نظــر

ټاکنې،د افغان وژنې دسيسه!

دکرزي د بدنام رژيم په لومړيو ټولټاکنو کې نسبتاً کرارې وه، او د دې لويې ډرامې د تمثيل په وخت کې عامو خلکو ته  فزيکي زيان نه دى اوښتى، مګر په حقيقت کې د هرې رايې ورکول د کرزي په فاسده ډلګۍ کې د ګناهونو په کتار کې خپل ځان ور زياتول و، خو د ناټو په پيسو په ولاياتوکې راډيوګانو دومره چيغې وکړې، چې زموږ د کلي هغو ښځو چې مېړونو يې نيم متر شملې پرې اېښې وي، هم په رايه ورکولو کې درنګ ونه کړ.

له هغه وروسته د کرزي په وړاندې د ولسي پاڅون پر سپېڅلې مبارزه کلونه اوړي او د دې مبارزې د اتلو لارويانو يو اصل همدا دى، چې دا د ټولټاکنو پر نامه ډرامه به په خپلو ترحاکميت لاندې سيمو کې نه پرېږدي.ځکه خوموپه  دويم وار ټولټاکنو کې  وليدل چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې څومره افغانان ووژل شول او څومره تاوانونه واوښتل؟
د دې ډارمې په سرکې لوبغاړي او ډايکټران ښه پوهېږي، چې د دې ړانده ولس دهروګړي رايه يوه زره ارزښت هم نه لري، ځکه هغه به کاميابېږي چې زموږ د ګټوپلوى وي. نو بيا ټولټاکنې د څه لپاره؟
لومړى دا د ټولټاکنو نوم، تر پوښتنې لاندې دى، ځکه په افغانستان کې کله هم ټولټاکنې نه دي شوې، د ټولټاکنو معنى داده چې په ټاکنو کې به ټول ګډون کوي، په داسې حال کې چې له لومړي ځل پرته، په هروار کې دهېواد په بېلابېلو سيموکې څلوېښت سلنه وګړو هم ګډون نه دى کړى. نو دا بايد ټولټاکنې ونه ګڼل شي، ښايي ټاکنې نوم ورته کفايت وکړي، ځکه بې له هغه هم د امريکا د ګټو لپاره په ارګ کې هغه ريبوټ په څوکۍ نسبېږي چې دوى يې ټاکې، ځکه نو دا ټاکنې دي، نه ټولټاکنې.
دا چې ټاکنې د څه لپاره؟ مهمه پوښتنه ده، دهېواد اوسنۍ وضعې ته په کتو چې د هېواد شاوخوا اتيا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده،په ټول هېودا کې مو په هرچا کې دومره سياسي شعور هم نشته چې د ټول هېواد لپاره د يو واکمن(!) د ټاکلو ټولې خواوې وڅېړې، نو بيا ولې د کرزي رژيم بيا غواړي، ټاکنې ترسره کړي؟؟؟
ځکه چې د دې افغان وژونکي دولت دخپلو کارونو دليست په سر کې يو هم دادي چې دا ملت بايد په خپل غم اخته وساتل شي،که له خپلو غمو راخلاص شو، نو د اتيا سلنې پر ځاى به مو سل په سلو کې حکومت چپه وي، او د دې غمونو د کرلو لپاره يې د دوى په منځ کې د بې کارۍ تخم وشيند، چې دې بې کارۍ غريبي راپيدا کړه، غريبي لوږه راپيداکړه او لوږې د ملت مخونه په بله کړل، او دې غريبي دولت ته لا دا ګټه هم ورورسوله چې اوس که د دې مظلوم ملت په ځوان د پيسو په بدل کې خپله هره ګټه ترلاسه کوي، ځوان ترې د پيسو په خاطر انکار نشي کولاى، د دې تر ټولو ښه مثال د کرزي د بلواکه رژيم  په اصطلاح ملي اردو ده، چې که له هرځوان نه يې وپوښتې چې ولې اردو ته راغلى يې؟ ددې پرځاى چې د شعوري راتګ خبره وکړي، ياهم د هېواد د ګرانښت ياهم په ټيټو سترګو د امريکايانودساتلو خبره وکړي، سمدستې وايي: څه وکړم؟ کار روزګا نشته، دوولس نفره کهول لرم.
ايا هغه دولت(!) چې د هغوى نظامي او دفاعي ځواک په رواني خوارځواکۍ اخته وي او خپلې مهمې دندې ته د مجبوريت او هغه هم د داسې مجبوريت چې بايد ژوندى پکې پاتې شي، راغلى وي، دا به د هغه چا په وړاندې مبارزه وکړاى شي، چې نه په هوټلو کې پلوونه خوري، نه لوکسې جامې غواړي، نه لوکس موټراو ښايسته کورونه غواړي او نه هم معاش، او تر ځان د باروتو جامې راتاووي!!؟؟
هيڅکله هم نه!
نو، ټاکنې هم د دې مفسد رژيم چې زموږ په ګران هېواد کې د امريکاد ګټوپلي کوونکى دى، يوه افغان وژونکي دسېسه ده، ځکه څو ورځې وړاندې يو لوړپوړي امريکايي چارواکي ويلي و،چې دکابل او واشنګټن تړون به راتلونکى ولسمشر امضاء کوي او هغه به زموږ پرخوښه وي.
د خوښې خبره دامعنى لري،چې  دخلکورايه هيڅ ارزښت نه لري، او دټاکنو په نامه نمايشي ډرامه به يواځې پر دې خاطر وي،چې لسګونه اربکيان، سلګونه پوليسان او اردو پکې ووژل شي، او همدارنګه پکې طالبانو ته هم زيان واوړي، د دې ګټه به داوي،چې بيا به نو څوکاله نور همدا مظلوم او محکوم ملت د خپلو مړيو په وير اخته وي، او د ټاکنو پايلوته به څوک هيڅ په تمه نه وي، دا (څوک) د کابل په شپږ پوړيزه ودانۍ کې د کمپيوټر مخې ته ناست نيکټايي تړلى ځوان نه دى، بلکې هغه مظلوم ملت دى چې يو زوى يې په اربکيانو وژل شوى او يو ورور يې په طالبانو کې شهيد شوى. دملت دغسې کورنۍ به کله هم د دې په تمه ناسته نه وي، چې ته صبر د ټاکنو په پايلوکې کوم مفکر(!) رامخکې کېږي او که کوم مفتي(!)؛ بلکې دا ويرجنې کورنۍ به کلونه په خپل وير اخته وي او په کليو او بانډو کې به د طالبانو او دحزبيانو(اربکيانو) ترمنځ جګړه په درز کې روانه وي. چې په پايله کې به يې ګټه د وخت ګوډاګۍ ادارې ته رسېږي، نو تر ټولوښه به داوي، چې د اربک، پوليس، اردو پرنوم د پيسو لپاره په دې کتارکې درېدلي ځوانان حقايق درک کړي، او خپله ګل ځواني دي د امريکا ياهم په کابل کې د عياشانو لپاره نه قرباني کوي، ترڅو مو د دې افغان وژونکې دسيسې مخه هم نېولې وي، او ټولې نړۍ ته مو داهم ثابته کړې وي،چې موږ که هرڅومره سره ووېشې، سره خپل يو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x