شعـــــرونه

د سيف مومند په ياد کې/ مسلم يار

مسلم يار شينوارى

څنګه هېر ګړم ستا يادونه سيف مومنده
ښکلوم دې تصويرونه سيف مومنده

د بڼو په تار پېيمه خپلې اوښکې
جوړوم ترې امېلونه سيف مومنده

ته خو لاړې مونږ دې پرېښودو يوازې
د محفل نشته خوندونه سيف مومنده

نن دې قبر ته درځم چې راته وکړې
څو خواږه خواږه غږونه سيف مومنده

جدايې دې راته راکړل ډېر بې وخته
په زړګي باندې داغونه سيف مومنده

خداى دې ونازوه تل په خپله مينه
خداى دې درکړي جنتونه سيف مومنده

{مسلم يار} به دې خوند اخلم له شعرونو
يادوم دې غزلونه سيف مومنده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x