
د نصير احمد احمدي تازه لنډه کيسه!
يوه ډېره لنډه او تازه کيسه « زما وطن»
نصيراحمد احمدی
سړي وويل:
نه، هاغه بل، هاغه چې تورې او سپينې خانې لري.
دوکاندار د فوټبال توپ ورته ونيو. سړي په تڼاکو ګوتو پيسې ور وشمېرلې، توپ يې په رڼه پلاستيکي کڅوړه کې واچاوه.
د خپل ملګري خوابدی غږ يې واورېد:
ـ توپ دې څه کاوه، جميل ته به دې کوم بل څه اخيستل.
سړي په خوند وويل:
ـ خو جميل توپ غوښت، اوس مې هم په ياد دي، دوه کاله مخکې چې له کوره د ايران په نېت را وتم، د کلاه له وره يې را پسې ناره کړه!
ـ ابا! ګوره! قول دې راسره کړی، د کوټبال ( فوټبال ) توپ دې هېر نه شي!
سړی غلی شو، يودم يې وخندل:
ـ د جميل کوټبال دې په ياد ده، توپ يې له پښې نه جلا کېده، هر وخت به يې همزولو د دده په مټ له نورو کليو مسابقه ګټلې وه.
ملګري يې څه ونه ويل.
دواړه د کلي موټر ته ور وختل.
ساعت وروسته په کلا کې زوروره ژړا را تاو شوه.
مور په کوکو، کوکو ژړل.
پلار په راوتليو رډو سترګو په چوتره کې د ناست يواځيني تنکي زوی ( جميل ) پرې شويو پښو ته کتل.
جميل په پلاستيکي رڼه کڅوړه کې نوي توپ ته وچې سترګې نيولې وې.
پای
۱۳۹۶ ل کال، د اسد نهمه