نړۍ

امریکا وايي، د دوی له وتلو وروسته به القاعده بېرته افغانستان او پاکستان ته راشي

امريکايي چارواکو يو ځل بيا خبرداری ورکړی چې القاعده او مشران يې يو ځل بيا د پاکستان او افغانستان په دواړو غاړو کې سره راټوليږي او د امريکايانو له وتلو وروسته به بيا جګړې پيلوي. امريکايي چارواکي غواړي چې د القاعده او پلويانو سره د جګړې لپاره يو شمېر عسکر په افغانستان کې پريږدي.

د امريکايي کانګريس د استخباراتي کميټې مشر مايک راجر ويلي چې، د القاعده يو شمېر غړي د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو سره راټول شوي او دا شمېر د سوونو تر منځ دی. مايک راجر وايي چې القاعده او پلويان يې په دې تمه دي چې د ۲۰۱۴ کال په اخر کې به ټول امريکايي عسکر له افغانستانه و وځي؛ ولې د اوباما اداره غواړي لس زره عسکر په افغانستان کې د تروريزم سره د جګړې لپاره پريږدي.
راجر ويلي چې د دې ارزو د پوره کيدو لپاره بايد د امريکا او افغانستان تر منځ امنيتي سند لاسليک شي او کرزی تر اوسه دې ته نه دی تيار چې دا سند لاسليک کړي، ځکه چې کرزی وايي امريکا دې افغانانو سره ژمنه وکړي چې افغانستان کې به امنيت راولي او د افغانانو پر کورونو دې چاپې نه وهي او د افغانانو له وژلو دې لاس واخلي. مايک راجرد اوباما هغه خبره هم تکرار کړې چې دوی ته يې امر کړی چې په صفر اپشن کار وکړي. د راجر په وينا که صفر اپش عملي شي، نو هيڅ امريکايي عسکر به په افغانستان کې پاتې نشي او په دغه صورت کې دا خطر ډېر زيات دی چې، القاعده او نور پلويان يې افغانستان ته راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x