ورزش

کرکټ: د بقا جګړه

نن ټکی اسیا: د اسیا جام په سیالیو کې نن /شنبه ۱-مارچ-14/ افغانستان او بنګلادیش د خپلې بقا لپاره  ممکن سخته جګړه وکړي.
دواړو لوبډلو خپل لومړنۍ سیالۍ بایللي. بنګلادیش  مهم لوبغاړي ټپیان  دي. د بنګلادیش د لوبډلې کپتان مشفق الرحیم چې نن سبا خورا پیاوړې لوبه کوي، اوږو کې تکلیف پیدا شوی او امکان لري چې نن ونه لوبیږي،   همدا  راز  ددغې لوبډلې یو بل مهم لوبغاړی اوپنر تمیم اقبال  د اسیا جام تر سیالیو مخکې ټپي شوی او دی هم په لوبډله کې شامل نه دی.  شکیب الحسن چې د بنګلادیش د ملا تير حیثیت لري هم د یو غیر اخلاقي حرکت له امله له دری میچونو څخه د ناستې سزا تېروي. خو د بنګلادیش لپاره مهم دادي چې دوی په خپل کور کې لوبه کوي، ناست کسان به ټول دوی ته چغې او چکچکې وهي او دا د افغان لوبډلې په لوبغاړو تاثیر اچولای شي.

د بنګلادیش لوبډلې تېر ځل د هند پر خلاف خورا پیاوړی بیټنګ وکړ، خو سره له دې يې هم لوبه وبایلله، ستره ستونزه د ښو بالرانو نه شتون و.  بل طرف ته افغان لوبډلې د پاکستان پر خلاف ډير ښه بالینګ وکړ، افغانستان په ۱۱۷ منډو د پاکستان  ۶ لوبغاړي سوځولي وه.

دا چې افغان لوبډله تجربه نه لري، نو میچ يې له لاسه ورکړ.  بیټنګ کې نورعلي ځدران، اصغر ستانکزی او نوروز منګل د پاکستان پر خلاف ډیره ښه لوبه وکړه.

که د دواړو لوبډلو اولنیو میچونو ته وګورو، افغانستان بیټنګ چندان ډیره ښه نه و، بالینګ يې ډیر اعلی و، د بنګلادیش بیټنګ ډیر ښه و، خو بیا بالینګ کې ډير ښه ونه ځلېدل، نو نن د یوې سخته  سیالۍ پيشګويي ورکولای شو.

د افغان لوبډلې روزونکی  کبیر خان  غواړي چې د میرویس اشرف پر ځای  حمیدحسن چې پیاوړی بالر  دی، ولوبوي.

بل لوري ته  د بنګلادیش لوبډلې روزونکی شین جرجیسن وايي که څه هم د بنګلادیش مهم لوبغاړي ټپیان دي، خو دوی بیا د د لوبې د ګټلو پوره صلاحیت لري. دوی غواړي نوي ځوانان نن ولوبوي.

لوبه نن د کابل پر وخت پوره ۱۲:۳۰ بجې پیل کیږي، ګورو چې څوک يې ګټي؟  د  نن ټکی اسیا وېبپاڼې ټول لوستونکي کولای شي چې په ژوندۍ بڼه  د نن ټکی اسیا له لارې میچ  وګوري.

کرکټ په ژوندۍ بڼه کتلو لپاره دلته کلیک کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x