
له یو ملحد سره زما خبرې اترې
قانت
ټول د سلیم عقل لرونکې انسانان دا باور لرې چې هیڅ جوړ شوی شی د جوړونکې پرته نه وی مثلا : ودانی ، وسائل او داسې نور شیان د جوړونکې پرته منځ ته نه دې راغلې.
او نه هم یو معدوم شې خپل ځان په وجود کې راوستلای شې .
مثلا : کله چې یو انسان یا موټر شتون ونه لرې نو هغه څنګه خپل ځان یا بل څه جوړ کړې ځکه هغه خو معدوم دی .
او همدا هغه بنیادي او عقل) حیرانونکي خبري دي چي الله تعالی یي په خپل سپیڅلي کتاب کي یادونه کړي ده، لکه څنګه چي وایي
[سُوۡرَةُ الطُّور : ۳] أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَىْءٍ أَمْ هُمُ الْخٰلِقُونَترجمه: ايا دوى له كوم پیدا کونکي څخه پرته پخپله پيدا شويدي؟ – او که پخپله د خپل ځان پیدا کونکي دي؟
په دې اړه مې د یو ملحد یا اتیست څخه وپوښتل چې أیا دا کائنات جوړونکی لرې او که نه ؟
هغه راته په جواب کې وویل چې موږ به دا ومنو چې د دې کائناتو جوړونکی او پیدا کونکی الله دی ؟ نو اوس سوال دا دی چې الله چا جوړ کړی دی ؟
زما جواب : تاسو دا خبره منی چې دا کائنات پخپله جوړشوی دې خو په همدغه کائناتو کې داسې شیان هم شتون لرې چې خپل ځینې اوصاف نورو شیانو ته انتقالوې خو پخپله د بل شې څخه دا وصف نه اخلې.
دمثال په ډول :
لمر ځمکې او سپوږمی ته رڼا ورکوې خو پخپله د بل شې څخه رڼا نه اخلې دا یې ذاتې صفت دی .
مالګه نورو شیانو ته د تریووالې یا تروش والې صفت ورکوې خو په خپله دا صفت د بل شې څخه نه اخلې دا یې ذاتې صفت دی .
اور نورو شیانو ته تودوخه انتقالوې خو په خپله د نورو شیانو څخه تودوخه نه اخلې دا یې ځانګړی ذاتې صفت دی .
نو دا یادشوې شیان چې تاسو یې منی چې خپله پیدا او جوړ شوې دې ، او دا صفات یې هم د کوم بل شې څخه نه دې تر لاسه کړې بلکه نورو شیانو ته خپل صفات انتقالوې ،
بیا خو د الله په اړه هم دا عقیده ولری چې دا کائنات هغه پیدا کړې جوړ کړې او رامنځته کړې دې ، خو الله تعالی نه بل چا پیدا کړی او نه هم رامنځته کړی دی دا د هغه ذاتې او ځانګړی صفت دی چې نور شیان پیدا کوې خو هغه نه دی پیدا شوی ، نورو شیانو ته پالنه ورکوې خو هغه نه پالل شوی دی او نه د بل چا پالنې ته اړتیا لرې .
هیله ده چې فکر مو وکاروی.
نو د هغوی د طرفه مي دښکنځلو پرته بل هیڅ جواب ونه لید.
او دباطل دلارویانو همدا صفت دی چي کله دلیل نه لري نو بیا ښکنځل کوي او یا هم دبحث موضوع بدلوي.