افغانستان

د ښورابک خیالي بند ته منسوب انځور جعلي او د امریکايي بند دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۹زمری، ۱۳۹۶): د روانې اونۍ په سر کې دولتي چارواکو ادعا وکړه چې طالبانو د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې د اوبو بند په بمونو الوزولی او ویجاړ کړی دی.

که څه هم نوموړې ادعا له دې کبله له سختو نیوکو او ملنډو سره مخ شوه چې په یادې ولسوالۍ کې د اوبو بند اصلا شتون نه لري، خو طلوع تلویزون د دې ادعا د ثبوت لپاره د یو داسې بند انځور خپور کړ چې د زیان نښې نښانې په کې لیدل کیږي.

خو نن ټکی اسیا ته د پلټنو په پایله کې جوته شوې چې د ښورابک د اوبو د خیالي بند په نامه خپاره شوي انځورونه جعلي او د (هوفر ډیم) په نامه د هغه بند دی چې د امریکا په (اریزونا) ایالت کې موقعیت لري.

نوموړی بند د ۱۹۳۱-۱۹۳۶م کلونو ترمینځ د لسګونو زرو کاریګرو د خواریو په مټ رغول شوی او د نړۍ په غوره ساختمانونو کې اووم مقام لري او هر کال یې شاوخوا یو میلیون سیاحان لیدو ته ورځي.

د نن ټکی اسیا پلټنو معلومه کړې چې د (هوفر) په نامه امریکايي بند په ۲۰۱۱م کال د زلزلې له کبله زیانمن شوی و او نوموړی انځور یې هماغه مهال اخیستل شوی.

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د افغان فعالانو تر شکونو او ملنډو وروسته طلوع تلویزون اړ شو چې له خپلې ویب پاڼې څخه د نوموړي بند په اړه راپور حذف کړي، خو په ویډيويي ارشیف کې يې لا هم راپور خوندی دی او نوموړي جعلي انځور لا هم په ټولنیزو پاڼو کې د ښورابک بند ته په منسوبولو لاس په لاس کیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي یا د دولت ملاتړې رسنۍ د طالبانو په خلاف رسنیزه غوغا کې له جعلي پېښو او انځورونو څخه ګټه پورته کوي؛ په دې لړ کې تر ټولو مشهوره پېښه هغه وه چې تېر کال د ملي امنیت په لسم ریاست د سرتیرو بریدونو په تلفاتو کې د شام او عراق د ملکي تلفاتو انځورونه نوموړې پېښې ته منسوب او خپاره شول.

هغه مهال د نن ټکی اسیا پلټنو موندلې وه چې یو شمېر انځورونه کلونه وړاندې په رسنیو کې خپاره شوي او ځیني نور د انځور جوړونې مشهور پروګرام (فوټوشاپ) په واسطه ډیزاین شوي وو.

د طلوع تلویزون هغه راپور چې د جعلي انځور په مټ یې جوړ کړی، په لاندې لینک کې کتلی شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

دطلوع بد نامه تلویزیون کارکونکی خو د پیسو په مقابل کی د خپل ښځو لوځ غکسونه هم خپره یی دا یو امریکایی رسنی ده اصلا د افغانیت په دستور نه پوهیږی او هر کله د افغانانو د کلتور په ضد خپرونی کوی الله دی دا تلویزیون هلاک او تباه کړی

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
د متحده ايالاتو د اريزونا Arizona او نيوادا Nevada ايالتونو په پوله باندي نوموړی د اوبو ‌‌‌‌‌‌ډند ما په خپلو سترګو ليدلی او زيات وکم څلور ساعته هلته د سيل لپاره تم سوی يم ، او هره ورځ په زرګونه سيلانيان يي تماشا کوي . بند که څه ددو ايالتونو په پوله واقع دی ، ولي د اريزونا Arizona په ايالت پوري اړه لري .

افغان

هر څه یوه کچه یا یو سر حد لری ، ځینی کسان غلا کوی هغه غلا هم سرحد لری، دروغ ویل هم سرحد لری، ټولی بدی کړنی سره د دی چه یوه ذره یی هم ناسمه کار دی مګر خلک د ناپوهی او یا د چابيریال د شرایطو له مخی تر یوی کچی دروغ او یا غلا کوی ، مګر تر قرمزی خط یا کچی چه واوړی هغه ته ښکروره غلا یا ښکرور دروغ ویل کیږی دغه دروغ او هغه هم درغلن دروغ یعنی د خپلو دروغو د رښتیا کولو د پاره یی بیا د اریزونا د بند تصویر دلته… نور لوستل »

mha

Tolo TV shall be investigated.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x