ادبي لیکني

په زليخا، زليخا ماحول کې ته يوسف شه د زړه سره!

منصور افغان

پلار یې ورته ویل :

زویه !

پام کوه ، ځوان یی ، د فـتنو دور دی

هسی نه چې

د چا د خور، لور له آبرو سره لوبی وکړې

زوی یی په بی باکی ځواب ورکړ:

پلاره !

زه څه وکړم ، ددې وخت اکثره انجونی څوک په کرار نه پریږدي ،

په لاره ، کوڅه ، بازار ، دفتر ، مکتب او پوهنتون کې

پخپله خلکو ته سره او شنه چراغونه ورکوي

د پلار سترګې یې له اوښکو راډکی شوی

ورته ویې ویل :

زویه !

پوهیږم نن سبا زلیخاوې ډیرې دي

خو ته یوسف شه د زړه سره

ناڅاپه یې زوی ټکان وخوړ،

د الله تعالی ویره پری غالبه شوه

زړه یی په زوره ، زوره درزیده

لړزې ونیو،

په زاریو شو

ویل خدایه!

زه هم د یوسف (عليه السلام ) په څیر تاته پناه وړم

هغه چی ویل یی

( …وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ )

معنی داچې که ته له مانه ددی ښځو شر دفع نکړې

زه به یی په فتنه کې واقع شم او د ناپوهانو له ډلی به شم

خدایه!

تا دیوسف (عليه السلام ) د زړه درزا واوریده

( فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ )

رب یی د هغه سوال قبول که او د هغوی چل او فریب یی ترې دفع کړ

یقننا چی هغه ذات اوریدونکی او پوه دی

خدایه!

زه هم د یوسف (عليه السلام ) په څیر زاری کوم ،

ته د هر څه اوریدونکی او په هر څه پوه یی

د فساد او فتنو پدی ګرم بازار کې

په لاره ، کوڅه ، بازار ،

دفتر ، مکتب او پوهنتون او تالار کې

ما دښځو له فتنی او شره وژغوره

خدایه !

ما د یوسف (عليه السلام ) په څیر وژغوره

ما د یوسف (عليه السلام ) په څیر وژغوره
………. ………..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx