په دغه جلسه کې د سیمې مشرد نا هیلۍ او ګیلی په شکل داسی ویلی وو: بجرم عشق تو ام میکشند غوغائیست
تو بر سر بام ای چه خوش تماشائیست (۴۵ مخ)

د واڼه فتحه شوی سیمه وروسته بیا له انګریزانو سره د د تورخم په نزدیو کې د لعل پوری اوګوشتې په سیمه تبادله شوه.

پکتیکا وال او د سرحد ساتنه: د دولت په ځای د ولس ذمه واري! د سیمې ولسونو په تاریخ کې د پکتیکا څیرمه د هیواد سرحدات په خپله ساتلي دي. د پکتیکا په سیمه کې سرحدونه د ولسی مشرانو په وسیله د قومی ملیشو لخوا ساتل کیدل. دولتی آمینتی قواوی د پکتیکا په سرحدی سیمو کې کوم خاص وجود نه درلود. تر اوسه لا هم د ولایت په سرحدی سیمو کې د هیواد فوځی او آمینتی قواوی د ډیورنډ له کرښې څخه په شلګونو کیلومره را  د ننه پراته او ډیر کمزوری موجودیت لری. د مثال په توګه په ګومل کې د هیواد امینتی او اداری واحدات تر ۷۰ کیلو متره نشته خو سرحد ارام ساتلی شوی دی. همداراز د وازیخوا په سیمه د دولت حضور له سرحد څخه لرې شلګونه کیلومتره لا نشته.

لدې سره سره بیا هم په دغو سیمو کې د ولسونو د تاریخی ذمه واری له برکته سرحدونه په آمان او دوښمن د سترګو ور اړولو جرآت هم نه کاوو. د دې واقعیت تاریخی عوامل شاید د سرحدی ملیشو وجود وی  چې په دغو سیمو کې سرحدات د ولسونو له برکته داسی په امان دی لکه لویه کلا چې به ور باندی را ګرزیدلی وی.  پخوانیو حکومتونو د اوسنی پکتیکا د ګومل او برمل د سیمو یو شمیر قومی ولسی مشران د سرحد ساتلو لپاره توظیف کړی وو چې د ځینو قومی مشرانو نومونه یې لاندی ذکر کیږی:برګټ نعمت، پرکمشر انګور وزیر (چې د انګور اډی ښارګوټی اوسیمه یې په نوم ده)، پرکمشر باجان، صوبه دار خواجه ګی، نعمت خان رډ، اکبر جان، کامران، سیف الرحمن، ببرک خان او نور.

د طالبانو د واکدارۍ په مهال یو وخت د وازیخوا سره نزدې د ډیورنډ د کرښې ها خوا د دو قومونو تر منځ د مځکې په سرلانجه پیدا شوې وه او یو شمیر کورنۍ د پکتیکا د کټواز سیمې ته را نقل شوې وې. د لانجې د حل لپاره افغانی خوا یوه جرګه وټاکله چې غړي یې د پکتیکا د یو څو مشرانو او عالمانو په شمول با رسوخه مشران او ځینی يې د دولت غړي هم وو. له جرګې څخه وغوښتل شول چې د ډیورند د کرښې ها خوا سیمې ته ورشي تر څو د منازعې سیمه په خپله وګوري.

کله چې د جرګې غړي هلته ولاړل نو د پاکستانی دولتی مامورینو لخوا یوه دفتر ته و بلل شول. هلته یو لوړ رتبه فوزی افسر پيشنهاد ور ته وکاوو چې که د دوی رضا وي نو دوی (د پاکستان لوری) حاضر دي چه د ډیورنډ کرښه شل، دیرش یا څلویښت کیلومتره له اوسنی موقیعیت څخه ها خوا ومنی. افغانی مشرانو په چل سره ځان ځینی خلاص او ورته ویلی چی دوی مصلحتی جرګه ده نه د دولت نماینده او د معضلی د حل لپاره راغلی دی.دغه تاریخی پيښی او شواهد شاید ددې واقیعیت یو دلیل وی چې د پا کستان حکومت دغه سیمې تر ډیره وخته لا د ځان نه بللې او تر دغو اخرو پورې یې په سیمه کې کومه خاصه مداخله نه کوله. داسی هم ویل کیږی چې پدې اخروکی امریکایانو پاکستان ته د ډیورنډ د کرښی بله (نوی) نقشه ورکړی وی او بیا نو شاید د پاکستان ایله زړه منلی وی چې دغه سیمې دوی ته ور کړل شوی وی او امریکایان یې هم ورکول غواړی.

