
غزل/ نويد عمر خېل
نويد عمر خېل
ستا د سرو سترګو بها ته مې سودا وي
ټوله شپه دغې سودا ته مې سودا وي
محبت مې حافظه کمزورې کړې
رانه هېر شي کله چا ته مې سودا وي
د دنیا ارزښت د خسو هومره نه دی
نو بیا ولې دې دنیا ته مې سودا وي؟
هر سړی مې د پښتون فطرت دښمن شو
د خپل مات وجود بقا ته مې سودا وي
انتظار ته یی بیا نن له پرون راغلم
یو بی غمه بی پروا ته مې سودا وي
ستاسو ښار کې د مرګونو اوازې دي
بس نویده! یاره تا ته مې سودا وي