پاکستان او انډیا… نن به سیمي فاینل لوبه څوک وګټي؟؟

semifinal_india_vs_pakistan

لاندي چېنل به په ژوندی توګه لوبه نشر کړی… کله چې شروع سی.. او د پاکستان په وخت 2 بجې به شروع کیږی..

{iframe}http://nunn.asia/tv_channels/wc_live.html{/iframe}

كه لوړ چېنیل کې لوبه نه وي، یا نوره څه ستونزه وي.. د لاندي چېنل څخه کار واخلی:

{iframe}http://nunn.asia/tv_channels/geosuperNunn.html{/iframe}

نور چېنلونه به ده ضرورت په وخت پر لیکه شي..

 


 

نن ټکی آسیا: د ملیونو ډالرو سوال نن هرې خواته ګرځي را ګرځي، او هغه دا چې د نن سیمي فاینل به څوک ګټي، انډیا که پاکستان؟

هیڅ څوک څه نسي ویلاي، د انډیا پلویان وايي چې زمونږ لوبډله یې ګټي، او مقابل طرف پاکستان هم په دغه لوبه کې تر چا ځان ټیټ نه بولي، او هر یو وايي چې پاکستان یې ګټي..

مګر څوک به یې ګټي، دا یو سوال دی، او تر هغو به ددې سوال جواب څوک ونه مومي تر څو چې د صبا په لوبه کې اخیر بول (ګینډ) غورځول سوی نه وی..

که د ورلډ کپ ریکارډ ته وګورو، نو داسي مالومیږی چې انډیا به یې وګټي، ځکه چې تر اوسه پاکستان د ورلډ کپ په مېچو کې په دې نه دی توانیدلی چې د انډیا څخه یوه لوبه هم وګټي، مګر که انډیا او پاکستان خپل منځي ټولو لوبو ته وګورو، نو بیا د پاکستان د ګټلو چانس ډېر دی، ځکه چې انډیا او پاکستان تر منځ چې څومره لوبي سوي دي، په هغو کې اکثریت پاکستان ګټلی دی..

که د ټولو تر مخه د پاکستان او انډیا تر منځ د لوبو ریکارډ ته وګورو نو هغه په لاندي شکل دي:

په ون ډې (50 اوریز) لوبو کې پاکستان او انډیا تر اوسه 124 واره سره مخامخ سوي دي، چې په هغو کې پاکستان 69 لوبي ګټلي، او انډیا صرف 46 لوبي ګټلي، او 4 لوبي بې پایلي پاته سوي دي، 5 د بارانو له وجي بیخي پوره سوي نه دي..

په انډیا کې دننه ددوی تر منځ 28 لوبي سوي دي، چې په هغو کې انډیا 9 او پاکستان 17 لوبي ګټلي، دوې لوبي بې پایلي پاتي شوي دي.

په پاکستان کې دننه ددوی تر منځ 27 لوبي سوي دي، چې په هغو کې هم انډیا 11 او پاکستان یو وار بیا 14 لوبي ګتلي..، دوې لوبي بې پایلي پاتي شوي دي.

په شارجه کې پاکستان او انډیا 26 لوبي کړي، او دلته هم انډیا صرف 7 لوبي ګټلي او پاکستان 19 ګټلي، 7 لوبي بې پایلي پاتي شوي دي.

لکه څرنګه چې مو مخکي وویل، که ټولو لوبو ته وګورو نو د پاکستان ریکارډ تر انډیا ښه دی، مګر که ورلډ کپ ته وګورو، نو د پاکستان او انډیا تر منځ صرف 4 لوبي سوي دي، او څلور سره انډیا ګټلي دي.. اوله لوبه د دواړو هیوادونو تر منځ په اسټرالیا کې دسیډني په ښار کې په کال 1992 وسوله، چې انډیا دغه لوبه په 43 منډو وګټله، دوهمه لوبه د انډیا په بنګلور ښار کې تر سره شوه، چې هم انډیا په 39 منډو وګټله، درېیمه لوبه په د کال 1999 په جون میاشت کې په انګلستان کې ترسره شوه، چې هم پاکستان په 47 منډو بایلوله، او اخیري او څلورمه لوبه د جنوبي افریقیا په سنچورین ښار کې د مارچ په اوله 2003 تر سره شوه، چې هم انډیا په شپږ وکټونو وګټله..

