افغانستان

سیګار کانګریس ته د دولتي ځواکونو له لوری دهلکانو د استخدام شکایت کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۱۰زمری، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار ادارې «سیګار» کانګریس ته په لیږلي راپور کې د ګډحکومت د چارواکو او محکمو څخه شکایت کړی چې تر اوسه هم د دولتي ځواکونو له لوری د جنسي اړیکو لپاره د ماشومانو او هلکانو د استخدام د مخنيوي په تړاو یې پرمختګ نه دی کړی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور سره سم د سیګار مشر جان سوپکو د امریکا کانګریس ته خپل درې میاشتنی محرم راپور لیږلی او په هغه کې یې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د هلکانو د استخدام یادونه کړې او ویلي يې دي چې تر اوسه هم افغان چارواکي نه دي توانيدلي چې د خپلو ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو او هلکانو د استخدام مخه ډب کړي.

باید وویل شي چې څه موده وړاندې واشنګټن پوسټ هم د فرانس پریس خبریال «انوج چوپړا» یوه لیکنه خپره کړې وه چې د قومندانانو له لوري يې د ښایسته معصوم هلکانو د استخدام په اړه لیکلې وه او ویلي وه چې په ځانګړي ډول په روزګان او ځینو نورو مرکزي او جنوبي ولایتونو کې دولتي چارواکې ځکه قومندانانو ته په دې اړه څه نشي ویلای چې ویره لري هغوی به حکومت پریږدي.

د سیګار د راپور په لنډیز کې راغلي چې امریکايي ځواکونه هم د دولتي ځواکونو پر دغه جرم سترګې پټوي او د افغان چارواکو پالیسي هم ناڅرګنده او پیچلې ده، او زیاته کړې يې ده چې حتی ځیني وخت ددې پر ځای چې پر ماشومانو جنسي تیری کوونکي وپيژندل شي او محکمه شي، د قومندانانو د هوس قرباني شوي ماشومان او هلکان مجرم پيژندل کیږي او بندیانیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x