افغانستان

ممنون حسین: پاکستان د یو موټي او باثباته افغانستان غوښتونکی دی

نن ټکی آسیا: د پاکستان ولسمشر ممنون حسين نن  ددې هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې د کابل لپاره د پاکستان له خوا له نوي ټاکل شوي سفير سيد ابرار حسين سره د ليدنې پر مهال وویل ، چې هېواد به يې د يوه پياوړي،باثباته او يو موټي افغانستان لپاره خپلو  هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د پاکستاني رسنیو په حواله ، نوموړي ويلي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره په دې هېواد کې د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې پروسه د ډېر اهميت وړ ده او نور باید دغه جنګ ځپلي هېواد ته سوله او امن راشي.
د پاکستان د ولسمشر په خبره،چې باثباته او سوله ييز افغانستان نه يوازې د ګاونډيو هېوادونو ، بلکې د ټولې سيمې په ګټه دى.
د پاکستان ولسشمر ممنون حسين دا څرګندونې په داسې وخت کښې کړي، چې په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د لومړې وزیر سلاکار سرتاج هم وړمه ورځ  په اسلام اباد کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال پر دې خبرې ټينګار کړى و چې،پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړى ډلې ټپلې ملاتړ نه کوي، پاکستان په دې باور دى چې، افغانستان يو خپلواکه هېواد دى او خپلې ستونزې په خپله اوارولاى شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x