دحج فرائض، واجبات او سنتونه

مفتي احسان الله 

په اصل کې دحج فرضونه درې دي:
۱- احرام
۲- وقوف عرفه
۳- طواف زيات
له دغو دريو که يوم هم پاته سي حج نه صحيح کيږي.

دحج ارکان:
۱- طواف زيارت
۲- وقوف عرفه

دحج واجبات شپږ دي:
۱- دوقوف په وخت په مزدلفه کې څه وخت تېرول

۲- دصفا او مروې په منځ کې سعي کول

۳- شيطانان په شګو ويشتل

۴- دقارن او متمتع لپاره دم شکر

۵- دسر بېښتان خرېيل يا کمول

۶- دافاقي لپاره طواف وداع کول

يادونه: په څينو کتابو کې دحج واجبات 35 ياد کړي دي، خو هغه بالذات واجبات نه دي، دلته بالذات واجبات مراد دي.
واجبات که په يو معتبر عذر سره ترک سي، جزا يې نسته، او که بې له غذره پاتي سي، نو جزا ورباندي لازمه ده.

د حج سنتونه:

۱- مفرد افاقي يا دقارن لپاره طواف قدوم کول

۲- په طواف قدوم کې رمل کول، که يې دلته ونه کړای سي، نو په طواف زيارت کې دي وکړي

۳- دامام لپاره په دريو ځايو کې خطبه ويل: اول: په اوم دذي الحجې په مکه مکرمه کې، په نهم يې په عرفات کې او په يولسم باندي په منا کې

۴- په نهم دذي الحجې په منا کې شپه تېرول

۵- په نهمه ورځ دلمر ختو څخه وروسته له منا نه عرفات ته تلل

۶- له عرفات نه دامام له تللو وروسته تلل

۷- له عرفات نه چې را سي په مزدلفه کې شپه تېرول

۸- دمنا په ورځو کې په منا کې شپې تېرول

۹- له منا نه په واپسي کې په محصر کې درېدل که څه هم لږ وخت وي.

له دې علاوه دحج سنن نور هم سته چې تفصيل يې بسط غواړي.

سنت نه کول ښه کار نه دی، البته! جزا يې هم نسته، او په کولو کې ثواب سته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د