افغانستان

لوګر: بهرنیو ځواکونو د ملي پیغام راډيو پر دفتر برید کړی

نن ټکی آسیا: د لوګر ولایت خبریالان وايي، بهرنیو ځواکونو تېره ورځ د دغه ولایت په یوه محلي راډيو برید کړی، د مشر سربېره دوه کارکوونکي یې بندیان کړي او ډېری وسایل یې ور مات کړي.

ویل کېږي، چې بهرني عسکر پرون ناوخته د ملي پيغام په نوم راډيو دفتر ته ننوتلي ، د دفتر کارکوونکي یې له وهلو-ډبولو وروسته له ځانه سره وړي او ګڼ تخنیکي وسایل یې ور مات کړي دي.
تر اوسه په دې رسنۍ د برید د لامل په باب څه نه دي ویل شوي.
د لوګر د خبریالانو اتحادیې او د سویلې آسیا د آزادو خبریالانو ټولنې (سپما) په دې پېښه ژوره خواشینې ښودلې او په سختو ټکیو یې غندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x