په حج بدل کې د دوو غلط فهميو ازاله

مفتي احسان الله 

کله چې يو څوک په مرض الموت، يعني داسي مرض اخته سي، چې په غالب ګومان به دا مرض تر مرګه ورسره وي، او دهغه مرض سره، دحج سفر ورته ګران وي، بل چا ته دحج کولو ووايې.

يا دعمر دزياتوالي له امله ډير ضعيف وي، په خپله حج نه سوای کولای.

يا پر يو چا حج فرض وي، خو دڅه مشکل له امله يې په ژوند کې ادا نه کړي، او دحج وصيت وکړي.

په دې ټولو صورتو کې حج بدل روا دی، خو دچا له طرفه چې حج کيږي، يو څو لازم شرائط لري.

اول: دحج بدل مصرف به ټول دهغه له ماله ادا کيږي.

دوهم: دآمر يا وصيت کونکې له وطن څخه به حج کوي.

دريم: په حج بدل کې به داجرت شرط نه وي.

له دغه درو شرائطو څخه چې ديو هم مخالفت وسي، دآمر، يا وصيت کونکي حج نه ادا کيږي.

الحاصل:

که په حج بدل کې دحج مصرف ټول يا اکثر بل څوک ورکړي، د آمر او وصيت کونکي حج نه ادا کيږي.

يا دآمر او وصيت کونکي له وطنه څخه حج ونه کړي، بيا هم ددوی پر ذمه حج پاتي دی.

يادونه: که دمړي دترکې درېيمه دونه نه وي، چې دمړي له وطنه ورباندي حج ادا سي، نو له کومه ځايه چې حج ورباندي کيدلای
سوای، بس له هغه ځايه حج کول ورته روا دی.

او يا که دحج بدل لپاره يو څوک په اجاره يا مزدوري ونول سي، بيا هم دآمر او مړي حج نه ادا کيږي.

اوله غلط فهمي:

ډيری خلک دا خيال کوي، چې دمړي لپاره به حج بدل هم وکړو، او پيسې به هم وسپموو، بس نو په مکه مکرمه کې يو چا ته
دحج بدل ووايې.

په دا رقم بالکل د مړي حج نه ادا کيږي.

دوهمه غلط فهمي:

ډيری خلک دحج بدل لپاره په اجاره او مزدوري څوک نسي، هغه ته دحج بدل دادا کولو په بدله کې روپۍ ورکوي، حال دا چې دا جاره دشريعت له نظره بالکل غير جائزه ده، په دې اجاره کې چې دحج بدل له مصرفه څومره مال هم زيات سي، ټول به آمر يا دمړي وارثانو ته بېرته ورکوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د