دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (لسمه برخه)

دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې مو د شیطان د دښمني په شلو صورتونو خبرې وکولې پدې برخه کې پدې باندې خبرې کوو چې لکه څرنګه چې د انسانانو په مینځ کې جنګ وي مقابلې ته ځان تیاروي ، لښکر ور مخې ته ګوي ، مشر ټاکي او داسې نور داسې شیطانان هم د انسان سره د مقابلې لپاره دا هر کوښښ کوي د تېرې برخې په دوام …

شیطان له انسان سره مقابله او جنګ کوي

اوس که انسان هرڅو د شیطان له دښمني او جنګ نه غافل شي خو شیطان ۲۴ ساعته دده جنګ ته تیار دی او له ده سره په داسې توګه جنګ کوي چې په اکثرو حالتونو کې انسان دهغه جنګ احساس نشي کولی او جنګ هم بالکل داسې کوي لکه څنګه چې په دنیا کې یوه ډله انسانان له بلې ډلې سره جنګ کوي د مثال په ډول :

مشر او فوځیان لري

څنګه چې انسانان په خپلو مینځونو کې جنګونه کوي نو د جنګ لپاره یو مشر لري او نور کسان فوځیان لري نو داسې چې شیطان له انسان سره جنګ کوي نو په همدې ډول په دوی کې مشر وی او همداسې فوځیان وي لکه الله جل جلاله چې فرمايي : فَكُبْكِبُوا فِيهَا هُمْ وَالْغَاوُونَ (94) وَجُنُودُ إِبْلِيسَ أَجْمَعُونَ (95) . سورة الشعراء

ترجمه : پس وبه غورځول شي (دا بتان) نسکور په دغه (دوزخ) کې دوی (او هم ) ګمراهان او لښکر د ابلیس ټول (عابدان او معبودان) .

او دا لښکري کله د دوی د جنیاتو لښکرې وي او کله په دنیا کې د انسانانو ډلې ګمراه شي او د شیطان لپاره داسې خدمتونه کوي لکه دوی چې بعینه د شیطان خپلې لښکرې وي .

له مشر سره مرسته کوي

لکه په دنیا کې د انسانانو د ډلې فوځیان چې له خپل مشر سره په کارونو کې مرسته کوي او له هغه سره مینه کوي داسې د شیطانانو فوځیان هم شته چې د خپل مشر سره دوستي او مرسته کوي لکه الله جل جلاله چې فرمايي : فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا (76). سورة النساء
ترجمه : نو جنګ وکړئ تاسې له دوستانو د شیطان سره!، بېشکه چې مکر د شیطان ضعیف دی .

شیطانان تنظیم لري

داسې په دنیا کې چې د خلکو تنظیم او ډله وي داسې د شیطانانو هم د جنګ لپاره تنظیم او ډله شته چې د انسان سره په جنګ کې ورڅخه کار اخلي لکه الله جل جلاله چې فرمايي : اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ أُولَئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ (19) . سورة المجادلة
ترجمه : غالب شوی دی پر دوی باندې شیطان نو هېر کړی دی شیطان له دوی نه ذکر یاد د الله جل جلاله (دغه هیروونکي کسان) لښکر د شیطان دی واورئ! خبر دار شئ! بېشکه لښکر تابعان د شیطان هم دوی دي زیانکاران (چې ئې ورکړل د لاسه باقي نعمتونه او ځانونه ئې وغورځول په ابدي زحمت کې) .

