jams.dobins

افغانان ریښتیا په هیواد کې د امريکايي ځواکونو شتون غواړي؟ -سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تیره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جيمز ډوبينز ګواښ وکړ، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د نه شتون له امله بی ثباتي او ګډوډي را منځته شي.

نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امريکا د سولې انسټيټيوټ له خوا د افغانستان په اړه د يوه کنفرانس پر مهال وکړې.ښاغلي ډوبیز په خپلو څرګندونوکې وویل چې افغانان تر٢٠١٤ کال وروسته په هيواد کې د امريکايي ځواکونو شتون غواړي او دهمدې غرض لپاره دوه کاله مخکې کابل له واشنګټن سره ستراتيژيک سند لاسليک کړ او په دغه سند کې راغلي وو، چې دواړه خواوې به امنيتي سند هم لاسليکوي.

امریکايي استازي دا هم ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې يواځې د طالبانو مشر ملا محمدعمر د کابل او واشنګټن تر منځ له امنيتي سند سره مخالفت لري.

حقیقت دادی چې د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو تګلاره او نظریات تل پر داسې وهمیاتو بناوي چې له واقعیت سره هیڅ اړخ نه لګوي. هغوی په افغانستان باندې د یرغل په مهال هم داخبره کوله چې مونږ افغانستان ته د بي ثیاتي او ګډوډي د له منځه وړلو په خاطر راغلي یو، خو افغانانو ولیدل چې له تیرو ۱۳ کلونوراهیسې د امریکايانو ترڅنګ د هغوی د لسګونو زره ایتلافیانو له شتون سره سره يې هیواد د بد امني ، اوګډودي په اور کې سوځي.

افغانانو دسر په سترګو ولیدل چې د یوسل او پنځوس زره بهرنیو ځواکونو له موجودیت سره سره نه د هغوی ښارونه له نا امني څخه خوندي شول ،نه دهغوی کلي او نه یې هم دهیواد سرحدونه .

په نا امني سربیره د افغانانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره افغانستان په فساد کې نړیوال ریکارډ قائم کړ، د نشه يي توکوتولید ورکې تر ټولو لوړې کچې ته ورسیدو ،دښځوپر خلاف تاوتریخوالی ، او په دې اسلامي ټولنې کې د ایډز د مهلک مرض پراختیا دهمدغو امریکایانو له شتون سره په افغانستان کې عامه شوه.

سړی نه پوهیږي چې د ډوبینز هدف له بي ثباتي څخه کوم ډول بي ثباتي ده ؟

دسیاسي بي ثباتي تر څنګ په افغانستان کې نورې ټولې ناخوالې همدا اوس عملا د امریکایانو دشتون محصول دي ، نوافغانان به دکوم منطق او تعقل له مخې دا قبوله کړي چې په خپل هیواد کې د بي ثباتي د عاملینو پاتي کیدل وغواړي؟

حقیقت دادی چې یواځې طالبان نه، بلکې ټول افغانان د امریکایانو له اشغال سره مخالف دي اود هغوی په مقابل کې په پوځي اوسیاسي مقاومت لاس پوري کړی.

د طالبانو دپوځي مخالفت تر څنګ د کابل په زړه کې د ملي يووالي او په هېواد کې له بهرنيو پوځي اډو سره د مخالفت جبهه د دغه سیاسي مخالفت یوه ژوندۍ بیلګه ده .

دکرزي حکومت چې خپله امریکایان یې د افغانانود ارادې ممثل حکومت بولې هغه هم په تکرارسره امریکایان په افغانستان کې د بي ثباتي او ګډ وډي لامل ګڼي او له هیواد څخه د وتلو غوښتنه یې کوي .

سړی نه پوهیږي چې ډوبینز کوم افغانان ښیئ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون غواړي ؟

د افغان ولس سیاسي ، نظامي او عادي وګړي خو ټول د هغوی له شتون سره مخالفت لري او ژرترژیې له هیواد څخه د وتلو غوښتونه کوي .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د