د شورویانو د تهاجم په دوره کېد شورویانو د تهاجم په دوره کې د پکتیکا ولایت د هیواد یوازینۍ سیمه وه چې موتر رو لارې پکې وې او د هیواد د ټولو خلکو په مخ د بشپړ آمنیت سره، او تر دې زیات، د ولس د بشپړې اسلامي همکاري او مسؤلیت د احساس سره بې له تبعیضه او ازاره د هر چا په مخ خلاصې وې او د هیواد هر وګړی ځان پکی داسی باله لکه په خپل کلی او کور کې چې وی. د مهاجریدونکو وطنوالو، مسافرینو، مجاهدینو او نورو لپاره د پکتیکا د ولایت لارې د بشپړ امن او د اسلامی او وطنی اخلاقو او اخوت یوه ډیره ښه نمونه وه او ولس بیله هیڅ ډول تبعیض او ازار څخه د ټولو په خدمت کې پوره اخلاص درلود او مسؤلیت یې باله. د دې لپاره چې بی وزلی مسافر وطنوال د کلیوالو له خوا د میلمنو په حیث وپالل شي، په هغه وخت کې په ځینو سیمو کې حتی د لویو لارو په سر د پرتو کلیو سره نزدی د هوټل جوړیدو اجازه نه ورکول کیده (مثلآ سپینه (اومنه)، پاسنی (سروبی) او نورو کلو کی).د پکتیکا سیمه  د شورویانو له تهاجم سره د مخالفت او مقاومت لومړنئ سنګر وو. د هیواد له آزادو شویو ولایتونو څخه لومړنی ولایت وو.

همدغه وجه وه چی شورویانو د پکتیکا په ځینو سیمو، مثلآ اورګون او سروبی کی په بی رحمی سره دومره ډول ډول بمونه استعمال کړی وو چی شاید نمونی یې د هیواد په محدودو سیمو کی ولیدل شی. د پکتیکا په لویو سیمو کی اوسیدونکی د بیرحمانه بمباریو له وجی حتی ټوله سیمه په یوه ورځ او شپه کی له کورو وتلو ته داسی مجبور شوی وو چی د پخلی دیګونه یې په نغری پاته شوی دی (مثلآ د اورګون او سروبی ولسونه). د دغی دوری ډیری ناخوالی شته خو د ولسونو د دغسی بی حده قربانیو یادونه یې هم چا ونه کړه.د دغې دوری یو بل مهم اړخ دادی چی سره لدې چی د هیواد د نورو سیمو په شان د پکتیکا وسلونه هم په مختلفو احزابو کی ویشلی او بسیج شوی وو او ټول یې خپلو احزابو ته متعهد او وفادار وو، اما خپل منځی اختلافونه یې هيڅ وخت هم د جګړو تر سرحده نه وو رسیدلی. سره لدې چی د ټولو جهادی احزابو مخور مشران، طرفداران او مسلح افراد او ګروپونه پکی وو، حتی د کلیو په سطحه ولسونه لاسره ویشلی وو، اما بیا هم پدې ټوله دوره کی، د یو دوو پیښو په استثنآ، د ولایت په ټوله ساحه کی یو تن هم په خپل منځی جګړو کی نه دی وژل شوی. سره لدې چی د هیواد په نورو ولایتونو او سیمو که لا څه چی د پکتیکا ولایت څیرمه زرمت (پکتیا) او شلګر (غزنی) ولسوالیو کی لسګونه او حتی سلګونه کسان په یوه او بل نوم وژل شوی وو.

