د ژوند نه خوند واخله – لیکوال : دکتور محمد عبدالرحمن العریفي

استمتع 1: له ژونده ډير تنګ یم ، ځان وژنه کوم.

لا تر اوسه می یاد دی چی یو کس راته په مبایل یو لیک رالیږلی وه چی هغه څه داسی لیکلی ول :

محترم شیخ صیب! ځانه وژنه څه حکم لري ؟

ما د دغه لیک رالیږونکي پسی زنګ و وهه او ورته می وویل :

بښنه غواړم ستا په سوال پوه نشوم کولی شی بیا راته خپل سوال و وايی :

هغه په ډيره بي زاره لهجه راته وویل :

زما سوال روښانه دی ، څان وژنه څنګه ده ؟

ما ورته وویل : مستحب ده .

هغه په زوره وویل : څه ؟

ورته می وویل :را ځه چی زه درسره په دی کي کومک وکړم چی کومه طریقه ځان و وژنی ؟.

هغه زما ددی خبری په اوریدلو چپ پاټي شو .

پوښتنه می ترینه وکړه چی ځان ولي وژني ؟

هغه راته وویل : زه په خپل ژوند کی یو ناکامه انسان یم ، کار نلرم ، خلک رانه بیزاره دی اصلا زه د هيڅ کار نه یم .

هغه راته په پوره تفصیل خپله قیصه وکړه ، هغه د ښی راتلونکي او د هغو صلاحیتونو نه په صحیح توګه استفاده نشو کولي کوم چی ده درلودل ، دا حقیقت دی چی نن ورځ ډير خلک همدا مشکل لری لکه دغه هلک چی درلوده .

ولي خلک داسی وي چی هغه هغه خلکو ته ګوري چی د غر ځوکي ته ختلی وی خو د ځآن په باره کی بیا دا فکر کوی چی دا نشی ور ختلی لږ تر لوه خو دی دمره وکړی چی غر ته خو دی وخیژی لکه هغوی چی ختلی .

پوهیږي هغه کوم خلک دی چی ددی کتاب له ویلو او یا د کوم بل کتاب له ویلو څخه به فائده پورته نه کړی ؟

هغه ، هغه خلک دی چی چی خپلو تیر وتنواو صلاحیتونو ته تسلیم شوی وی او وایی چی دا زما په ژوند کی طبیعی خبره ده زه همداسی لوی شوی یم او اوس نشمه کولی چی بدل شم .

یوه ورځ په یوه عامه غونډه کی ناست وم چی په هغي کي عام خلک را ټول شوی وه یو سپین ژیری سړی چي د ډير عمر څښتن وه د خلکو سره په خبرو او خندا کي مصروف وه هغه د خپل سپین ژیری توب نه بغیر بل داسی څه نه درلودل چی قدر یی وشي .

ما هلته یو وړوکي تقریر وکړ چی په هغه کی مي د شیخ عبدالعزیر بن باز رحمه الله د یوی فتوی یادونه وکړه کله چی د تقریر نه خلاص شوم هماغه سپین ژیری راته په ډير فخر وویل :

زه او شبخ ابن باز رحمه الله ۴۰ کاله مخکي د شیخ محمد بن ابراهیم رحمه الله شاګردان وه او مونږ دواړه ډير ښه ملګري پاټي شوی یو .
ما هغه ته وکتلی او هغه په ډير فخر سره دا خبره کوله او خوشحاله وه چی یو وخت هغه د یوه کامیاب او مشهور عالم هنصنفي پاتی شوی وه خو ما هغه په خپل زړه کی ملامت کړ او د ځآنه سره می وویل :

اي مسکینه ! ته ولي لکه ابن باز رحمه الله غوندي نوموړی عالم نشوی خال دا چی تا ته لاره هم معلومه وه نو بیا ولی تا خپل سفر ته دوام ورنکړ .
ولي د ابن باز په مړینی منبرونه، محرابونه ، کتابخاني او د چا چی پیژنده هغه پری ژاړي او حال دا چی یوه ورځ به ته هم مړ شی او کیدای شی په تا یو کس هم ونه ژواړی او که څوک ستا په مرګ هم کوي نو کیدای شی د عادت او یا هم د زړه ساتنی لپاره وژاړی .

مونږ کی هر یو کله نا کله دا وايي : ما فلانکي پیژنده ، فلانکي زما ملګري وه ، د فلانکي سره ځو ځله ناست یم حال دا چی دا د فخر خبره نه ده بلکه فخر دا دی چی چی ته هاغه ځایی ته ځان ورسوی کوم ځایی ته چی هغوی رسیدلی دی .

د نن څخه دا اراده وکړه چی الله عزوجل کومه پوهه درکړی د هغی نه ښه استفاده وکړی او پر مخ لاړ شی نو ددی له امله د خپل مخ کونجي ( کونځي ) په خندا بدلی کړه ، خفګان دی په خوشحالی بدل کړه ، د بخیلی پر ځایی سخاوت خپل کړه ، خپله غصه په حلم بدله کړه په مصیبت صبر وکړه او خپل ایمان د یقین او اعتماد په سلاح ښایسته کړه .

د خپل ژوند نه خوند واخله ځکه ژوند ډير وړوکي او لنډ دی او دا وړوکي ژوند په غمونو کی مه تیروه .

کیدای شی دا ووایی چی دا وړوکي ژوند ځنګه خوشحاله تیر کړم نو د همدي لپاره ما دغه کتاب لیکلی دی تر څو په دی وتوانیږو چی دي وړوکي ژوند نه ځنګه خوند واخلو ، زما سره اوسیږه ( کتاب په پوره فکر تر اخره ولوله ) ان شاء الله ډير زر به خپل هدف ته ورسیږي .
زما سره :

هغه بهادر دی چی هغه پخه ارداه لری او په خپله اراده تر هغی ولاړ وی تر څو خپل صلاحیتونه سرته وروسوی او دهغی نه ګټه پورته کړي .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د