افغانستان

کندهار کې د بهرنيو عسکرو په کاروان سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه ، ۱۱زمری، ۱۳۹۶):  د هيواد په جنوب کندهار ولايت کې د امريکايي عسکرو په موټريز کارون سرتيری بريد شوی دی چې له امله يې د بهرنيو عسکرو دوه ټانګونه ويجاړ شوي دي.

دغه پيښه څو شيبي وړاندې د کندهار ک ولایت دامان او کندهار ښار ترمنځ شوراندام سیمه کې د بهرنيو عسکرو په کاروان شوی دی.

د کندهار امنیه قومندانۍ رسنيو ته ويلي چې، برید په سیمه کې یوه پوځي مرکز ته څېرمه په داسې حال کې شوی دی چې له دغه مرکز څخه بهرنيو ځواکونو ليدنه کوله.

د پيښې د عيني شاهدانو په وينا چې بريد ګر په يوه ډاټسن موټر کې و چې د بهرنيو عسکرو کاروان سره يې خپل موټر ته چاودنه ورکړه چې  په وينا يې د بهرنيو عسکرو دوه ټانګونه ويجاړ شوي دي او اور پرې بل شوی دی، خو تر دې دمه د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

تر دا مهاله د پيښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x