شیطان چریکي ډلې لري

لکه په دنیا کې د انسانانو د جنګ په وخت چې دوی چریکي ډلې لیږي داسې شیطانان هم د انسانانو د بې لارې کولو لپاره ډلې لیږي او بیا په هغوی کې غوره کس هغه وي چې هغوی انسانان په کومه لویه فتنه آخته کړي وي لکه حضرت جابر رضی الله عنه چې فرمايي : سَمِعْتُ النَّبِيَّ – صلى الله عليه وسلم – يَقُولُ: إِنَّ عَرْشَ إِبْلِيسَ عَلَى الْبَحْرِ فَيَبْعَثُ سَرَايَاهُ فَيَفْتِنُونَ النَّاسَ فَأَعْظَمُهُمْ عِنْدَهُ أَعْظَمُهُمْ فِتْنَةً. صحیح مسلم
ترجمه : ما له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه واورېدل چې فرمایل یې : بېشکه د ابلیس د بادشاهی تخت په بحر باندې دی هغه چریکی ډلې ليږي او هغوی خلک په فتنه کې اچوي په هغه لېږل شویو شیطانانو کې د ابلیس په وړاندې غوره هغه دی کوم چې په خلکو کې لویه فتنه اچولې وي .

شیطان آسونه لري

لکه چې چې په د نیا کې یوه ډله خلک له بلې ډلې سره جنګ کوي نو دوی آسونه استعمالوي داسې شیطانان هم له انسانانو سره په خپل جنګ کې آسونه استعمالوي لکه الله جل جلاله چې فرمايي : وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَولَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا (64). سورة الاسراء

ترجمه : او وخوزوه (را ګیر کړه) هغه څوک چې طاقت دې رسیږي پر هغه باندې له دوی نه به غږ (بلنه) خپله سره (فساد ته) او را کاږه (را ټول کړه ګمراهي ته) پر دوی سپاره خپل او پیاده خپل او شریک شه له دوی سره په مالونو کې او په اولادونو کې او وعده کوه له دوی سره (د درواغو) او نه کوي وعده له دوی سره شیطان مګر (په) مکر باطل (او فریب سره چې خطاء ورته ثواب ښکاروي) .

شیطان غشي لري

لکه په جنګ کې چې خلک غیشي استعمالوي داسې شیطان هم غیشي لري چې ویشتل ورباندې کوي حضرت ابن مسعود رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایل : إِنَّ النَّظْرَةَ سَهْمٌ مِنْ سِهَامِ إِبْلِيسَ مَسْمُومٌ، مَنْ تَرَكَهَا مَخَافَتِي أَبْدَلْتُهُ إيماناً يَجِدُ حَلاَوَتَهُ فِي قَلْبِهِ.

ترجمه : بېشکه نظر د ابلیس له غشو نه یو زهرجن غشی دی (الله جل جلاله فرمايي) څوک چې نظر (نا روا ته) زما له وېرې پریږدي زه به په بدل کې داسې ایمان ورکړم چې خوږ والی یې په زړه کې محسوس کړي .

شیطان بیرغ لري

لکه د انسانانو ډله چې له بلې ډلې سره جنګ کوي له دوی سره بیرغ وي داسې شیطان هم بیرغ لري رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي : مَا مِنْ خَارِجٍ يَخْرُجُ إِلاَّ بِبَابِهِ رَايَتَانِ: رَايَةٌ بِيَدِ مَلَكٍ، وَرَايَةٌ بِيَدِ شَيْطَانٍ، فَإِنْ خَرَجَ فِيمَا يُحِبُّ اللَّهُ – عز وجل – تَبِعَهُ الْمَلَكُ بِرَايَتِهِ، فَلَمْ يَزَلْ تَحْتَ رَايَةِ الْمَلَكِ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَى بَيْتِهِ، وَإِنْ خَرَجَ فِيمَا يُسْخِطُ اللَّهُ تَبِعَهُ الشَّيْطَانُ بِرَايَتِهِ فَلَمْ يَزَلْ تَحْتَ رَايَةِ الشَّيْطَانِ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَى بَيْتِهِ.

