نړۍ

پاکستان په کوټه ښار کې د طالبانو د نیولو لپاره چاپې اچوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه ، ۱۱زمری، ۱۳۹۶): د تیرې دوشنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د چالوباوړۍ سره نږدې د اسحاق اباد پر کلي د پاکستان پوځ لویه چاپه اچولې وه او د دغه کلي لوی جوماتونه، مدرسې او ځیني هغه کورونه یې تالاشي کړل چې په اړه یې ویل کیږي د طالبانو ځیني مشران پکې میشت دي.

ویل کیږي چې له پاکستاني ځواکونو سره په دغه چاپه کې د افغانستان ځیني استخباراتي چارواکي هم مل وه، چې په تورو شیشو لرونکو موټرو کې ناست وه، له بهره نه مالومیدل خو دوی شاوخوا سیمه څارله او د چاپې له ځایه یې له نږدې څارنه کوله.

په اسحاق اباد کې یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغه چاپو کې پاکستاني ځواکونو او ورسره مل د کابل استخباراتو هیڅ هم نه دي ترلاسه کړي او هیڅ مطلوب کسان یا طالب مشران نه دي موندل شوي. سرچینې زیاته یې کړه چې له کورونو او مدرسو څخه به نیول شوي کسان د تورو شیشه لرونکو موټرو مخته تېرول کېدل او بیا به خوشي کېدل چې پر دې دلالت کوي چې ددوی مطلوب کسان نه دي موندل شوي.

یادې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې مخکې دغه کلی د طالبانو په نامه مشهور شوی خو اوس یې اکثره پخواني هستوګن افغانستان ته کډه شوي دي، په ځانګړي ډول له تیرو دوه کلونو راهیسي چې د افغان مهاجرینو او شناخت کارډونو موضوع راګرمه شوې او دغه راز د طالبانو ځیني مشران د پاکستان له لوري ونیول شول؛ ځیني طالب مشران چې په دغه کلي کې هستوګن وه، د افغانستان هغو سیمو ته کډه شول چې دوی ورباندي واکمن دي.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکې څو ورځې وړاندي نن ټکی اسیا ته وویل چې د پاکستان له لوري د طالبانو پر ضد اقدامات ورځ په ورځ سختیږي او ستونزې ورته ایجادیږي چې له امله یې په کوټه ښار کي په طالب پلوو کورونو او مساجدو د پوځیانو چاپه د ورځې معمول ګرځېدلی دی.

دغه چارواکي وویل چې د طالبانو اکثره مشران او پوځي قومندانان له پاکستانه وتلي او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې مفتوحه سیمې لري چې هلته په ښه او باعزته توګه ځانونه او کورنۍ خوندي کولای شي.

د کتونکو له نظره پاکستان هڅه کوي چي په دا ډول اقداماتو امریکا او د کابل ادارې ته ځان نږدي او رضایت یې حاصل کړي خو داسي ښکاري چي طالبان او پاکستان میشته افغان مهاجرین به خفه کړي او مقابل لوری به هم خوشاله نه کړي؛ ځکه چي د کابل اداره او امریکا اوس تر پاکستان هندوستان ته ډیر نږدې دي څوک چی په سیمه کی د پاکستان تر ټولو سخت دښمن بلل کیږي.

باید وویل شي چې په کوټه ښار کې د طالبانو پر ضد نوي عملیات او چاپې وروسته تر هغه پیل شوي چې پاکستان او افغانستان ته د امریکا د کانګریس غړو د جون ماکین په مشري سفر وکړ او له دواړو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې په سرحدي ښارونو او سیمو کې د طالبانو پر ضد ګډ عملیات وکړي. ګمان کیږي چې پاکستان له ځانه د فشار کمولو په خاطر د ملی امنیت په ملتیا په ځانګړي ډول هغه ځایونه په نښه کوي چې د کابل چارواکي تل ورته اشاره کوي او وايي چې د طالبانو مشران په یادو سیمو کې مېشت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Taliban fighters are living inside Afghanistan in the areas with no government control.

شفيق الله ابدالي د باکستان سندهـ ايالت څخه

چاپه ټکۍ په ځائې = لټونې عمليات کارول به ډېر ښه وي ستاسو په دې لاندي خبر کښې
چاپه د اردو تورۍ دے

پاکستان په کوټه ښار کې د طالبانو د نیولو لپاره چاپې اچوي

الحاج استاذ بیانزی

دا نو څه د قران توری دی چه کوم لغت دی په بله ژبه ونه لیکل شی ،پشتانه خلقیان او پرچمنیان چه د کمونیزم له وحشت شرمیږی ځان ونوموی ځانو ته نشنلستان ( افغان ملتیا ن وایی چه په دی واسطه به بل رنګ مسلمان پشتانه تیر باسی له بشتو یی قران او له پشتونوالی یی اسلام جوړ کړی د انګریزی لغاتو سره چه څه ډالر تری تر لاسه کوی دومره حساسیت نه لری لکه څومره چه د اسلامی ژبو سره لکه عربی ، فارسی او اردو سره حساسیت او دشمنی ښیوی . یو کمونست یا نشنلست ډاکتر چه په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ډالر دومره خواږه ده چه د ځانو او ناموس په بیه هم شی تر لاسه کوی یی ، تاسی ګوری چه افغانستان ، پاکستان عراق سوریه حتی سعودی امارات مصر او ټوله اسلامی نړی کی فعال مسلمانان د دهشتګرو په نامه د خپلو غلامانو به واسطه په خپلو کورو او خپلو اسلامی هیوادو کی نیسی ، زندانو ته یی اچوی شکنچه او به بیلا بیلو ستونزو یی وژنی او یا یی لږ تر لږه غیر فعالوی د هغو هیوادو غلام حکومتونه د مسلمانانو د تیرویستلو د پاره خپلو حکومتو یا هیوادو ته اسلامی جمهوریت او اسلام جمهوریت نومونه یادونه په… نور لوستل »

محمد

بالکل حق بیان دی کړی دی – ژوندی اوسی بیانزی صاحب

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x