سيګار: څلورو مياشتو کې ۶۷۰۰ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۱۰زمری، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار ادارې «سیګار» په خپل يوه تازه راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې د روان زيږديز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ۶۷۶۹ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيګار په خپل راپور ددغو ارقامو په اړه ويلي دي چې په افغانستان کې يوازې د روان کال په لومړیو څلورو مياشتو کې ۲۵۳۱تنه عسکر وژل شوي دي او ۴۲۳۸ نور ټپيان شوي دي.

سيګار اداره وخت په وخت د افغانستان په اړه راپورونه خپروي چې تر دې وړاندې يې هم په بيلابېلو موضوعاتو راپورنه خپاره کړي دي.

تير کال هم يادې ادارې په خپل يو راپور کې ويلي وو چې په لس مياشتو کې ۶۷۸۵ تنه عسکر او پوليس وژل شوي وو، چې دغه تازه شميرو د تيرو هغو په نسبت ډيره لوړه ده.

د یادونې وړ ده چې په دې وورستيو کې د وسله والو طالبانو په بريدونو او جګړو کې تيزوالی راغلی دی چې له امله يې د افغان امنيتي سرتيرو مرګ ژوبله زياته شوې ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د