ترجمه : هېڅ وتونکی له خپل کور څخه نه وزي مګر د هغه په دروازه کې دوې جنډې (بیرغونه) وي یوه جنډه (بیرغ) د پرښتې او بله د شیطان په لاس کې وي که دا کس په داسې څه کې ووتلو چې په هغه د الله جل جلاله محبت وي نو پرښته ورپسې خپل بیرغ وروړي نو ترڅو چې هغه بېرته کورته نه وی را ستون شوی دی د پرښتې تر بیرغ لاندې وي او که په داسې کار پسې ووتلو چې هغه الله جل جلاله په قهر کوي نو شیطان ورپسې خپل بیرغ یوسي نو ترڅو چې بېرته کور ته را ګرځي دی د شیطان تر بیرغ لاندې وي .

حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه فرمایي ما له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه واورېدل چې فرمایل یې : مَنْ غَدَا إِلَى صَلاَةِ الصُّبْحِ، غَدَا بِرَايَةِ الإِيمَانِ. وَمَنْ غَدَا إِلَى السُّوقِ، غَدَا بِرَايَةِ إِبْلِيسَ. سنن ابن ماجه

ترجمه : څوک چې په سحر وختي کې د سحر مانځه ته له کوره ووتلو نو ده د ایمان په بیرغ سره صبا کړو او څوک چې اول په سحر وختي کې بازار ته ووتلو هغه د ابلیس په جنډه سره صبا کړو .

شیطان محاصره کول کوي

کله چې په جنګ کې څوک وتوانیږې نو په هغوی باندې له هره اړخه راځي او هغوی په مینځ کې محاصره کوي ترڅو یې مغلوب کړي داسې شیطان هم انسان له هر لوري نه محاصره کوي لکه الله جل جلاله چې مونږ ته د شیطان قول را نقل کوي چې هغه ویل : ثُمَّ لَآَتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ (17). سورة الاعراف

ترجمه : بیا خامخا راځم زه دوی ته (په هر وخت ) له وړاندې د دوی او له وروسته د دوی او له ښیو (طرفو) د دوی او له کیڼو (طرفونو) د دوی او نه به مومې ته اکثر د دوی شکر ایستونکي (مؤمنان) .

شیطان دام ږدي

شیطان د انسان د را بندولو لپاره کله انسان ته په لاره کې دام هم ایږدي رسول الله صلی الله علیه و سلم د تعلیم په ډول د شیطان له دام نه پناه غوښته د رسول الله صلی الله علیه و سلم له دُعا ګانو څخه ده چې هغه صلی الله علیه و سلم به فرمایل : أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ نَفْسِي وَشَرِّ الشَّيْطَانِ وَشَرْكِهِ.
ترجمه : زه پناه غواړم له شر د خپل ځانه او له شر د شیطانه او د هغه له دامه .

شیطانان تعهد سره کوي

شیطان د خپلو ملګرو د تکړه کولو او ټینګولو لپاره تعهد هم سره کوي ، د خپلو ملګرو سره تر آخري حده پورې د درېدو تعهد وکوي ترڅو یې ملګري مقابلې ته ټینګ شي لکه الله جل جلاله چې فرمايي : وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ )48( سورة الانفال

ترجمه : او (یاد کړئ) هغه وخت چې ښايسته کړي وو دغو (کفارو) ته شیطان عملونه د دوی او وې ویل چې نشته هېڅ غالب پر تاسې نن ورځ له خلقو او بېشکه زه ساتونکی یم ستاسې ، نو کله چې سره ولیدل (مخامخ شول) دواړه فوځونه (د اسلام او کفر) بېرته ئې منډې کړې په پوندو خپلو (یعني و تښتېده) او وئې ویل بېشکه زه بېزار یمه له (ساتنې) ستاسې او بېشکه زه وینم هغه (فوځ د ملائکو چې راځي په معاونت د مؤمنانو) چې نه يې وینئ تاسې بېشکه زه ویریږم له الله جل جلاله ا و الله جل جلاله سخت دی عقوبت (دده) .

نور بیا ان شاء الله…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x