افغانستان

عطا نور: د حکومت کږې پښې به ورسمې کړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۱۰ زمری، ۱۳۹۶): د بلخ والي عطا محمد نور په ګډ حکومت توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د اوسني حکومت موقفونه په هیڅ صورت نه شي زغملی.

نوموړي نن په مزار شریف کې د (افغانستان د ژغورنې ایتلاف) ګوند د پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د یو رښتوني سیاسي او ملي حکومت د رامینځته کولو هڅې کوي او په دې لار کې له هیچا څخه ډار نه لري.

د (افغانستان د ژغورنې ایتلاف) چې په دې وروستیو کې د جمعیت اسلامي، جنبش ملي (دوستم)، حزب وحدت (محقق) ترمینځ د یو توافق په نتیجه کې تشکیل شوی، تر اوسه په ابتدايي پړاو کې دی، خو ښاغلی نور وايي چې ډیر ژر به په کابل کې رسما اعلان شي.

د بلخ والي عطا محمد نور په خپلو خبرو کې وویل چې دغه ایتلاف به «د اوسني مستبد حکومت کږې پښې ورسمې کړي».

ښاغلي نور د ګډ حکومت مشرانو ته، چې نوموړی یې ارګ مېشتي بولي، ګواښ وکړ چې که غوښتنې يې ونه منل شي نو دوی دې هم په حکومت کې د استقرار تمه نه لري. هغه زیاته کړه:

« مونږ ارګ مېشتو ته وایو: تر هغه وخته چې عدالت تامین نه شي، تاسو د غرور له نیلي راکوز نه شئ، د قدرت انحصار د څلورو پنځو کسانو له لاسه ونه باسئ تاسو نه شئ کولی چې د حکومت په پاتې یو نیم کلنه موده کې استقرار ولرئ».

د بلخ والي د ګډ حکومت په مشرانو نیوکه وکړه چې د افغانستان د قومونو ترمینځ د کرکې او نفاق اور ته لمن وهي او په وینا یې، حتی پښتانه یې هم په خپلو مینځو کې په اختلاف اخته کړي دي.

نوموړي حکومتي مشران د امنیت په راوستو کې ناکام وبلل او زیاته یې کړه چې دوی ته امنیتي بې کفایته «مات ګوډ» مشران د تحمل وړ نه دي او په وینا یې که د ارګ مېشتو په کار وي نو د ځان لپاره دې يې په شخصي توګه وساتي.

د بلخ والي په بهرنیو هیوادونو غږ وکړ چې خپلې پیسې بې ځایه مصرف نه کړي او له افغانستان سره د مالي کومک د بهیر شفافیت ته جدي توجه وکړي او باید په دې وپوهیږي چې د افغانستان د رغونې لپاره د دوی رالیږلې پیسې کومې خوا ته ځي.

ښاغلي نور همدا راز څرګنده کړه چې له افغانستان څخه د لبنان هیواد د ځینو اوسیدونکو لخوا پیسې ایستل کیږي او زیاته یې کړه:

«هغه پیسې چې لبنانیان یې د فلای دوبۍ الوتکو په واسطه له افغانستان څخه باسي، چېرته ځي؟ دا پیسې د چا دي چې یو لبنانی یې له افغانستان څخه باسي؟ دا پوښتنه ځواب غواړي».

نوموړي په دې اړه نور وضاحت ورنکړ چې اشاره یې چا ته ده، خو وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې د رولا غني ورور (خطیب المعالي) کابل ته راغلی او د اشرف غني له واک څخه په استفادې په سترو پروژو کې د مداخلې له کبله میلیونونه ډالر خپل جیب ته اچوي.

عطا محمد نور د ولسمشر لومړي مرستیال رشید دوستم څخه کلکه دفاع وکړه او ویې ویل چې «مونږ غواړو چې د ولسمشر لومړی مرستیال دې پرته له قیده او شرطه افغانستان ته راوګرځي او په خپلې دندې پیل وکړي».

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ایشچي حساسه موضوع که له یوې خوا د دې لامل ګرځېدلې چې له ارګ څخه د ولسمشر د لومړي مرستیال دوستم ټغر ورغونډ کړي، له بلې خوا یې د دوستم او عطا محمد نور په شان سرسخته مخالفین په یو ټغر راغونډ کړل، چې اوس دواړه له مشترک دریځ څخه د ګډ حکومت بقا ته ګواښونه کوي.

تر اوسه د ګډ حکومت غبرګو مشرانو د عطا محمد نور څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

د بلخ والي عطا محمد نور په خپلو خبرو کې وویل چې دغه ایتلاف به «د اوسني مستبد حکومت کږې پښې ورسمې کړي».I think the government is planing to fix his crooked legs very soon.

الحاج استاذ بیانزی

ام اج ای صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه !
زما د حالاتو د ارزونی له مخی نه نور د غنی او نه غنی د نور پشی سمولی یا کږولی شی د دواړو پښی امریکا او ناتو سمی کړی او هغوی به یی کږوی ، دوی د خبلو کورنیو سره خبری کول او داسی نور دامریکا او ناتو به اجازه او خوښه کوی نو خپلو کی به کله یو دبل پښی سمی یا کږی کړی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x