افغانستان

ليکوال او شناند نظرمحمد مطمئن نيول شوی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۹زمری، ۱۳۹۶): په کابل کې ليکوال او شناند نظر محمد مطمئن د ګډ حکومت د ملي امنيت له لوري نيول شوی دی.

نوموړی نن سهار له پوهنتون څخه کور ته په لاره و چې ونيول شو، خو تر اوسه دولت او د ملي امنيت ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ليکوال او شناند نظر محمد مطمئن چې په هيواد کې د سولې او بين الافغاني تفاهم له پاره هڅې کوي او غږ پورته کوي، تر دې وړاندې هم د ( لېندۍ لومړۍ، ۱۳۹۵) په کابل کې د نامعلوم علت په بنياد نيول شوی و چې د ملي امنيت په زندان کې د څو ساعتونو بند تيرولو وروسته راخوشې شوی و.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې نظر محمد مطمئن په کوم تور نيول شوی دی.

د ټولنيزو شبکو فعالانو د نظر محمد مطمئن نيول غندلي دي او دا يې د دولت له لوري د بيان د ازادۍ مخه نيول بللي دي.

د يادونې وړ ده چې د ګډ حکومت د ملي امنيت اداره ځينې وخت افغان ليکوالان او سياسي شنونکي د نامعلومو وجوهاتو او تورونو له امله نيسي چې تير کال يې افغان ليکوال او سياسي شنونکی قاضي محمد حسن حقيار هم نيولی او همدا راز ځينو کړيو هڅه کړې وه چې سياسي کارپوه او ژورناليست وحيد مژده هم له طالبانو سره د اړيکو په تور ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

د بیان آزادی خو یواځی د امریکا دګوډاګیانو لپاره ده په دی هیواد کی د ریښتینو خلکو لپاره ځای نشته دلته یواځی فاسد او بیناموسه خلک چلیړی او بس

منصف

مطمئنه همدا افتخار دي بس ده سي دي غلامانو له خوا نيولي شوي يي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x