د کشمیر په آزادي کې د پکتیکا والو قرباني   کله چې په ۱۹۴۷م او۱۹۶۵م کلونو کې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په سر جنګونه وشول، نو د پاکستان حاکمانو د سرحد ولسونو له اسلامي احساس څخه د ځان په ګټه ښه کار واخیست. د اوسنی پکتیکا میشتو ولسونو یوه برخه کوچی او نیمه کوچی زوند درلود او حتی یو محدود شمیر یې لا تر اوسه هم کوچی زوند لری- مثلا، دوتاڼی، سلیمانځی، کم شمیر خروټی (زاولی خیل، امندخیل) اوسلیمانخیل (  تاروخیل/ علیخیل). په عمومی توګه ولسونو، په خاصه کوچی ولسونو ته د ډیورنډ کرښه هیڅ معنی نلری او د سرحد ها خوا هم د خپل هیواد برخه ور ته ښکاری. د پاکستان پخوانیو حکومتونو د دغو ولسونو یو شمیر مشرانو ته د «لیډر پونده» په نوم هویت ورکړی وو او پدې ترتیب  یې منلی وه چې دغه ولسونه د دغی سیمې واکداران دی او حق لری چې چیری چې وغواړي واوسیږي.

کله چې په پاکستان سخته راغلې نو د اسلامي ورورولي له مخې یې په ډیر چل سره د دغو کسانو څخه د جنګ لپاره مرسته غوښتلی او کار یې ځینی اخیستی دی. بله دا چې  ولسونو د ډیورڼد کرښه نه منله او دا چې پخوا کشمیر هر وخت زموږ د هیواد یوه برخه وه نو داسی به یې بلله لکه چې د خپل هیواد لپاره جګړه کوی.  بله مهه خبره دا هم وه او حتی لا تر اوسه هم ده چی د کشمیر مسئلی ته د اسلامی خاوری او مسلمانو څخه د دفاع رنګ ورکول کیده او حتی لا ور کوی کیږی. همدغه مسئلی و ی چی  د ۱۹۴۷ م او ۱۹۶۵ م کال په جکړو کې پکتیکا میشت ولسونه د پاکستانی کشمیر په نیولو کې په مقدمه کرښه کې وو.

د ۱۹۴۷ م کال د کشمیر د جنګ د یوه تن له خولی می اوریدلی دی چې دوی د جمو کشمیر لویه برخه نیوی وه. د دغو ولسی لښکرو شاید ډیر مشران وو او شاید ډیر یې وژل شوی هم وی، خو دا چې نه یې قیادت وو،  نه واحده قومانده او نه یې څوک د پوښتنی وو، نو هیڅ کره معلومات نشته. د ۱۹۶۵ م کال د جګړی د یوه ګډون کوونکی کس له خولی می اوریدلی وو چې کله چې د هند او پاکستان تر منځ اوربند وشو نو پاکستانی فوځیانو ولسی لښکری محاصره او په زور یې له صحنی څخه را لری کړی . راته ویلی یې وو چی د دوی د یوه کنډک قوماندان چابک آغا ( د اورګون د سیدانو ) وو. نوموړی را ته ویلی چې کله چې دوی د پاکستانی فوځیانو لخوا محاصره شول، نو تر هغو یې مقاومت کاوو چې کله یې قوماندان، چابک آغا، په لاس ټپی شو. تر هغه وروسته بیا دوی ټول د فوځیان پلاس بندیان او تر يو څه وخت وروسته بیا خوشې او له سیمې څخه را وشړل شول.

مشرقي پاکستان (بنګله دیش) کې د پکتیکاوالوځوانانو قتل عامد هند لویې وچې ته د افغانانو تګ را تګ د غلجیانو له زمانې را نیولی بیا تر غزنویانو، ابدالیانو او حتی محمدزایانو پورې اوږده سابقه لري. محمد غلجی زر کاله پخوا په بنګال کې لومړنی افغان پاچا او په سیمه کې د حکومتی نظم جوړولو مؤسس بلل کیږی.

