fbpx
kissing.rahol.gandhi

یوې هندوستانۍ سیاسي میرمنې ته اور ورته شو

نن ټکی آسیا: څو ورځې وړاندې د ډيلي ښار په ځينو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول، چې د هندوستان د کانګریس ګوند له یوه مشر راهول ګاندي څخه پکې یوه په عمر پخه مېرمن مچه اخلي.

د سرچینې له راپور سره سم، د هندوستان د آسام ایالت د جورهټ ولسوالۍ  په بېکاجان سېمه کې د یوې پنجابۍ جرګې – پنچایتی- پر مهال د جرګې یوې برخوالې بونکی چټيا نومې ښځې په عامه غونډه کې د کانګریس ګوند له مشر راهول ګاندي څخه په خورا احساستي حالت کې مچه واخیسته .
ویل کېږي، چې دغو عکسونو د میرمنې خاوند سخت په غوسه کړی و او وړمه ورځ یې لومړی پر خپله مېرمن تېل وپاښل او بیا یې اور ورته کړ. د اور لمبو خاوند او مېرمن دواړه تر روغتون ورسول،خو میرمنې یې نن په روغتون کې ساه ورکړه او خاوند یې ژوندی پاته شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د