نړۍ

سعودي: د امنیتي ځواکونو او شیعه وسلوالو تر منځ د نښتو له امله اوسیدونکي کډوالۍ ته اړي شوي دي

نن ټکی اسیا (پنج شنبه ، ۱۲زمری، ۱۳۹۶): د سعودي په ختیځ کې په یوه کلي کې د امنیتي ځواکونو او شیعه ګانو تر منځ د جګړو له امله په سلګونو تنه اوسیدونکي له خپلو کورونو څخه کډوالۍ ته اړ شوي دي او جګړه روانه ده.

د قطیف ولسوالۍ په العوامیه ښارګوټي کې د شیعه وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې وروسته تر هغه پیل شوي چې د سعودي حکومت د العوامیه ښار ګوټي پخواني کلي په ورانولو لاس پوري کړ، سعودي چارواکي وايي چې په دغه کلي کې شیعه وسلوال پټن ځایونه لري.

د سیمي مدني فعالان وایي چې امنیتي ځواکونو د هغو کورنیو سره مرسته کړې چې د جګړې له امله یې کډوالۍ ته زړه ښه کړی او په یوه نیژدې کلی کې یې ورته موقت استوګن ځایونه نیولي دي.

په یاده جګړه کې تر اوسه د اوو تنو وژل کېدو خبر ورکړل شوی چې په هغو کې دوه تنه پولیس دي.

د سعودي رسنیو د «القطیف ولسوالۍ» د سرپرست ولسوال فلاح الخالدي څخه په نقل قول ویلي چې په دمام ښار کې د یو شمیر هوټلونو سره هم خبره شوي تر څو کډوالو ته موقت ځایونه ورکړي.

بلخوا ځیني فعالان وايي چې د سعودي حکومت په قصدي ډول خلک له یادي سیمې څخه کډوالۍ ته اړ کړي دي او پر ولسي کورونو او ممتلکاتو یې ډزي کړي تر څو خلک مجبور شي او کلی پریږدي.

د العوامیه اوسیدونکو ویلي چې په سخته ګرمي کې چې درجه حرارت ۴۰ ته رسیږي، پر کلي باندي اوبه او برق بندول ګوزاره له مخکې هم سخته کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x