ورلډ کپ سیمی فاینل: انډیا پاکستان ته 260 منډي هدف ورکړ

Wahab_Riazنن ټکی آسیا: نن د سیمي فاینل په لوبه کې چې تر اوسه روانه ده، او په نن کې په ژوندی توګه ښکاره کیږي، انډیا خپل په پنځوسو اورونو کې پاکستان ته 260 منډي هدف ورکړ..

د لوبي په پیل کې داسي مالومېده چې انډیا به تر 350 هم زیات منډي جوړي کړي، څه وخت چې سهواګ لوبه کوله، د رنزو باران وو،

او په شپږم اور کې تر پنځوسو منډي رسیدلی وي، سهواګ په نه چوکو وهلو سره صرف په 25 بالونو باندي 38 منډي جوړي کړې..

مګر کله چې سهواګ اوټ سو، نو لوبه لږ ارامه سوله، مګر بیا هم انډیا ډېر په اساني سره منډي جوړولې..

د انډیا دوهم وکټ پر 116 منډو شوه سو، درېم پر 141، څلورم یو وار بیا پر 141، پنځم پر 187 او شپږم پر 205، اوم پر 236، اتم پر 256 او نهم پر 258 شوه سو..

د پاکستان له خوا تر ټولو ښه بال غورځوونکی وهاب ریاض وو، چا چي په خپلو لسو اورونو کې صرف 46 منډي ورکړې او د خپل عمر تر ټولو ښه 5 وکټونه یې واخیستله..

دوهم ښه بولر سعید اجمل وو چا چي دوه وکټه په خپل نامه کړه، او په اخیر کې محمد حفیظ یو لوبغاړی اوټ کړی..

د انډیا له خوا یو وار بیا سچن ټنډولکر 85 منډي جوړي کړې، سهواګ 38، سریش راینا 36، ګوتم کمبېر27، او کپتان ایم ایس دوني 25 منډي جوړي کړې..

پاکستان که غواړې دا لوبه وګټي نو ضرور به 261 منډي د 5.20 په اوسط سره جوړه وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.