ورزش

کرکټ: د افغان لوبډلې تاریخي بریا

نن ټکی اسيا: د اسيايي کريکټ اتلوليو پنځمه لوبه کې نن افغانستان کوربه هيواد بنګلاديش ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه. افغان لوبډله د اسیايي جام په سیالیو کې د بقاء جګړه وګټله.

د لوبې پچه د کوربه هيواد لوبډلې وګټله، مګر خپل افغان سيال ټيم ته يې د لوبې بلنه ورکړه.

افغان ټيم د شپږو لوبغاړو په سوځيدو په پنځوسو اورونو کې ۲۵۴ منډې جوړې کړې. اصغر ستانيکزي ۹۰ منډې جوړې کړې او تر اخره اوټ نشو.

سميع الله شينواري هم سخته لوبه وکړه او ۸۱ منډې يې جوړې کړې.

نورو لوبغاړو  محمد شهزاد ۲، کريم صادق ۱۲ نجيب الله ځدراڼ ۲۱، نوروز منګل ۲۴ اوکپتان محمد نبي ۷ منډې جوړې کړې. د کوربه بنګلاديش ټيم لوبغاړو عرفان سني ۲، روبيل او مومن الحق يو يو افغان لوبغاړی اوټ وکړ.

د بنګلاديش ټيم بنګلاديش ټيم چې بايد ۲۵۵ منډې يې جوړې کړې وای، ۴۸ اورونو کې د ۲۲۲ منډو په جوړولو ټول وسوځيدل. د بنګلاديشي ټيم له مومن الحق پرته يو هم د افغانانو بال ته ډېر وخت ونشو دريدای.

مومن الحق پنځوس منډې جوړې کړې. انعام الحق يو رنز، مشفق الرحمن ۲۳، ناصر حسين ۴۱ نعيم الاسلام ۳۵، ضياءالرحمن ۴۱ او روبيل حسين ۷ منډې جوړې کړې.

د بنګلاديش درې لوبغاړي په صفر رنز وسوځيدل. د افغان لوبډلې مشر محمد نبي درې کسان، شاپور ځدارن او حامد حسن دوه دوه، ميرويس اشرف او سميع الله شينواري يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

سميع الله شينواری  “مين اف د ميچ” ونومول شو.

افغانستان اینده لوبه د سریلانکا سره لري. بنګلادیش نه د لوبې ګټلو وروسته د افغان لوبډلې مورال ډير لوړ شوی او تمه ده چې د سريلانکا سره به ښه قوي مقابله وکړي.

د ننۍ لوبې د انځورونو د کتلو لپاره دلته کلیک کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x