نړۍ

د طالبانو د دفتر پر کوربه توب قطر او امارات دواړو دیپلوماتیکي هڅې کړي وې

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۱۰زمری، ۱۳۹۶): په داسي وخت کې چې په امریکا کې د متحده عرب اماراتو سفیر پر قطر تور پوري کوي چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه توب کوي، د نوموړي پخواني ایمیلونه څرګندوي چې په امریکا کې يې د نوموړي دفتر د کوربه توب لپاره سیاسي او دیپلوماتیکي هلي ځلي کړي دي.

د اماراتو سفیر څو ورځې وړاندي په یوه مرکه کې پر قطر تور پوري کړ چې په یوه وخت کې د اخوان المسلمین، حماس او طالبانو د سیاسي دفترونو کوربه توب کوي، دا ټوله یو ناڅاپي نه دي شوی بلکې په اصطلاح د «تروریزم» سره د قطر پر ملاتړ دلالت کوي.

خو د نوموړي یو زوړ اکاونټ د انټرنیټ هیکرانو ته په لاس ورغلی او هغه ټول ایمیلونه یې د رسنیو سره شریک کړي دي چې نوموړي په واشنګټن کې د مسؤولینو سره تبادله کړي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د یوه راپور سره سم په واشنګټن کې د اماراتو سفیر ډېره هڅه وکړه تر څو د طالبانو سیاسي دفتر ددوحې پر ځای په ابوظبي کې پرانیستل شي.

سرچینه زیاتوي چې د کال ۲۰۱۱، سپتمبر میاشتې پر ۱۲ مه نیټه اماراتي دیپلوماټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي مسؤول «جیفري فیلټمان» څخه پوښتنه کړې چې د طالبانو دفتر باید چیرته وي.

په لیک کې اماراتي دیپلوماټ لیکلي چې مونږ داسي فهمولي لکه دا دفتر چې به په ابوظبي کي پرانیستل کیږي، ځکه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم مونږ داسي خبر کړي یو.

خو په کال ۲۰۱۲ کې د جنوري پر ۲۸مه خپله سفیر العتیبه د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې ویلي چې د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر یو غوصه ناک تلیفون می تر لاسه کړ چې څرنګه د طالبانو دفتر په دوحه کې خلاصیږي.

نوموړی ویلي: ماته د عبدالله بن زاید (بهرنیو چارو وزیر) له لوري یو غوصه ناک تلیفون وشو، هغه پوښتنه کول چې ولي مونږ نه یو خبر شوي، دوی (قطریان) په هره موضوع کې مداخلت کوي، نو پرېږده چې دوی له همدې غاره وچیچل شي په راتلونکي …… نوموړي د راتلونکې وروسته خاليګاه پرې ایښې او وضاحت یې نه دی کړی.

باید وویل شي چې په کال ۲۰۱۳ کې طالبانو په قطر کې سیاسي دفتر پرانیست او په هغه کې یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دوی به د امریکا سره د هغوی د ځواکونو د ایستلو پر موضوع مذاکرات وکړي او همداسي به د بندیانو تبادله او نور د افغانستان جګړې اړوند موضوعاتو باندي د نړیوالو او امریکایانو سره خبرې اتري وکړي.

هغه وخت طالبانو وویل چې قطر یې ځکه انتخاب کړی چې په افغانستان کې پوځي ځواکونه نه لري او په ورته وخت کې یو بې طرفه دریمګړی هیواد دی چې د نړۍ په نورو مهمو موضوعاتو کې يې هم بریالی منځګړیتوب کړی دی.

طالبانو په خپل یوه وروستی اونیزه تبصره کې لیکلي وه چې دوی جګړه په انتخاب نه کوي، بلکې ورته مجبوره شوي دي، او زیاته کړې وه چې دوی په قطر کې سیاسي دفتر پر دې دلالت کوي چې دوی سوله ییز حل ته هم اماده دي، خو مخالف اړخ نه د سوله ییز حل طرحه لري او نه هم غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x