fbpx

د دارالعلوم دیوبند بنسټ رسول الله صلی الله علیه وسلم ایښی دی؟

عبدالغفار جبير

په هندوستان کي چي کله انګریزانو ورځ تر بلې خپل استعمار زیاتوي مولانا قاسم نانوتوي رحمة الله علیه او مو لانا رشید احمد ګنګوهي رحمة الله علیه په ۱۸۵۷ میلادي کال کي د ازادۍ د جنګ وروسته ددارالعلوم دیوبند مدرسې بنسټ کښیښود، مولانا قاسم نانوتوي رحمة الله علیه نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خوب کي ولیدی چي د دارالعلوم ټول حدود یې ورته معلوم کړل،مولانا رفیع الدین د دارالعلوم دیوبند دوهم مهتمم بیا خوب ویني چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم راغی چي مبارکه لکړه یې په لاس کي ده، د مدرسې شمال لورته چي د مدرسې کوم تهداب ایښودل شوی دی، هغه ته یې اشاره وکړه، او بیا یې وویل چي د مدرسې صحن کوچنی دی، تر دغه ځای پوري دامدرسه اوږده کړي،چي اخر همدغه مدرسه په یوه ستر نړیوال علمي، فکري او جهادي مرکز باندي بدله شوه، او دیوبند نه صرف یوه مدرسه ده بلکې یومسلک او یوه نظریه او عقیده ده، چي بې شماره حقاني علماء، مجاهدین، روحانیین او مفکرین یې و زیږول، له همدې مدرسې څخه دارالعلوم حقانیه، دارالعلوم کراچی، مدرسه دارالعلوم بنوریه، اشرفیه او نورې په زرهاوو دعلم او عرفان مرکزونه ورڅخه تشکیل شول، دارالعلوم دیوبند نه یواځي مسلمانانو ته ګټه ورسول بلکې غیرمسلمانان هم د هوسایي پر ټغر کښیناستل، انګریز ښکیلاک دړې ورړې شو، اولسونه ازاد شول، فکري شعور یې وده وکړه، ملتونه د ښه تجارت، شتمنیو، علم او امتیازاتو خاوندان شول.

(خطبات احتشام ۱/ ۳۹۲)، خطبات فقیر ۲/ ۱۸۹)، ( درس حدیث ۷/ ۱۱۸)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د