شعـــــرونه

سباوون دی/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

مسلمانه ځان بيدار کړه سباوون دی
ځه مسجد ته لږ تلوار کړه سباوون دی

رڼايي شوه وخت د لمونځ دی آذان شوی
د الله تسبيح اذکار کړه سباوون دی

اودس وکړه او په مينه لمونځ ادا کړه
رضا خپل پروردګار کړه سباوون دی

د خپل رب کور ته اوچت کړه قدمونه
پر شيطان بل سور انګار کړه سباوون دی

د سحر وخت ډېر بې حده قېمتي دی
ځان ښايسته په استغفار کړه سباوون دی

د قرآن په تلاوت رب خوشحالېږي
تلاوت ماښام سهار کړه سباوون دی

د جنت په لار کې شته دي زحمتونه
تکليفونه پر ځان بار کړه سباوون دی

( فيضاني ) هله شپه تېره شوه راويښ شه
کلمه بيا بيا تکرار کړه سباوون دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x