افغانانو، او بیا په خاصه د اوسني پکتیکا میشتو ولسونو  په برطانوي هند کې لا پخوا کاروبارونه لرل. د هند او پاکستان د جلا کړون څخه وروسته هم ډیر شمیر افغانان د بنګال او هند په ډیر سیمو کې په تجارت او کاروبار مشغول وو. اکثرو یې افغانی پاسپورتونه لرل خو یو کم شمیر یې په پخوانی نوم دوه تابعیته زوند هم درلود.

په ۱۹۷۱م کال چې د بنګله دیش د جوړیدو په سر جګړه پیل شوه نو د پاکستان حکومت بیا هم له یوه نیرنګ څخه داسې کار واخیست چې بنګال ته یې پښتانه جنرالان د جنګ د ګټولو په هیله ور ولیږل- جنرال نیازی او جنرال ټیکه خان دوه نومونه  وو چې که په خټه هر څوک وو خو نومونه یې پښتنی ښکاریدل. د بنګالیانو د بیلتون په جګړه کې د هند مداخله د جګړی بی رحمه شکل نور هم تند کړ. بنګالی عوامو دا نشوه درک کولای چې پښتانه (چې اکثرو یې افغانی پاسپورتونه لرل) د پاکستانی فوځیانو سره تمیز کړی.

په غالب ګمان پاکستانی حکامو هم غوښتل چې په غیرتمنو او قوی هیکله پښتنو پوری، چې پخوانی تاریخ یې هم له میړانو او سوبو ډک دی او په سیمه کې په توره اومیړانه ښه پیزندل شوی وو، ځان تیر کړی.په بنګال کې د افغانانو (او په خاصه پکتیکا والو) شمیر که څه هم معلوم نه وو خو ډیر وو. د پکتیکا د سیمې ډیر ځوانان چې هلته یې کاروبارونه کول ورک او نادرکه شول. د ځینو مصاحبو په حواله په ډاکه او نورو سیمو کې د عبدالخالق سلیمانخیل او محمد جان لنډیزی تر مشری لاندی د اوسنی پکتیکا میشتو ولسونو ځوانان چې هلته اوسیدل، د ځان د خلاصون لپاره سره بسیج شوی وو. که څه هم کره شمیر یې ندی معلوم، خو تر ۲۰۰-۳۰۰ تنو پورې ځوانان ورک شول. د ځینو کیسو له مخې دغه ځوانان په ډیره بې رحمي سره داسی وژل کیدل چې لومړی به يې وینه ځینی ایستله او بیا به یې دسند اوبو ته لاهو کول. د اوسنی پکتیکا میشتو ولسونو (په خاصه کټواز، سپینه، اورګون) داسی کورنی هم وی چې څو تنه یې لا درکه او وزل شوی وو.

دا چې نه یې دولت پوښتنه کوله او نه یې بل څوک وو چې حال یې واخلی، نو په اصطلاح د«بیستو» په حساب کې ولاړل. کورنی یې تر ډیره د غم په حال کی د راتلو په هیله وی، تر هغو چې لس پنځلس کاله وروسته یې زړونو ومنله چې ځوانان یې په داسی یو جنګ کې وژل شوی چې له دوی سره یې هیڅ اړه نه درلوده. د خپګان خبره دا ده چې د وخت حکومت، چې له هند سره یې ښی اړیکی هم لرلی، هم هیڅ و نه کړل – شاید خبر شوی به هم نه وی!

له پکتیکا میشتو ولسونو څخه د وخت د حاکمانو ځینی خاطرید پکتیکا د ولایت له تشکیل څخه را پدیخوا د دولت حاکمانو یوه هم له ولس سره اشنایی نه درلوده او زړه یې هم نه ور باندی خوږیده. داسی حاکم به ډیر کم تیر شوی وی  چی ولس ورسره شناخت یا دوی د سیمی او ولس سره شناخت لرلی وی. مرکزی حکومت همیشه د شپږمی ګوتی په شان معامله ور سره کړی ده. سره لدی چی میشتو ولسونو له دولت سره همیشه مرسته کړی خو دولت یې هیڅکله نه په غم او نه په خوشحالی کی شریک شوی دی. په لاندی کرښو کی  د سپهسالار نادر خان او  امیر عبدالرحمن خان یو څو خاطری چی له پکتیکا میشتو ولسونو څخه یې  لرلی، را نقلوم.   وایی چی کله چی سپهسالار نادر خان د آزادی په جګړه کی د سروضی سیمی ته راغلی وو نو مشرانو د هغه د میلمه پالنی او احترام لپاره واړه ماشومان ورته درولی وو. وایی چی نادر خان له وړو جنکیانو څخه د دوی د نوم پوښتنه کوله او هری یوی به خپل نوم ور ته بیاناوو. د لین په پای کی یوی ماشومی ور ته وویل: «بله نسته».  نادر خان ور ته وویل: میفامم، که دیګه نیست، میګم نامت چیست؟