مګر ډېر ماهرین په دې عقیده دي چې لوبي ریکارډ نه ګټي، بلکي په میدان کې لوبغاړي ګټي، او هر طرف چې خپل پر اعصابو کنټرول ډېر کولای سي هغه به لوبه ګټي، ځکه چې د کرکیټ لوبه ده د اعصابو د کنټرول، هر طرف چې په سخت فشار کې هر څونه ځان کنټروله وي، هغونه یې پر لوبي ګرفت ډیريږي..

که د پاکستان او د انډیا د لوبغاړو تر منځ پرتله وکړو، نو د کرکیټ ټوله ماهرین په دې عقیده دي، چې پر ورقي باندي د پاکستان او انډیا هیڅ پرتله نه سي کیدلای، ځکه چې د انډیا په لوبډلي کې د کرکیټ د دنیا دومره غټ نومونه دي، چې هیڅ څوک دا نسي قبلولای چې لوبه به بایلوي، لکه سهواګ، ټنډولکر، ایم ایس دهوني، یوراج، ګمبیر، یوسف پټان، ظهیر خان، هربجن سنګ، او په اخیر کي ځوان لوبغاړی سریش راینا او ورات کوهلي…

دا ټوله داسي لوبغاړي دي، چې که چیري په دغو کې یو هم سم وچلیږي نو مقابل طرف ریز مریز کولای سی… د سهواګ او ټنډولکر داسي جوړه ده، چې هر ټیم غواړي اول دغه دوه د منځه وباسي، ځکه دا دوه په بېټنګ کې د مقابلې لپاره اول راځي، او که چیري د دغو دوو دیوال په اول کې ونړیدی، نو بیا د مقابل لوري له خوا پر لوبي لږ ګرفت مضبوطه کیږي، او که چیري دا دوه ودرېدل، او ژر تر ژره د میدانه څخه ونه ایستل سول، نو بیا د مقابل طرف له خوا لوبه ګټل د یو خوب لیدني په رکم ده..

که چیري دا دیوال وه هم نړیږی، نو بیا هم انډیا د ګمبیر، ورات کوهلي، ایم ایس دهوني، یوراج سنګ، او سریش راینا غندني تکړه بېټنګ کوونکي لري.. چې که یو هم په کښي وچلیږي، مقابل لور د غټ امتحان سره مخامخ کولای سی… دبلي خوا ظهیر خان او هربجن سینګ په بال غورځونه کې کولای سي چې هر وخت او په هر قسم لوبه کې د انډیا پله درنه کړي.

مګر که د بلي خوا د پاکستان لوبډلي ته وګورو، نو د لیري ښکاري چې په بېټنګ کې پاکستان کمزوری او بولنګ کې تکړه دی، ځکه چې د پاکستان کپتان په دې ورلډکپ کې تر ټولو غوره بولر دی، هغه تر اوسه تر ټولو زیات 17 وکټه اخیستي، او د بلي خوا عمرګل هم نن صبا خپل په بهترین فارم کي دی، او په هر میچ کې مهم وکټونه اخلي، د دوی سره سعید اجمل چې اوس په نړی کې د سپین بال په غورځوولو کې او خاص بیا په دوسرا بال غورځولو کې یو تکړه لوبغاړی شمېرل کیږي.. که چیري راولپنډی ایکسپریس شعیب اختر هم لوبه وکړي، نو هغه به هم خپل په اخیرنۍ لوبو کې د ځان ثابتولو پوره کوشش وکړي… د پاکستان په بولنګ کې عبد الرزاق، محمد حفیظ هم داسي بولران دي چې مخالف طرف یې اکثره وخت په اړه کوم خاص پلاننګ نه کوي، او په همدې ځای کې مات خوري.. ځکه چې محمد حفیظ په اصل کې بولر نه دی، او عبد الرزاق هم یو داسي بولر بلل کیږي چې صرف د یو څو اورونو لپاره استعمالیږی..

په بېټنګ کې پاکستان کمزوری ښکاري، او دا خبره له ورایه ښکاري… ځکه چې د پاکستان له خوا ټوله باور په یونس خان او مصباح الحق باندي کیږي او هغه دا وخت په فارم کي نه دي، او هیڅ څوک نشي ویلای چې دوی به دا وار سمه لوبه وکړي او که نه..

