ليکوال: انجينر نظر محمد مطمئن

ښاغلی مطمئن ولي ونیول شو؟

نن ټکی اسيا سرليکنه

تیره ورځ د کابل ښار په خوشال خان مینه کې ښاغلی نظر محمد (مطمئن) له پوهنتون نه کورته د بیرته راتلو په مهال د ملي امنیت منسوبینو لخوا ونیول شو.

ښاغلی مطمئن د هیواد په کچه پیژندل شوی سیاسي شناند ، لیکوال او د بین الأفغاني تفاهم اوسوله ییزو هلو ځلو یو فعال شخصیت و.

نوموړی تیرکال هم د ملي امنیت له لوري اسیر خو ترڅو ساعته توقیف وروسته بیرته آزاد کړای شو.

اوس بیا په داسې حال کې چې هیواد د جګړې لوخړو په سر اخیستی او ښاغلی مطمئن په همدې وضعیت کې د سولې په راتګ ټینګار کاوه د دولتي چارواکو لخوا د هغه نیونه دا جوتوي چې دولت لکه په شعاري ډول چې ادعاء کوي کله هم په هیواد کې د واقعي سولې ټینګښت ته ژمن نه دی.

ښاغلي مطمئن په داسې شرائطو کې د سولې لپاره هلې ځلې کولې چې د جګړې ښکیلې خواوې په بشپړه توګه په جګړه ییزو احضاراتو لګیادي.

نوموړي په بي پرواتوګه په خپلو څرګندنونو کې د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه د جګړې د توقف غوښتنه کوله، هغه په دې لاره کې نه د کوم لوري پلوی او نه یې هم د کوم لوري په خلاف فعالیت درلود.

د دولتي چارواکو لخوا د یوه سوله ییز فعال په حیث د ښاغلی مطمئن نیونه په حقیقت کې دسولې زندۍ کول او جګړه ییز فرهنګ ته ترویج ورکول دي.

د سولې په نوم ادعائي شعارونه، د سولې په نوم دولتي تشکیلات او له دولت سره د سولې په نوم د یوځای کیدلو سیناریو ټول د جګړې د تداوم لپاره هغه سازشي هلې ځلې دي چې یواځې د اشغالګرو اجنبي جګړه مارو د تسلط لپاره تر سره کیږي.

ښاغلی مطمئن د خپل پاک احساس او ښې ارادې له مخې غوښتل د سولې په نوم دغه جعلی بهیر له تصنع او جعلتوب څخه د واقعیت او جدیت لور ته را وګرځوي چې هاغه دی د همدې شعاري مصلحینو لخوا یې مخه ډب او نوموړی یې په همدي جُرم د زندان تورو تمبو ته ولیږه.

خو دولتي چارواکي او هغه څوک چې د سولې په نوم په دې اتڼ ورګډ شوي باید په دې خبره ځان پوه کړي چې ښاغلی مطمئن په هیواد کې د واقعې سولې د ټینګښت یو منطقي او با استدلاله استازی و چې څرګندونو او غوښتنو ته یې باید د انساني منطق په ژبه ځواب وویل شي نه په ګواښ او تهدید سره.

ځکه منطق او استدلال دی چې منطقي انسانان خپلې غوښتنې د هغه په مټ طرح کوي، تهدید ، زور او ویرول د وحشت او بهیمیت هغه ناوړه مظاهر دي چې د انسانۍ ټولنې په سالمو کړنو کې د عملي کیدو هیڅ چانس نه لري.



2 تبصرې

  1. The government can not defeat the enemies on battle ground it is easy to arrest Mutmain walking on the street way home.

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    وایی دوودعوه جلبو چه په خلکوبه یی ناحقه دعوی کولی دیوه چاسره یی دعوه وه له دی دوو دعوه جلبوڅخه یوه دی خپل ملګری ته وویل ته دده وخبره ته غوږونسه ،ملګری یی ورته وویل چه غوږورته نسی نوحق یی ورکه ولی می غاړی راشنی کوی،غنی اودغنی حکومت چه وحق اوحقیقت ته اهمیت ورکولای نودغه دملک بدبختی به ولی وای،ددوی نفعه په خونریزی اوزور اوجبرکی ده ،ددوی په زهن کی الله ظلم اوبی عدالتی او دپردیو غلامی وراچولی ده،مطمئن صاحب فضول ځان ستړی اوزهیروی ،الله په قرآنکریم کی فرمایی:زه ظالمانوته لارنه ښیم،فقط دالله ج به دمجاهدینوکامیابی غواړو،له ملحدینوسره صلح غیرممکن ده.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.