نړۍ

امريکا: په ښوونځي کې چاودنې ۱۱ تنو ته مر ګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنج شنبه ، ۱۲زمری، ۱۳۹۶): د امريکا د مينا ښار په يو ښوونځي د چادونې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امريکا د مينا ښار پوليسو رسنيو ته ويلي دي چې د چاوددنې له امله د ښوونځي يوه برخه نړېدلې ده.

په دغه پيښه کې ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د مينا ښار د اور وژنې چارواکو ويلي دي چې دغه پيښه د ګازو د نل ليکې د ماتېدو له امله رامنځته شوه.

د يادونې وړ ده چې امريکا کې تر دې وړاندې هم په ښوونځیو بمي بريدونه او چاودنې شوي دي چې له امله يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د روان زيږديز کال د اپريل په مياشت کې هم د امريکا د کلفورنياايالت د سن بارناردينو ښار په يوه ښوونځي کې هم چاودنه شوې وه چې له امله يې ۳ تنه وژلي او څو نور ټپيان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x