نظــر

د ښاغلي مطمئن نیول څه ثابتوي؟

پکتیاوال
تېر کال د یک ټیلویزیون په یوه ګردي میز د وتلي شناند او ازاد لیکوال نظر محمد مطمئن او داخله وزارت د ویاند صدیق صدیقي تر منځ بحث و. صدیقي چې د ښاغلي مطمئن قوي استدلال یې په خوله کې لاړې ور وچې کړې وې په پای کې یې ګواښونو ته مخه کړه.

ښاغلي مطمئن په خپله ځانګړې سنګینه او ارامه لهجه ډیره پخه خبره وکړه او ورته ویي ویل: که زما په نیولو یا بندي کولو سوله راځي نو باور وکړئ چې زه خپله زندان ته ننوځم. مګر حقیقت دا دی چې زما په نیولو یا ګواښلو دا مسئله نه حل کیږي. زه یو بې وسلې لیکوال یم چې یوازې قلم راسره دی. تاسو چې زما شتون نه شئ زغملئ نو مسلح طالبان به څرنګه وزغمئ او سولې ته به څرنګه ورسره ورسیږئ.

نن خبر شوم چې ښاغلی مطمئن د ملي امنیت د ځواکونو لخوا په داسې ډول نیول شوی چې اوس ملي امنیت هڅه کوي پل غلط کړي او د نیولو مسؤلیت یې له ځانه واړوي.د یوه بې وسلې خو حقیقت ویونکي لیکوال په وړاندې د حاکمو چارواکو دې چلند څو حقائق ثابت کړل.

لومړی: حکومت چې خپله د روانې غمیزې عامل دی او د جګړې اورتازه ساتونکي بهرني عسکر یې د مؤتلفینو په حیث په هیواد کې ساتلي دي. د خپل نامشروع چلند د دفاع لپاره هیڅ منطق او دلیل نه لري.حکومت هغو سوالونو ته ځواب نلري چې افغان اولس یې د روانې غمیزې په اړه راپورته کوي او حاکم رژیم ته د مسؤلیت ګوته نیسي. د ارګ حاکمان ددې په ځای چې په مسائلو بحث وکړي یا اساسي پوښتنو ته ځواب ووایي په استخباراتي توطئو سره غواړي حقیقت ویونکي شخصیتونه خاموش او یا وویروي.

دوهم: نظر محمد مطمئن د سولې او بین الافغاني تفاهم د داعیې یو فعال و، دنوموړي په نیولو سره حکومت د سولې په امید یو بل ګوزار وکړ. د ارګ حاکمانو ثابته کړه چې دوی اصلا د سولې واقعي مفهوم ته ژمنتیا نه لري. دوی له مخالف اړخه غواړي چې پرته له قید او شرطه وسلې پر ځمکه کیږدي او ددوی هغه حاکمیت ومني چې خپل تر منځ هم ورباندې توافق نلري.

دریم:د مطمئن په نیولو سره حکومت غواړي دا پیغام ورکړي چې په دې هیواد کې باید مسائل او واقعیتونه لکه څنګه چې دي هغسې تفسیر نه شي، بلکې هر څه ته باید د امریکا او د هغوی د پیاده ګانو له عینکو وکتل شي. دوی وایي سوله او جګړه هم باید له ازاد نظره او د افغانستان د ګټو په مقیاس تحلیل او تجزیه نه شي. بلکې په دې اړه ټولې خبرې باید په هغو ادبیاتو او اصطلاحاتو وشي چې د امریکا د سفارت او رسنیو لخوا تبلیغ کیږي.

څلورم : په پای کې به ووایو چې ښاغلي مطمئن بل هیڅ ګناه نه ده کړې، نه دچا په لاس ورختلی او نه په پښه، نه یې کوم قانون مات کړئ او نه یې هم د چا حق خوړلی. مطمئن یوازې د خپل وجدان غږ رسنیز کړی، د افغان او افغانستان د ګټو او سوله ایز راتلونکي په پار یې حقائق ویلي، واقعیتونه او پدیدې یې په خپلو سترګو لیدلې ، ویلې او تحلیل کړې دي او په نهایه کې یې حاکمانو ته د هغوی غلط اعمال او پالیسۍ د حقیقت په هنداره ورښودلي نو ځکه ورته ارګ او اتمرخېل په غوسه دي. د ارګ سربداله چارواکي نن د درویش دراني د هغه شعر ښه مصداق دي چې وایي.

له ښاره د هندارو سوداګر په زوره باسي
خپل شکل ویرولي د بلا غوندې څه خلک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x