نظــر

په ریښتیا هم دبیان ازادي!

 

عزام حقاني

د رایې د اظهار او نظر ازادي هغه وسیله ده چې په دي سره د حق خاوند خپل ږغ د حاکم او واکمن تر غوږونو پوري رسوي او دا د هر انسان یو مشروع او روا حق ده .

د غربیانو په نوي دین ( ډیموکراسي) کې یو اصل د بیان د ازادۍ په نوم شتون لري ، چې هر څوک کولی شي خپل نظر او رایه بیان کړي البته بدون له کوم قید او بند نه یعني مطلقه ازادي، بیان که روا او که ناروا وي حق وي او که باطل چې دا وړ ازادي اوس د مسلمانانو په هغو هیوادونو کې چې غربې ډیموکراسي ورکې حاکمه ده په ښکاره ليدل کیږي چې خلک یوازي د باطل د اظهارولو حق لري او بس، او که څوک د حق رایه اظهار کړي هغه له وژلو، تړلو، شړلو او ډول ډول تهدیدونو سره مخ کیږي.

اسلام نه دا چه د بیان د ازادۍ پلوي کوي بلکې هغه یو عبادت بولې او اظهار ته یې خلک تشویقوي، که څه هم هغه دیوظالم حاکم په مخکې وي.

په هغه حدیث کي چي ابو سعید الخدري رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی داسي وایې: ان من اعظم الجهاد کلمة عدل عند سلطان جابر یعنې غوره جهاد د ظالم باچا په وړاندي د حق او عدل خبره کول دي. او که څوک له دې امله ووژل شي چي حقه خبره یې وکړه نو هغه د بهترینو شهیدانو له جملې څخه ده ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي اړه فرمایلي: خیر الشهداء حمزة بن عبدالمطلب ورجل قام الی رجل فامره ونهاه فی ذات الله فقتله علی ذالک.

بهترین د شهیدانو حمزه رضی الله عنه ده او بل هغه څوک ده چې د الله لپاره چاته په نیکي امر وکړي او له بدي څخه یې منعه کړي او هغه یې په دي کار سره ووژني.

نو معلومه سوه چې په اسلام کې هر څوک چاته د حق وینا او نصیحت کولی سي او باید ویې کړي ځکه چې دین نصیحت ده.

نو اوس چې ښاغلی نظرمحمد مطمئن او دده په څیر نور صادق مبارزین نیول کیږي په دي جرم چې د بیان له ازادي څخه یې سالمه استفاده کړي او حقیقت یې ولس ته واضح کړي بل څه نه وو.

ښاغلی مطمئن هغه څوک وو چې د قلم او ژبې له لاري یې د هیواد د ازادۍ، سولې او داسې نظام لپاره هلي ځلې کولي چې اسلامي او د هیواد د ټولو وګړو حقوق پکې خوندي وي.

خو ددې خبرې حقیقت خلکو ته ښکاره شو چې ځینې تنظیمو مشران یې کوي چې طالبان دي وسله کیږدي دي نظام سره دي سوله وکړي ، چې د سیاست او خبرو له لارې به خپل اهداف ترلاسه کړو. نو زما په اند چې دا هسي تیر ایستل او دوکه ده ځکه که چل نشي ولي هغه کسان چې له همدي لاري مبارزه کوي، او هغه څوک چې د ریښتونې سولي لپاره یې خپل ږغ پورته کړی وي په امن نه دی.

د یوسوچه اسلامي نظام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حقانی صاحب نیکی هیلی می ومني ! ستاسی له ښکلی او په حقایقو ولاړه لیکنی څخه نړي مننه او ستاینه کوم ، الله ج دی تاسی او ټولو هغه لیکوالانو ته چه دحق وینا ، له حقه دفاع او مجادله کوی او په ځانګړی دول د دروند او معقول ورور مطمن صاحب د سولی د هلو ځلو او له حقایقو له دفاع څخه یی دفاع کوی الله ج دی اجرونه او لا توفیق ورکړی . حقانی صاحب پرون به خلکو ویل چه نړی دوه قطبه ده خو دوه قطبونه شرقی ( کمونیزم ) او غربی یعنی سرمایداری نړۍ ( کاپیتالیزم… نور لوستل »

pattang

له فاسد ، غلام او فاحش نظام څخه څه طمعه لرۍ ؟ هغوی د صلیبیانو د شتون او خپلو ګټو لپاره هر کار کو ي !
له اولسه یې رنډۍ جوړه کړې ، هر یو په دې کې فکر کوي چې څرنګه دالر وشکوي او خپله انډره ډکه کړي !
له دې بدبختانو د قرباني حس تللی دی او اخلاقي بندیان دي د نظر محمد دالله پلوي وکړي ځکه چې حق وېیونکی انسان دی !

محمدنعیم سادات

د انترنتی مطبوعاتو څخه خبر شوم چی ملی امنیت ځوان افغان خبریال او د ټولنیزو مسایلو شنونکی ښاغلی نظرمحمد مطمئن نیولی او د زندان د پنجرو له شا یی ایسار ساتلی دی . اوس پوښتنه دا راپیدا کیږی چی ایا ښاغلی مطمئن کوم داسی جرم کړی چی نوموړی باید د هغه جرم په تړاوو زندانی شوی وای ؟ یا ښاغلی مطمئن د حکومت لپاره دومره لوی خطر وو چی حکومت ترینه ویره احساسوله ؟ ددی پوښتنو ځواب داسی دی چی نه هیڅکله هم ښاغلی مطمئن داسی کوم جرم نه دی کړی چی د نوموړی جرم د کولو په تور دی… نور لوستل »

محمدنعیم سادات

پورته لیکنه ما د نن ټکی اسیا اداری ته د خپرولو لپاره ورتیږلی وه خو نه پوهیږم چی ولی نن ټکی اسیا زما لیکنی نه خپروی حتی زما کمنټونه یا وړی تبصری چی زه یی کله کله په لیکنو باندی کوم د دوو او دریو ورځو لپاره ځنډوی او کله خو هم چی زه کله پر کومه لیکنه تبصره وکړم هغه لیکنه سره زما دی تبصری دواړه ورکی شی خیر دا دومره لویه خبر نه ده چی انشالله زه لیږ له ورځنی کارونو وزګار شم فکر کوم چی زموږ په مطبوعاتی ډګر کښی د یوه داسی سایټ د جوړولو ضرورت… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

سادات صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنی ! دا ستونزه ځانله د تاسی سره نه بلکه زمونږ او د نورو سره به هم وی ، زمونږ لیکنی او تبصری خو پریږدی کله د پانی عمومی نوی خبرونه او لیکنی هم نه تر سترګو کیږی بیا زه پانی ته شخصی ایمیل ولیږم هغوی راته وایی چه تاسی کمپوتر کی به هیسټوری ډکه شوی هغه کلیر کړی اوس هغه کوم مګر سره له دی هم کله نا کله دغه ستونزی شته زما په نظر د نن ټکی اسیا پاڼه کوم رسمی دفتر نه دی چه مامورین او معاشونه ولری دا ووطلبانه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x