افغانستان

طالبانو په بهرنیو ځواکونو د ننني برید جزئیات خپاره کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه ، ۱۱زمری، ۱۳۹۶): طالبانو په کندهار ولایت کې د ننني برید د مسئولیت منلو ترڅنګ، د بریدګر هویت، امریکايي ځواکونو ته اوښتي تلفات او نور اړوند جزئیات خپاره کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې برید د (اسدالله کندهاري) په نامه د دوی د یو تن سرتیري لخوا ترسره شوی، چې خپل باډۍ داره ټونس ډوله موټر یې د همدې موخې لپاره په چاودیدونکو توکو بار کړی و.

ښاغلي احمدي په همدې تړاو خپره کړې مطبوعاتي خبرپاڼه کې زیاته کړې چې برید په هغو بهرنیو عسکرو ترسره شوی چې په ولایت مقام کې له غونډې څخه تازه راستانه شوي او د هوايي ډګر پر لور روان وو.

نوموړي په برید کې د ۲ زغروال ټانګونو د بشپړې ویجاړیدنې او د ۱۵ تنو بهرنیو عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړی. ښاغلي احمدي همدا راز ویلي چې ګڼ نور عسکر یې ژوبل دي، خو په وینا یې، په وژل شوو کې دوه جنرالان هم شامل دي.

د یادونې وړ ده چې دغه برید نن غرمه د کندهار ولایت د پنځمې حوزې په ښورندام سیمه کې رامینځته شوی.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د برید پېښه تایید کړې او په یوې خبرپاڼه کې يې ویلي چې «تلفات اوښتي». خو نه یې د مړو او نه هم د ژوبلو عسکرو د شمېر او هویت په اړه معلومات ورکړي. مګر د کندهار ولایتي چارواکو بیا د یو تن بهرني عسکر وژنه او د څلورو نورو ټپي کیدنه تایید کړې.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو یوه پوځي چورلکه رانسکوره شوه، چې د طالبانو په وینا، دوی ویشتلې او ټوله سپرلۍ يې له مینځته تللې، خو بهرنيو ځواکونو پېښه «تخنیکي ستونزه» او «بیړنۍ ناسته» بللې وه او یوازې د دوه تنو «سربېرنو ټپیانو» خبر یې ورکړی.

هېره دې نه وي چې امریکا د نوې پوځي-مطبوعاتي پالیسۍ له مخې په افغانستان کې خپل ځاني تلفات او د وژل شوو امریکايي عسکرو شمېر او هویت تر هغه نه اعلانوي ترڅو یې ورثه وو ته خبر نه وي ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x