ورزش

کریکټ: د اصغر او شینواري په برکت افغانستان بنګلادیش ته ۲۵۵ منډي هدف وټاکه

نن ټکی آسیا: د آسیا جام په سیالیو کي نن افغانستان بنګلادیش ته هغه وخت ۲۵۵ منډي هدف وټاکه، کله چي سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزي ۱۶۴ منډو په ملګرتیا د لوبي تر پایه بیټنګ وکړ.

دوی دواړه هغه وخت میدان ته راغله، کله چي د افغانستان ټولي منډي ۹۰ وې، او پنځه لوبغاړي سوځېدلي وه، په داسي حال کي بنګلادیش ۲۷ اوره بالونه هم غورځولي وه، خو د هغه وروسته دواړو په کراره لوبه پيل کړل، او تر ۴۰ اور یې لوبه په کراره خو د هغه وروسته یې تیزه لوبه شروع کړه،

د څلوریزو او شپږیږ په برکت یې په وروستیو ۱۱ اورنو کي تر ۱۰ زیات رن ریټ باندي لوبه جاري وساتل، چي په پایله کې افغانستان وتوانید چي یو نسبتا ګټونکی هدف وټاکي.

باید وویل شي چي نن د لوبي په پیل کي بنګلادیش د لوبي پچه وګټل، او لومړی یې افغانستان ته د بیټنګ کولو دعوت ورکړ.

تر اوسه بنګلادیش لوبه نه ده شروع کړې، خو په کرکیټ کي د ماهرینو په نظر افغانستان څخه هیڅ توقع نه کیدله چي بنګلادیش دی دومره تر فشار لاندي کړي.

هرشا بوګلې چي د هندوستان لپاره یې لوبه کړې، او اوس وخت په نړۍ کي د کرکیټ په اړه تر ټولو مهم تبصره کونکی شمېرل کیږي، نوموړي وویل چي هیڅ یو هیواد په نړیوال کرکیټ کي دومره په قوت قدم نه دی ایښی، لکه افغانستان، او زیاتوي چي بنګلادیش کله نړیوال کرکیټ ته راغلی، نو هغه ډیر زیات وخت واخیست چي خپل لومړی لوبه وګټي، او همداسي نور هیوادونه، خو نوموړی وویل چي امکان لري، نن افغانستان بنګلادیش ته یو شرمونکې ماتې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x