د ګډ حکومت له بطنه رازیږیدلي ایتلافونه نورهم هیواد د بحران په لوري بیايي

نن ټکی اسيا- سرليکنه

تیره ورځ په بلخ او ننګرهار کې د ګډ حکومت شریکو سهامیانو په یاد حکومت کې د شته فساد، درغلیو او انحصار په اړه احتجاجي غونډې لرلي.

په بلخ کې د انقرې د ایتلاف یوه مهم لوبغاړي او د بلخ لپاره د ګډ حکومت والي ښاغلی عطاء نور ارګ مشر ته اخطار ورکړ چې که په واک کې د دوئ په خوښه برخه ور نه كړي نو د حکومت كږې پښې به یې په زور ورسمې كړې.

هاخوا بیا د جلال اباد په ښار کې د مشرقي ولایتونو په نوم راټول شویو حکومتي غړیو او پارلماني استازیو د هیواد د بحران اصلي لامل ګډ حکومت وباله او هریو یې په خپل نوبت سره ارګ مشر او د هغه حاکم ټیم په فساد ، غلا او نا اهلي تورن کړ.

د دې ترڅنګ په مرکز کابل کې د سولې په نوم له ګډ حکومت سره یوځای شوي حکمتیارهم په خپل نوبت سره د هیواد په موجود بحراني وضعیت اندیښنه وښوده او په شپږو میاشتو کې یې په شمال کې د امنیت راوستلو غوره وکړه.

د کیري په لاس جوړ شوی د ملي یووالي حکومت چې د تأسیس له لومړۍ ورځې راهیسې یې په هیواد کې د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق اوشقاق لوبه توده ساتلې ، په فساد ، او داخلي اختلافاتو کې نور داسې مرحلې ته رسیدلی چې د نوي ور پیوند کړل شوي حکمتیار په شمول یې د مختلف الأضلاع عناصرو را یوځای کول او ګډ ژوند کول له امکانه وتلې خبره ښکاري.

اصلا د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیر جان کیري په پیل کې د ګډ حکومت پلان داسې جوړ کړی و چې وکړای شي په خپلې کاري دورې کې په ملي کچه د افغانانو ترمنځ داسې قومي، لساني او منطقوي حساسیتونه را وپاروي چې امریکایان وکړای شي له هغو نه په استفادې سره د خپل اشغال لپاره لازمه استفاده و کړي.

په بلخ کې د انقرې د ایتلافیانو ګواښونه ، په جلال آباد ښار کې د مشرقي ولایتونو کې د استازیو نارې سورې او همداراز په کندهار او هرات کې د جنوب لویدیځو ولایتونو د قومي مشرانو احتجاجي تجمعات دا هرڅه د ګډ حکومت د طراحانو دستوري
حرکات دی چې له دې لارې غواړي افغانستان لومړی په بیلا بیلو ټوټو جلا او بیا تجزیه کړي.

څوک چې په دې غونډو او ایتلافونو کې د هیواد د وروڼو قومونو د مشرانو او استازیو په نوم راټول شوی هغوی یوهم د ولس اصلی مشر او استازی نه ؛ بلکي ټول د کیري د ګډ حکومت نامشروع تولیدات دي چې یواځې د خپلو بادرانو د شومو اغراضو د ترلاسه کولو په غرض تحریک شوي او غواړي په دې ډول ایتلافونو او مانورونو سره نورهم هیواد او ولس له بحران سره مخ کړي.



یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    اوس ان شا ءالله دملک اصلی مالک چه دطالب په نامه نومول سوی دۍ قدرت ته په رسیدودۍ داخاک اوخاشاک اوس دامریکاله ډالروبی برخی دی هغه قدرت اودډلودبدمعاشانوتنخاوی یی ګډ حکومت نسی ورکولای هغوی پخپل خرڅ پوری حیران دی دوی اوس خود په خوده سره شکوی – چه ددوی باداران امریکایان دملکه ووزی دغه مفتخواره پخپله دملک دخاوندانوله خواقیضه اوټولی غلاسوی هستی به ځنی راټولی سی اودخپلوټولوناجایزوکړوحساب اوکتاب به ورسره وسی دوی فکرکوی چه پدی مظاهرو اوناروبه دملک مالکان خطاباسو چه موږهم درسره ولاړوو – دملکه دایستل سووډالرو حساب اوکتاب دظلمواوتجاوزو جرمونه به هیرسوی یی:په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.