افغانستان

پکتيکا : ګومل ولسوالۍ کې نښتي دوام لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه ، ۱۱زمری، ۱۳۹۶): د پکتيکا ولايت پر ګومل ولسوالۍ د طالبانو له لوري ډليز بريدونه شوي چې له امله يې مرګ ژوبله را منځته شوې.

د پکتيکا د امنيه قومندانۍ سرپرست دادالله خان هوتک د پيښي د پخلي تر څنګ زياتوي : تېره شپه نژدې دوې بجې وسله والو د ګومل پر مرکز او اړوندو پوستو ډليز بريدونه پيل کړل چې په پايله کې يې درنه جګړه پيل شول او لا هم جريان لري.

هوتک وايي د بريدونو په نتيجه کې د ۷۰ تنه طالب وسله والو د وژل کېدا تر څنګ اوه تنه پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي نن سهار مهال د دوی له لوري جګړه پيل شول، د ولسوالۍ مرکز او امنيتي پوستې تر بريدونو لاندي ونيول شوې چې په وينا يې چارواکي له وارخطايي سره مخ شول.

نوموړی همدا راز وايي له چارواکو يې يوه قرارګاه او ۳ پوستې ، ۲ ټانګونه او ۴ رېنجر موټر نيولي ، د عسکرو ۲۰ جسدونه د جګړې پر ډګر پراته دي.

عيني شاهدان وايي د ګومل ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ د بهرنيو ځواکونو الوتکي ګرځي او شاوخوا سيمه کې بمبار کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close