جان مکين: ټرمپ لا هم د افغانستان په اړه بريالۍ ستراتيژي نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۱۰ زمری، ۱۳۹۶): د امريکا متحده ايالاتونو د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کميټې مشر جان مکين وايي، چې ولسمشر ټرمپ د شپږو مياشتو په تېرولو سره لا هم په دې نه دی توانېدلی چې د افغانستان لپاره بريالۍ ستراتيژي جوړه او اعلان کړي.

نوموړي، دغه څرګندونې تازه په يوه اعلاميه کې کړي او د امريکا له ولسمشر ټرمپ يې غوښتي ترڅو ژرترژره د افغانستان لپاره خپله پاليسي اعلان کړي.

نوموړي د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر تګلاره نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې د نوموړي «له ماتې څخه د مخنیوي» اته کلنه ستراتېژي د امریکايي ځواکونو په ځاني او مالي زیان تمامه شوې ده.

جان مکین چې څه موده مخکې د مازغو د سرطان په ناروغۍ اخته شوی دی، په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمير د کمولو او له افغانستانه د عسکرو د ويستلو سره مخالف نظر لري.

بايد وويل شي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه مياشتې مخکې ويلي و چې د جولای مياشتې تر پنځلمسې نيټې به د افغانستان او سيمې په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړي، خو له يادې ڼيتې تر پوره کېدو وروسته د امريکا د دفاع وزير رسنيو ته وويل، چې د ټرمپ اداره لا هم د افغانستان په اړه د تګلارۍ پر جوړولو مشورې کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر غواړي چې افغانستان ته نور امریکایي ځواکونه واستول شي خو د ولسمشر ټرمپ مشاور ډیوډ بېنن د نورو پوځيانو له لېږلو سره مخالفت ښودلی دی.

د وال سټريټ جورنال تېره ورځ په خپله مقاله کې ليکلي و چې د ټرمپ اداره لا هم زړه نا زړه ده چې افغانستان ته نور پوځيان ولېږي او که ټول عسکر بيرته وباسي، ويل کېږي امريکايي چارواکي په ۳۹۰۰ اعلان شويو امريکايي سرتيرو هم سره موافقه نه لري چې افغانستان ته يې واستوي او که نه.

انډپنډنټ برتانوۍ ورځپاڼې پرون په يوه مقاله کې ليکلي و، چې ښايي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ويستلو پريکړه وکړي.

ډیری شنونکي وايي، چې افغانستان ته د نورو پنځه زرو امريکايي عسکرو راستول دغه جګړه نه شي ګټلی او په وينا يې چې له يولک ډیرو عسکرو دغه جګړه ونه ګټله نو د پنځو زرو عسکرو په رالېږلو به څه ډول وګټل شي.

بايد وويل شي، چې د بلېک واټر د خصوصي شرکت مشر چې اوس د امريکا د دفاع وزارت سلاکار هم ټاکل شوی ويلي، که له افغانستانه امريکا ووځي نو ګډ حکومت به په څو اوونيو کې له سقوط سره مخ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د