هغی به یې په ځواب کی په معصومانه زبه بیا بیا ور ته ویل «بله نسته!».  تر هغو چی بل چا یې  پاچا صاحب په مطلب پوه کړ!کله چی امیر عبدالرحمن خان، د افغانستان فولادی پاچا، له خپل تره محمد اعظم خان سره یو ځای د امیر شیرعلیخان تر دوهم ځل پاچاکیدو وروسته تیښتی ته اړ شو نو د اوسنی پکتیکا  له لاری له هیواد څخه ووت.  امیر عبدالرحمن خان په خپلو خاطرو (تاج التواریخ) کی لیکی چی د زنه خان په سیمه کی تر اخری ماتی وروسته مجبور شوو چی د ذرمت (زرمت) له لاری سروضی، پیرمال (اورګون) او بیا په وزیرستان کی د مرغی سیمی ته ولاړ. امیر لیکی چی د سروضی، پیرمال اود مرغی ولسونو مو ښه میلمه پالنه وکړه. تر هغه  په وروسته سفر کی مو هر څه تمام شوو او یوه روپی می درلوده. زړه می وشو چی غوښه وخورم ، غوښه، څه پیاز او غوړی مو واخستل او په اوسپنیز دیګ کی می په اور بار کړل. کباب ته می شوق شوی وو نو نیمه غوښه می په یوه رسۍ  او د لرګو په څو ټوټو، وپییله او د اور له پاسه می ځوړند کړه. خو کله چی می له دیګ څخه خواړه را ایستل نو «سګی به ګمان اینکه طناب و یک رودهُ حیوانی میباشد طناب را به دهن ګرفته کشید و طناب را با خود برد. سوارها دویدند نګذارند، ولی تمام مطبوخ ریخته بود» (یعنی کباب سپی یووړ او په دیګ کی پاخه خواړه په خاورو کی چپه شوی و). (تاج التواریخ، ۱۲۶ مخ).امیر عبدالرحمن خان په بل ځای کې لیکی چی د دغه سفر په جریان کی چی له وزیرستان څخه د کاکړو سیمی ته ولاړ نو هلته یی له یوه  سړی څخه پسه واخیست او چی کله می پسه حلال کړ، څښتن یې وویل چی پښیمانه دی او بیرته یې خپل پسه وغوښت. ما ور ته وویل چی حلال شوی دی، هغه ټینګار کاوو او ویل یې چی په کرامت یې بیرته ور ته را زوندی کړم…… څه وخت وروسته د هغه پسه خاوند د احترام لپاره راغی او په ډیر تعظیم سره یې  کباب شوی ورئ او مستي را وړی. ما ځینی وپوښتل چی  «چرابه بهانهُ ګوسفند می خواستی نزاع نمایی؟ جواب داد محمد سرور خان در قندهار با من بد سلوکی کرده بود، حالا می خواستم در عوض از شما تلافی نمایم». ( مخکینئ مآخذ، ۱۳۱ مخ).

