نظــر

ولې تل د ټوپک پرځای د قلم خاوندان نیول کېږي؟؟؟

 صفي الله “رائد “

تېره ورځ په کابل کې یوځل بیا ځوان لیکوال او دتاند قلم خاوند نظر محمد مطمئن د ملي امنیت لخوا ونیول شو.

د ګډ حکومت لخوا د مطمئن صیب دبیا ځلې نیولو په خواله رسنیو کې ډېر غبرګونونه راپارولي، په ډېره غصه او قهرجنه لهجه یې پر ګډ حکومت نیوکې کړي. ډېری قلموالو د مطمئن صایب د نه خوشې کېدو په صورت کې د قلم پرځای د ټوپک پر اوږه کولو ګواښ کړی.

ځینې لیکوالان مطمئن یو کتاب او قلم بلي او وایي: ښاغلی نظرمحمد مطمئن یو کتاب او قلم دی، هغه غل، چورواکی، زور واکی، غصبګر او د یرغلګرو مزودر ندی، باید ژر تر ژره آزاد شي.

لعنت دې د هغو په ضمیرونو وي چې د داسې خلکو نیول غواړي او یا یې په نیول کېدو خوښ وي.

تعجب او تأسف د هغو په افغانیت او اسلامیت په کار دی چې د پدرام غوندې خلک دې آزاد ګرځي او مطمئن چې یوازې ژبه او قلم لري هغه دې نیول کېږي.

تش په نوم پښتون دې زهر وخوري چې پخپل ورور لاس پورته کوي.

پدرامه! ته ګرم نه یې، حق لرې دا خلک په هر سپک نوم یاد کړې، حق لرې دې خلکو ته د کوسفند په ځای سپي ووایې، ځکه ته په ښکاره په رولا ختلی شې او مطمئن یوازې قلم خوځولی شي.

دولته! قلموال مه ټوپکوال کوه، که نر یې د ټوپک خلک قلم ته راوبوله! موږ ژر تر ژره د مطمئن صاحب آزادي غواړو، که داسې ونشي نو پایلې به یې د دولت په زیان وي او پړه به هم د دولت په غاړه وي.

یو بل قلموال بیا لیکي: مطمئن صاحب دې ښه په اطمنان سره بېرته آزاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

ګني ډېری قلموال به دقلم پر ځای راکېټ پر اوږه ووینئ! چې پړه به یې د ګډ حکومت پر خپله غاړه وي.

هو! دلته هر وخت سوله او امن غوښتونکي وهل شوي ډبول شوي او ان تورو پنجرو ته اچول شي.

دلته تل هغه قلم مات شوی چې د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره یې رنګ تويې کړی. هو دلته تل حق ویونکي او غوښتونکي په خوله وهل شوي.

هو! دلته سل تعلیمي سندونه د یو چک قرباني شوي، شل کاله په تعلیم کې خواري کوه او بیا بې سواده دوستم ته زاري.

دلته هرڅه برعکس روان دي یو غاصب، ظالم په وحشت ککړ زوراکی، زاني او لوطي به آزاد او هرتې تڼۍ ګرځې خو! یو مظلوم، بې چاره بې، بې وسه او بې کسه به تور تم ته ځې.

داهر څه ولې، دچاپه اشاره او د څه لپاره؟

هو! دلته هرڅه دبل په اشاره کېږي. دلته تل خپل په پردیو پلورل کېږي. هو دلته تل ظالم ازاد خو مظلوم په بند کې آچول کېږي. هو دلته کولنګ ازاد خو قلم په څوکه کې ماتېږي.

د مطمئن صاحب سربېره د یو آزاد او خپلواک افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x