نظــر

نن ټکى اسيا

په هېواد کې د کرزي له بدمعاش رژيم سره، د بيان دخپلواکۍ سپېره ناره هم دهېواد په لر او بر کې خپره شوه. له همدې نارې په استفادې په هېواد کې بې شمېره رسنيو فعاليت پيل کړ. د هر ولايت په هره ولسوالي کې د  ناټو والو په مېشت ځايونو کې يوې راډيو فعاليت پيل کړ، عسکرو يې په کليو او بانډو کې د راډيو ګانو وېش شروع کړ،  او د مظلوم افغان د نسوار په پيسو د راډيو د بيټريو هم ورزياتې شوې.

له دې راډيوګانو د دوى موخه همدا وه، چې هرې کورنۍ ته فحاشي دننه ورولې او په دې راډيوګانو کې داسې خلک وساتي چې خپل ارزښتونه د دوى تر ډالرو قربان کړي. همداسې وشول، مګر تر دې لويه موخه يې داوه چې کور په کور يې د اوباما ژباړن او پخپله کرزى ننباسه. کليوال مو له خپل پوله پټي پرته په دنيا نه و، خبر مګر اوس د کرزي هره شوې خبره پتياوو ته ترماښامه تکرارېږي.
د برېښناپاڼو په ډګر کې ډېرو د پروژو په نوم له خپلو بادارانو پيسې په جېب ومنډلې او د دوى د عزت او د مسلمانانو په تېره دمجاهدينو د سپکاوي لپاره يې مټې را بډوهلې. خو الحمد لله په داسې حساسو شرايتو کې د ګران هېواد څو اصلي بچو د نن ټکى اسيا د لمر وروستۍ وړانګې د پښتو په ځورېدلې شپه کې وځلولې او د غلامو او مستعمره شويو فکرونو په کوڅو کې يې د سهار څرکونه وکړل. دې پاڼې د زرګونو افغانانو په تياره مغزو کې سپينه رڼا وځلوله، د خلکو سترګو سترګې پيداکړې او په غړولو يې وليدل، چې دوى څومره په پرديو خولو پسې روان وو؟؟؟
دوى ښکاره وليدل چې تراوسه يې په پرديو سترګو ليدل، په پرديو غوږو اورېدل، په پردۍ ژبه غږېدل، په خپلو کوپړيو کې يې پردي مغزساتل، دوى حيران شول، چې ولې يې تراوسه په پرديو خيراتونو کې حلواوې وېشلې!!! د نن ټکى اسيا فعاليت د څو کلو په اوږدو کې د دښمن او دهغوى د ګوډاګيانو په خولو کې ناړې وچې کړې، مرۍ يې سره ورغلې او حيران دريان شول، ځکه دوى داسې نه انګېرله چې زموږ د ډالرو په بدل کې به لا داسې څوک هم وي چې موږ به ملت ته خړمخي ودروي!
د نن ټکى اسيا بې پرېوالى د دې پاڼې د پرمختګ تر ټولو لوى راز دى، دوى کله هم د چا خاطر نه دى کړى او نه يې هم کله د چا دګواښونو پرواکړې، دا پاڼه د افغانستان په اوسني تياره، مظلوم او په وينو لړلي دور کې بې له مبالغې يوه ستره الهي پېرزوينه ده. د دې پاڼې په برکت د خلکو سترګې خلاصې شوې، د دې پاڼې په برکت په افغانانو کې سا وچلېده، د دې پاڼې په برکت خلکو خپل ځانو ته پام شول، د دې پاڼې په برکت د دښمن رازونه افشا شول او دې پاڼې د خداى لپاره هغه څه وويل،چې نورو د بنده ګانو له ډاره نشواى ويلاى.
ښايي د دې پاڼې مسوولين له دې نه وي خبر،چې د دوى فعاليت آن په کليو او بانډو کې څومره اغېز کړى؟ دې پاڼې د ولس زګيروي راټول کړل او تر هر هغه زړه يې ورسول چې پرې دردېږي. نو ممکن د دې پاڼې هر هغه څوک مخالف وي،چې د خپلو ګټو خلاف کومه ليکنه پکې ويني. د نن ټکى اسيا پراخ نظري او آن د ځان پرضد دليکنو خپراوى دښمن هم پر دې قانع کړى، چې دا خلک له ټولو ژورناليستيکي اصولوسره سم روان دي.
دا خبره د يادولو ده چې د ننني ژورناليزم ټول اصول مراعتول، ښايي زموږ له عقېدې سره په ټکر کې وي، فرضاً  د ژورناليزم د ټاکل شويو اصولو له مخې رسنۍ بايد په جنګي حالاتو کې بې پرېوالى ثابت کړي او د جګړې دواړو ښکېلو غاړو ته د کومې په ګټه تبليغات ونه کړي، يا دې ته ورته بل څه. مګر که دا اصل څوک مراعتوي، نو مجبور دى چې شهيد ته وژل شوى ووايي، او له بده مرغه د نن ټکى اسيا په خبرونو کې ډېر وخت د شهيدانو اړوند همدا کلمه کارېږي، چې زه فکر کوم دوى د خپل ډېرښه توب له امله کله کله دغسې يو ارزښت تر پښو لاند ېکوي، چې کاش داسې نه واى! ځکه په اوسني وخت کې د جګړې يو لورى طالبان او بل لورى يې دولت او ددوى باداران دي، نو که ټولې هېوادنۍ او نړيوالې رسنۍ تعقيب کړئ، کله به هم استشهادي ته استشهادي ونه وايي، بلکې ځانمرګى يې بولي، ياهم مجاهد ته د ترهګر او تندروي خطاب کوي، نو که داټولې رسنۍ دا اصل ماتولاى شي، چې د جګړې ديولوري په ګټه تبليغات کوي نو نن ټکى اسيا دې هم لطفاً دا اصل ترپښو لاندې کړي، چې خپله عقيده يې هم ترپښو نه وي لاندې شوي او لا يې د دې ځورېدلي ملت په زړه کې ځاى نيولى وي!
په درنښت
يوسف خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x