افغانستان

غزني: وسله وال بريد کې د جغتو امنيه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه ، ۱۱زمری، ۱۳۹۶): نن سهار مهال د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ امنيه قوماندان ناظرحسين په وسله وال بريد کې ووژل شو.

د غزني د امنيه قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د نوموړي وژل کېدل تائيدوي او وايي، چې ناظرحسين د غزني له مرکزه د جغتو ولسوالۍ پر لور روان و چې د طالبانو له کمين سره مخ شو او ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د دغه ولايت د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمتين همت د طالبانو په يو بريد کې وژل شوی و.

تر اوسه د دغه بريد په اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ویلي، خو ددغه ډول بريدونو مسئوليت ډیری وخت طالبان په غاړه اخلي، چې تېره اوونۍ يې هم د ګیلان ولسوالۍ د امنيې قوماندان د وژنې مسئوليت منلی و.

په ورته وخت کې د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ نه د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د تازه نښتو راپورونه ورکول کېږي.

طالبانو ويلي، چې د اهينو په سيمه کې يې له دولتي ځواکونو سره جګړه کړې، چې په پايله کې يې ۲ پوستې نيول شوي او ۱۷ عسکر وژل شوي او له لسو زيات ټپيان دي.

طالبانو نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د جګړې په ترڅ کې يې د دولتي ځواکونو څلور ټانګونه ويجاړ کړي، وسلې او په زياته اندازه توکي د دوی لاسته ورغلي دي.

طالبانو خپل لور ته د دوه تنو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

خو چارواکو تر دې دمه خپل لور ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

ډیری وخت دولتي چارواکي او ولايتي مسئولين له طالبانو سره په جګړو کې د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي او يا هم د وژل شويو سرتيرو شميره ډیره کمه اعلانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x