نظــر

مطمئنه! ملت مو د احسان پوروړی دی

نوید صهیب

ماښام مهال یو ملګري د لیکوال او شناند انجینر نظر محمد مطمئن صاحب په نیول کیدو خبر کړم، واقعأ دومره طبیعت مې خراب شو چې فکر مې تیاره او هر څه رانه هیر شول.

په جومات کې له لمانځه وروسته ملا إمام ورته د خلاصون ډیرې دعاګانې وکړې، موژ هم هغه ته دعا او په دې اړه چوپتیا کافي وبلل، خو چوپتیا مو د وجدان غوښتنه نه وه، ځکه خو مې پدې اړه څو کرښې ولیکلې.

پدې وروستیو کې د هیواد د ننه او بهر به ډیر کم داسې افغانان وي چې د انجینر نظرمحمد مطمئن له نوم سره د نه وي آشنا، هغه که دده هم فکره وي او یا مخالفین.

مطمئن یو انجینر دی، خو له انجینرۍ یې یو څه ډیره مخه د سیاست پر خوا ده، هو داسې سیاست نه چې په کوم سیاسي ګوند یا لوري پورې د تړاو ولري، بلکه هغه د افغانستان په روانه معظله کې د یو خپلواک آزاد او بې طرفه افغان په حیث د لیکوال او شناند په ډول کار کاوه. له دنګې ځوانۍ، پاکې تورې ږیرې او پګړۍ سره به تاویده، کله چې به د وینا پر میز له یو سیکولر او پلور شوي شناند سره کیناست، له ورایه به یې حقانیت او د فکر ریښتینولي ثابته وه.‏

مطمئن لکه د نورو پلورل شوو سیاسیونو په څیر د پردي غلام فکر تر شا نه لوبیدا او نه یې خپل فکر او خپلواکي پلورلې وه، څه چې د هیواد او په ټولو کې ددې محکومه امت په ګټه وو هغه یې له ویرې پرته ډیر په زغرده ویل.

هغه په هیواد کې د ریښتینې سولې راوستلو لپاره زندان ته تلل او پدې لاره تکلیفونه زغمل د ځان لپاره ویاړ باله… حقایق یې لټول او ویل او پدې کار کې بغیر له الله ج له هیچا نه ډارېدا.

له مطمئن سره دومره فصیح نطق او قوي منطق وو چې د فکر مخالفین یې د منطقي خبرو په وخت له اندک فکري انعطاف ورکولو هم عاجز وو، همدا وجه وه چې د مطمئن فکري مخالفین به ډیری وخت دده په وړاندې د منطق له اصولو او د ادب له چوکاټه وتل.

خو مطمئن ولې ونیول سو؟

ددې ولې په ځواب هر افغان پوهیږي، د مؤثقو مالوماتو په اساس پدې وروستیو کې په کابل کې د حزب اسلامي حکمتیار پاټکیانو په بار بار د کابل رژیم له جاسوسي ادارې څخه د نظرمحمد مطمئن د نیولو غوښتنه کړې، چې تر نیولو وروسته یې دوی له حکومت څخه پدې منندوی دي چې ګواکي ددوی خبره یې واخیستله، ‏خو زه فکر کوم د دوی غوښتنه او خوشالي دواړه بې ځایه دي، ځکه چیرته چې د یو ملک د حکومت واګې د ډیمکراسۍ په سیوري کې له غلو، قاتلینو، زناکارانو، لوطیانو او ملي خائنینو په لاس کې وي او د دوی په مټو په مجموع کې ټول اشرار خلاصې تنۍ په نره ګرزي، نو د مطمئن په شان د حق پلوی بې ګناه انسان خو باید د حق په دفاع کې زندان ته لاړ شي.

چیرته چې د حکمتیار ټوپکیان او پاټکیان له ټوپکو سره د ډیموکراسۍ په بدرګه کې غورځي، هلته خو به د مطمئن حقیق قلم دوی خامخا ماتوي.

چیرته چې غل غني پاچا امریکا ته د افغانستان د طبیعي منابعو د چور بلنه ورکوي!

دوستم په شپیته کلن سپین ږیري جنسي تیری کوي!

محقق د واده په ورځ ناوکۍ وژني!

عطاګی د هیواد د تجزیې هڅې کوي!

پدرام د همجنس بازانو د حقوقو لپاره مظاهرې کوي!

وکیلان د هیواد د عزت په سر سودا کوي!

والیان دې د مخدراتو او شرابو تجارت کوي!

او ولسوالان د ولسواکۍ په نوم چور او چپاول کوي!

نو ددې ټولو چارو مخالفین خو باید په زندان کې واچوي، ځکه حکومت د همدوی دی، نړیوال کفر یې سیاسي او نظامي لاسنیوی کوي، بې لارې کلیسا او منحرف عیسویت یې تر شا ولاړ دی، څوک به وي چې ددوی په خوا کې د همدوی د جرمونو په وړاندې څه ووایي او بندي د نسي!؟

مطمئن نه په ایشجي د جنسي تیري په جرم، نه د عطاء، محقق پدرام، مسعود او نورو بدرنګو او رد رنګو په څیر د بې لاری، ملي خیانت او لوټماری په تور نیول سوی، بلکه مطمئن ته دا چې خپل زخمي هیواد او محکومو هیوادوالو ته د سولې راوستلو په جرم په زندان او زولنو کې قرباني ورکوي ډیره د ویاړ خبره ده چې دا مظلوم ملت به یې هیڅکله هیره نکړي او تل به یې ددې احسان پوروړي وي.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x