ننګرهار کې امریکايي چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۱۰ زمری، ۱۳۹۶): په ننګرهار ولایت کې تېره شپه یوه امریکايي چورلکه رانسکوره شوې چې په اړه یې طالبانو او امریکایانو بېلابېل راپورونه ورکړي.

طالبان وايي چې یادې چورلکې غوښتل چې د سپین غر ولسوالۍ اړوند په چهلګزي سیمه کې چاپه ووهي چې د دوی له برید سره مخ شوه.

خو په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ویلي چې چورلکې په اچین ولسوالۍ کې د «تخنیکي ستونزو له امله بیړنۍ ناسته» کړې.

که څه هم د طالبانو او امریکایانو په خبرپاڼو کې جلا جلا ولسوالۍ یادې شوي دي، خو د سیمې اوسیدونکو په وینا د چهلګزي سیمه د سپین غر ولسوالۍ تر رسمي کیدو وړاندې د اچین ولسوالۍ مربوط وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې په ویشتل شوې هلیکوپتر کې سپاره ټول امریکايي «اشغالګر» عسکر وژل شوي او سیمه لا هم د امریکايي ځواکونو تر محاصرې لاندې ده.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ خبرپاڼه بیا د هلیکوپتر د عملې د دوه تنو د «سربېرن ټپي کیدو» خبر ورکوي او زیاتوي چې نوره عمله په مصئونه توګه ژغورل شوې.

په دې مینځ کې د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي په پیښه کې د دوه تنو امریکايي عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې چورلکه هم په بشپړه توګه ویجاړه شوې او سپاره عسکر هم ترې ژوندي نه دي وتلي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې له یادې پیښې وروسته امریکايي ځواکونه د خپلو مړو او ټپیانو په انتقال بوخت شول او چاپه یې ماته شوه.

د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ خبرپاڼې د یادې چورلکې نوعیت (بلیک هاوک ۶۰) ښودلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د