نظــر

ایا اوسني ایتلافونه او محورونه ستونزې حلولی شي!؟

مصدق سهاک
په دې ورځو کې د افغانستان سیاسي فضا د ځینو ایتلافونو او محورونو د جوړېدو شاهده وه. څه وخت مخکې «د افغانستان د ژغورنې لپاره د ایتلاف عالي شورا» د قدرت انحصار، د نظام ړنګېدو او سیاسي کډوډیو د مخنیوي په موخه جوړ شو. همدارنګه یوه نوي سیاسي حرکت د «د افغانستان د خلکو محور» په نوم د« اساسي قانون او سیاسي مشروعیت ته راګرځېدل» تر شعار لاندې، چې د کرزي د دولت له څېرو نه جوړ دی، خپل شتون اعلان کړ. ویل کېږي چې په نږدې ورځو کې به د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار هم یو سیاسي جریان جوړ کړي.

د دولت ضد ایتلافونو او محورونو جوړېدل دا په ډاګه کوي، چې خلک، قومي رهبران، متنفذین او حتی دولتي چارواکي په پراخ ډول د امریکا په لاس له جوړ شوي نظامه ناراضه دي. له شکه پرته په داسې حالاتو کې د نظام د دیکتاتورۍ او فساد پر وړاندې د ایتلافونو او محورونو جوړېدل ظاهراً یو نېک کار دي؛ خو په دې شرط، چې سیاسي خوځښتونه په مشخص فکر، تعریف شوې لاره او تدوین شوي پروګرام سیاسي مبارزه وکړي.

له بده مرغه اوسني ایتلافونه او محورونه د دولت ژورو او پراخو تشو ته ځواب نه شي ویلی یا په لویه کچه یو سیاسي تغیر نه شي را منځته کولی؛ ځکه سیاسي خوځښتونه دولت ته د اصلاحي وړاندیزونو یو لیست وړاندې کوي، چې زیاتره یې په دولتي او اداري کچه د اصلاحاتو یا د افرادو او څېرو د تغیر او تبدیل ښودونکي دي. هغه اصلاحات، چې په اساساتو کې د حاکم نظام تابع او د اوسني وضعیت ادامه ده.

یا دا چې دا خوځښتنونه داسې هیلې او ارزوګانې مطرح کوي، چې نظام دې داسې او یا هسې شي او یا دې په پلانۍ برخه کې د دولت پالیسي اصلاح شي. په ښکاره ډول سیاسي خوځښتونه د یو سر تر پښو فاسد، چټل او لاسپوڅي نظام په اډانه کې اصلاحات غواړي. په داسې حال کې، چې دا نظام اصلاح او پیوند ته نه، بلکې اساسي تغیر ته اړتیا لري.

د دې تر څنګ دا حرکتونه د دموکراتیکو اصولو لکه: انتخاباتو، لویې جرګې او مدني عدل غوښتنې په پام کې نیولو سره، غواړي خپله مبارزه پر مخ یوسي؛ په داسې حال کې چې کله دا حرکتونه د دا ډول اډانې پر اساس قدرت ته ورسېږي، نو په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او پانګوالۍ د اوسني فاسد نظام د ماشین یوه پرزه کېږي؛ چې هېڅکله د دغه وضعیت پر تغیر باندې نه برلاسي کېږي.

له دې امله پر ځای ده، چې دا پوښتنه وکړو، د روښنایۍ غورځنګ او تبسم هغه لسګونه زره کسییز لاریونونه چې ښارونه يې ونیول، پایلې یې څه وې؟ او کوم تغیرات یې رامنځته کړل؟ په تېرو دوو میاشتو کې د زنبق څلولاري د چهارشنبې له برید وروسته د پراخو لاریونونو شاهد وو، خو پر ډېرو تلفاتو سربېره ولې کوم بدلون رامنځته نه شو او ولې يې د اوسني حالت په تغیر کې یې هېڅ اغېز نه درلود؟ یا لسګونه مات ایتلافونه چې په تېرو کلونو کې رامنځته شوي، خو د یوه باد په راتګ يې ولې لړزانده رېښې له بېخه وختې؟

ځواب یې په یوه ټکی کې ویل کېږي. دا خوځښتونه د افغانستان په قضیه کې د یوه پراخه او روښانه لیدلوري او د افغانستان د پېچلي سیاسي، اقتصادي او اجتماعي وضعیت لپاره یو د اعتبار وړ بدیل په وراندې کولو کې پاتې راغلي، چې د هغه په رڼا کې یو اساسي تغیر رامنځته کړي. د پورتنیو خوځښتونو تګلاره په کمو اصلاحاتو او لږو تغیراتو سره د فعلي نظام ادامه ده. له همدې امله یې کوم محسوس تغیر نه دی رامنځته کړی.

همدارنګه د اوسنیو سیاسي خوځښتونو رهبران هم پخوانۍ تېروتنې تکراروي او د اصلاحاتو غوښتونکي دي. لکه څرنګه چې د افغانستان ژغورنې ائتلاف له رهبرانو نه عطاء نور وايي: «د ائتلاف غړي د نظام ستنې دي او موخه يې د نظام اصلاح ده». د دغه ایتلاف بل رهبر محمد محقق وایي: «ولسمشر دې انحصار پرېږدي او قدرت دې ووېشي.» په داسې حال کې چې دا نظام اصلاح او تمرکز ته اړتیا نه لري؛ بلکې د دغه نظام رېښې باید وایستل شي او په الهي نظام بدل شي.

د دې تر څنګ «د افغانستان د خلکو محور» سیاسي خوځښت اصلي شعار «اساسي قانون او سیاسي مشروعیت ته راګرځېدل» ټاکلی دی. په داسې حال کې چې د افغانستان اساسي قانون خپله د فساد او اوسني ناوړه وضعیت اصلي سرچینه ده، چې قانون جوړونه او حکومتوالي يې د بشر عقل ته پرېښې، چارواکي د خپل نفس او د غربي کاپي شوو قوانینو مطابق حکومت کوي او په پایله کې د فردي، ټېمي او قومي ګټو د تامین په لټه کې دي.

نو په افغانستان او ټولو اسلامي د خاورو کې د ثبات او ارامۍ راوستو لپاره د اساسي تغیر یوازینۍ لار او د ستونزو د حل اصلي نسخه هماغه شرعي طریقه ده. شرعي طریقه حکم کوي، چې د سیاسي حرکتونو او خوځښتونو د مبارزې موخه باید اسلام او اسلامي ژوند ته رسېدل وي. په ضمن کې د یو فاسد نظام په جوړښت کې په اصلاحاتو له هغه د خیر تمه نه شو لرلی؛ بلکې هغه نظام باید له بېخ او بنیاده وخېژي او پر الهي نظام او قوانینو بدل شي. دلته نو د سیاسي ایتلافونو او محورونو پر کار باورمند کېدلی شو. که نه نو اوسنی وضعیت، همغه دېګ، همغه شلغمه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x