نړۍ

پاکستاني طالبانو د يوې مياشتې لپاره يو اړخيز اوربند اعلان کړ

نن ټکی اسيا: د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد ويلي چې دوی د يوې مياشتې لپاره يو اړخيز اور بند اعلان کړی.

شاهد ويلي چې، د طالبانو شورا کې دا فيصله وشوه چې، دوی د ښه نيت او سيمه کې د امنيت په موخه د پاکستاني حکومت پر خلاف خپل عمليات دروي.

شاهد ويلي چې د هيواد علماوو او مخورو له دوی غوښتنه کړې وه چې، دوی دې اور بند وکړي. د شاهد په وينا دوی د علماوو خبرو ته په درناوي دا فيصله کړې.

شاهد ويلي چې، د دوی ټولو ملګري او پلويان دې د دغه اوربند ته درناوی وکړي او د يوې مياشتې لپاره دې د حکومت پر خلاف هر رنګه عمليات ودروي.

د يادونې وړ ده چې، تېره جنوري مياشت کې د پاکستاني طالبانو پرله پسې بريدونو او چاودنو له امله د پاکستاني حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات ځنډيدلي وو.

د حکومت مرکچي کميټې ويلي وه چې، تر څو طالبانو اور بند نه وي اعلان کړی، تر هغه وخته مذاکرات ناشوني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x