fbpx

نور د غفلت خوبونه پریږدئ

ابو یاسر افغان

نن ورځ اسلامي امت د دومره لویو ستونزو سره مخ دی چې پخوا یې چا تصور هم نۀ شو کولی، اسلامي هېوادونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول غصب دي، په ټولو اسلامي هېوادونو هغه څوک واکمني کوي چې یهودو ته وفادار وي، نن ورځ به هیڅ داسې واکمن و نۀ ګورئ چې هغه ځانته مسلمان وایي خو د امریکا او اسرائیلو په خلاف دې دريځ ونیسي، د دې بدبختو حاکمانو په حال افسوس دی چې دوی په پاچاهۍ کې هم غلامان دي او رعیت یې هم کفارو ته د غلامۍ او احتیاج په ځنځیرونو تړلی دی.

امریکا پر ټوله نړۍ باداري چلوي او اسرائیلي یهودیانو ته یې د عراق او سعودي تېل، د اردن اوبه، د مصر تجارت او صنعت، د ایران میډیا او… په خدمت ګومارلی ده، د تأسف ځای دی چې لا هم مسلمان امت په مرګوني خوب ویده او د خپل حق لۀ غوښتلو هم ډاریږي، که موږ هم همداسې غافله وو نو مه هیروئ چې یهودیان د لوی یهودي ریاست د قیام لپاره په ګرمو هڅو بوخت او د مدیني منورې تر حدودو ځان رسول غواړي.

ځیني فکر کوي چې د کفارو سره ټولې مسئلې باید په خبرو حل شي، خو دې ته نۀ ګوري چې کفار د توپ، ټانګ او اټوم په ژبه خبرې کوي، هغوی د غرور پر نیلۍ سپاره د مسلمانانو سره خبرې کول د خپل حیثیت سپکاوی ګڼي او کله چې یې هم د کوم اسلامي هېواد سره لانجه پیدا شي په وچ زور یې پرې مني، نن د اسلام حکم دادی چې د دغو اشغالګرو او تیري ګرو کفارو سره د حق په توره فیصله وکړو نه د سوال په جرګو او د ذلت په خبرو… نږدې ۷ میلیونه اسلامي پوځونه د نا اهلو حکمرانانو لۀ سببه د مردودو او بزدله یهودیانو خلاف حتی خپل دریځ نۀ شي اعلانولی، اسلامي هېوادونو کې تر ټولو ستر جرم دادی چې څوک د جهاد غږ پورته کړي یا د شریعت د نفاذ خبره وکړي، فکر وکړئ تر دې به هم ذلت سره مخ کېږو، که چېرته مو خپل حیثیت و نۀ پیژانده او خپل مسؤلیت مو درک نۀ کړ.

هغه هم یو وخت ؤ چې اروپا او امریکا به اسلامي امت ته ټیکس ورکاوه، کفارو به خپل زده کوونکي اسلامي ښارونو او اسلامي مرکزونو ته د زده کړو لپاره لېږل، یهودیانو، نصاراوو او نورو غیردینو به دا غوره او بهتره بلله چې د کوم مسلمان حاکم تر مشرۍ لاندې په اسلامي خاوره کې هوسا ژوند وکړي او دغلته به یې ځان سل په سله کې مصؤن او محفوظ احساساوه او دا هم یو وخت دی چې مسلمان امت د جهاد او دعوت تګلاره پرېښوده، امر بالمعروف یې ترک کړ، نو نن ورځ ټول امت په رډو رډو ګوري چې یهودیان یې ځمکې یو پر بل پسې لاندې کوي، میلیونونه مسلمان کډوال اروپا ته روان دي او د اسلامي امت لپاره یو تاریخي پیغور جوړیږي، خو د راحت طلبۍ او تمبلۍ په مرض اخته مسلمان په لټ هم نۀ اوړي!!

دا د قرآن فیصله هم ده چې کوم قوم د خپل حالت د تغیر هڅه نۀ کوي، نو الله جل جلاله یې حالت نه بدلوي، موږ که په دې تمه یو چې پخپله به له اوسني ذلت نه خلاص شو، نو لویه خطا کې واقع یو، راځئ چې پخپله حرکت وکړو، د دعوت او تدریس لۀ لارې، د مالي، بدني او قلمي جهاد لۀ لارې د عروج او عزت لپاره، د امت د یو والي، وحدت او عظمت لپاره. که موږ په حرکت راشو الله جل جلاله به مو حالت ضرور بدلوي. نور نو بس دی دا د غفلت خوب او د ځانځانۍ فکر …

د درست اسلامي امت د یو والي او د نړیوال اسلامي نظام د راتګ پۀ هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د