نتیجه او سپارښتنې لکه چی لیدل کیږی چی د پکتیکا سیمه او میشته ولسونه یې لکه چی د دوی حق دی، هغه ډول نه پیزندل شوی او نه معرفی شوی دی. د پکتیکا د ولسونو ډیری قربانی چی تر بل چا به کمی نه وی،  حتی یادی شوی هم نه دی. د سیمی اوولسونو د مسایلو او ستونځو د نه رفع کیدلو اساسی عامل د ستونځو نادرست او سطحی تحلیل بلل کیدای شی. د اهل، متقی او زړه سواندی قیادت او حاکمیت نه لرل یې د سیمی او ولسونو د بدبختیو بل لوی عامل دی. د سرحد په ساتنه کی د ولسونو رول او له هیواد څخه د باندی منازعو کی د پکتیکاوالو د قربانیو تاریخی شواهد شاید له ملی حکومت سره مرسته وکړی چی په بین الدولی منازعو کی یې دهیواد په ګټه و کاروی. پدې ترتیب کیدای شی  پکتیکا والو ته یې هم کومه ګټه ورسیږی!د سیمی د ځنګلونو پالل، احیا او ساتنه، تر مځکی لاندی اوبو څخه مناسبه فنی استفاده، د محصولاتو له پاره د بازار میندل، تخنیکی او فنی مشوری ور کول، او په عمومی توګه د ستونځو علمی تحلیل به د ولسونو د زوند د سطحی د ښه والی او سوکالی لپاره ډیره مرسته وکړای شی.  پکتیکا وال زړور، کسبګر او زحمت کښ خلک دی او د مزدوری، کاروبار او تجارت لپاره هر ځای او هر ډول تکلیف ګاللو ته تیار دی. پکتیکا وال دسیمی او منځنی ختیځ په ټولو هیوادونو کی  له لاسی مزدوری نیولی تر لویو لویو تجارتونو پوری په دلاوری او میړانه تر سره کوی. په هند، پاکستان او بنګله دیش کی د کاروبار کولو اوږده تاریخی سابقه لری چی د دغو هیوادونو ترعمرونو ډیر زیات دی، ډیر یې د منځنی ختيځ په هیوادونو کی او تر یوه حده د جنوبی اسیا په نورو پرمختللیو صنعتی هیوادونو کی ښه تجارتونه او کاروبارونه لری. برسیره پردې  ډیر پکتیکاوال ځوانان هم په ایران کی په ډیرو شاقه کارونو کی مشغول دی. وایې چی «کلي مو لکه هوټل داسی دی- بل چیری یې ګټو او په کلی کور کې یې مصرفوو»! پدې ترتیب سره د پکتیکا والو ونډه د  ملی اقتصاد په لوړولو کی هم تر نورو کمه نه ده. خو دغه ډول عایدات او عایداتی منابع هم دولتی تنظیمونی او منل ایجابوی تر څو د سیمی او ولس په خیر ښیګڼه کی کار ځینی واخستل شی.

په درنښت داکتر منصوري

اخځلیکونه/مآخذامیر عبدالرحمن خان (۱۳۷۳ هش). تاج التواریخ – تاریخ افغانستان. پیښور: سبا کتابخانه.بینوا ویبپاڼه بریښنایی سایټ د حمل میاشت، ۱۳۹۲ هش نشریات.  دری (د یوولسم ټولګی درسی کتاب) د منهاج الدین سراج جوزجانی  طبقات ناصری کتاب په حواله.رفیع، حبیب الله. (۱۳۸۶ هش) .  کتابونه دریابونه. پیښور: د صافی د موقوفاتو اداره.سید رسول (۱۴۰۵ هش). نظری به عهد سلطنت آمانی. پیښور: کمیټه فرهنګی اتحاد اسلامی. عبدالحی حبیبی  (۱۳۴۶ هش) تاریخ مختصر افغانستان.کهزاد، احمد علی (۱۳۴۶هش )  افغانستان در پرتو تاریخ – مجموعه مقالات تاریخی رادیو افغانستان.کابل: دولتی مطبعه. د کتاب چاپولو مؤسسه، ۴۱ خپرونه.ګوملی، نواب.   خلقت په پښتو زبه د قرآن کریم د څو سورتونو تفسیر. ډیلی:منصوری، امیر محمد (۱۳۹۲ هش  پکتیکا – په کنډوالو کی خزانی او که کنډواله شوی خزانی. تاند بریښنایی سایټ.له یو شمیر افرادو څخه مستقیمي اوریدلې کیسی او مصاحبې. د لیکونکی خپل ځانی مؤثق مشاهدات او لیدنی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x