افغانستان

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ایساف یو عسکر مړ او څلور ټپیان شوي

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د شاول مانده په سېمه او د امریکايي ځواکونو د سترې نظامي اډې سره خوا کې سرتېري برید امریکايي عسکرو ته درنه مرګ-ژوبله اړولې.

طالبانو ویلي چې پرون ماسپښین د دوی یو سرتېري عبدالقادر مهاجر چې د کندهار ولایت اصلي اوسېدونکی و،په سېمه کې له ټانګونو سره پر ولاړو امریکايي عسکرو د ټونیس موټر په مټ برید کړی، چې په پایله کې یې دوه ټانګونه ویجاړ او لږ تر لږه لس امریکايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم په سویل کې ور اوښتې مرګ-ژوبله تایید کړې، خو زیاتوي چې پرون یې یو عسکر وژل شوی او د ټپيانو په اړه دوی معلومات نشي افشا کولای.
بل خوا د هملند د والي ویاند هم د پېښي پخلی کړی او په وینا یې چې په دې برید کې څلور امریکايي عسکر مرګوني ټپيان شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x