د پاکستان اوپنران هم کمزوري دي، د اخیري دوو لوبو ماسیوا د پاکستان اوپنران هر وخت د تذبذب سره مخ دي، او اکثره د پنځوسو منډو تر مخه یې خپل وکټونه بایللی..

مګر د پاکستان په طرف کې د نوو او پرجوشه ځوانانو وجود لکه عمر اکمل، اسد شفیق، او محمد حفیظ یو ښه اشاره بلل کیږي، ځکه چې دې ځوانانو د ورلډ کپ د اول نه ځانونه د یو تکړه لوبغاړو په توګه ځان ثابت کړی، او دا ځوانان زیات د فشار په کیسه کي هم نه دي..

او بل طرف ته د پاکستان په لوبډلې کې د شاهد افریدي او عبد الرزاق وجود دومره خطرناکه دی، چې هر وخت کولای سي چې شکست په ګټه بدل کړي، دا دواړه لوبغاړي په لږو بالونو کې یو نه منونکي منډي جوړولای سی… ځکه چې دواړه په دومره طاقت باندي بال په بېټ (توپ ډنډه) باندي وهيي، چې مثال یې په نړی کی نه پیدا کیږي…

—–

مګر ددې ټولو سره سره لکه څرنګه چې مو مخکي وویل، دا لوبه د اعصابو ده، هر چا چې اعصاب کنټرول کړه، هغه لوبه وګټله، او دا وخت داسي مالومیږی چې انډیا تر سخت فشار لاندي ده، ځکه چې لوبه یې په خپل هیواد، د خپلو مینه والو په مخ کې ده، او د مخه لا خپله لوبغاړو او د کرکټ ماهرینو دوی د فیورټ په توګه نیولي، یاني دوی به دا لوبه ګټي.

له بله پلوه پاکستانیانو باندی دومره فشار ځکه نسته چې که یې وګټي، نو واه واه، او که یې بایلي، نو هیڅ خبره نه ده، ځکه چې تر اوسه یې هم په ورلډ کپ کې د انډیا څخه لوبه نه ده ګټلي، نو څه دي چې یوه لوبه یې بله بایلوله..

مګر که همدا لوبه انډیا بایلوي، نو په انډیا کې به یو طوفان را پورته سي، او په پایله کې هر څه ممکن دي چې پيښ سي، ځکه چې د انډیا اولس د کرکیټ سره بې انتها مینه لري، او کیداي سي په غم او غصه کې هر څه وکړي، او تر هر څه تیر سي…

د انډیا په میډیا کې چې څومره اهمیت دې لوبي ته ورکړه سوې، او څومره بحثونه چې پرې سوي، هغو به خامخا د انډیا پر لوبغاړو تر پخوا لا زیات فشار راوستلی وي، او تر پخوا یې لا زیات د هندوستانیانو جذبې را پارولې..

 


 

بحثونه ډیر کیږي، ډېر وسوله، او لا به ډېر کیږی، مګر ددې ټولو خبرو پایله به صبا په میدان کې مالومیږی… صبا چې هر چا لوبه وګټله، هغه تر ټولو ښه او د فاینل لوبي حقدار دی…

فاینل چې په ممبی کی کیږی، د ورلډ کپ په تاریخ کې به اول ځل وي چې دوه اسیایی لوبډلي سره مخ کیږی، ځکه چې سیرلانکا نن نیوزیلینډ ته ماتي ورکړه او فاینل ته یې ځان ورسوی..

صبا به د پاکستان، هندوستان، سیرلانکا، بنګلدیش، او په سیمه او نړی کې د کرکیټ ټوله شایقین د پاکستان او انډیا تر منځ world war4 د کرکیټ په میدان کې وګوري..

نن ټکی آسیا د ورلډ کپ د اولي ورځي د اولي لوبي څخه نېولي بیا تر ننه پوري کوشش کړی چې تاسو ته دغه لوبي په خپله پاڼه کې په ژوندی توګه ښکاره کړي، او ان شاء الله نن به هم خپل تر اوسه پوري پوره پوره کوشش کوي، چې تر تاسو دغه مهمه لوبه په ژوندی توګه ورسوي…

که تاسو ددې لوبي په اړه څه نظر یا معلومات لری، نو هیله ده چې په همدې موضوع کې د تبصرو له لاري راسره شریک کړی…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.